کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

از پا افتادگان دور جمهوریت

در خارج چه میگویند ؟ انهاا طوری سخن میرانند که افغانستان…

«
»

د سولې ډرامې نوی او اساس پړاو 

په داسې حال کې چې په قطر کې د طالب استازو او امريکايې پلاوي تر منځ د اووم پړاو له خبرو وروسته دغې پروسې ته د افغان حکومت د خوشبیني ترڅنګ اندېښنې تر بل هر وخت زياتې شوي؛ آن دا چې تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنيت د شورا سلاکار ښاغلي حمدالله محب یو ځل بیا د افغان سولې پروسې په اړه د امریکا روانو هڅو ته په اشارې ویلي،چې افغانان باعزته سوله غواړي او که د سولې روان بهیر د افغان نظام ړنګولو یوه دسیسه وي نو په وړاندې به یې ودریږي.

له دې وړاندې په خپله ولسمشر غني هم په وار وار په غير مستقيمه توګه د طالبانو او زلمي خليلزاد تر منځ د روانو خبرو په اړه اندېښنه ښودلې وه. 

ولسمشر غني د قطر خبرو ته په اشارې ويلي و، چې دايمي سوله غواړي نه دا، چې د داکټر نجيب الله د وخت تېروتنې بيا تکرار شي. خو وروسته بیا دا دريځ بدل شو او د ارګ ویاند صدیق صدیقي وویل،چې د سولې د مذاکراتو له جزئیاتو په منظمه توګه خبرېږو.

د طالب مرکچیانو او زلمي خليلزاد د خبرو په اړه نه يوازې افغان حکومت اندېښمن بريښي بلکې افغان سياسيون، مدنې ټولنې، د ښځو حقونو فعالان، بهرني هيوادونه چې په يو نه يو ډول د افغانستان په سياست کې ځان ښکېل بولي او آن په خپله د ناټو غړي هيوادونه هم اندېښمن وو. 

مدني ټولنې او د ښځو د حقونو فعالان له سولې وروسته په افغان حکومتي نظام کې د ښځو د ونډې او د ډیموکراسۍ د تطبيق د څرنګوالي له امله اندېښمن دي. د افغانستان په سياست کې ښکېل هيوادونه په ځانګړي ډول روسيه بيا د طالبانو سره په ګډه د راتلونکې افغان حکومتي نظام څخه اندېښمنه ده. دوی هڅه کوي، چې له افغانستانه د امريکایی ځواکونو له وتلو سره په راتلونکي نظام کې چې طالبان به يې هم يوه برخه وي؛ غټ او قوي نفوذ ولري. روسيه غواړي د امريکا له وتلو وروسته دغه تشه په خپله روسان ډکه کړي.

افغان سياسيون په ځانګړې توګه هغوی چې د اوسني حکومت يوه برخه دي يا په تير کې یوه برخه وو؛ ځکه اندېښمن دي، چې د طالب له راتګ وروسته به ممکن د دوی واک او ځواک د حکومت په چوکاټ کې راکم او طالبانو باندې به وويشل شي. دوی د خپلې سياسي بقا په اړه اندېښمن دي، خو د طالب استازو او یادو مشوشو سیاسیونو له لیدنو وروسته داسې ښکاري،چې د دوی دې اندېښنو ته د حل لار موندل شوې اواطمینان یې تر لاسه کړی دی.

دا چې د حمدالله محب د نویو څرګندونو له امله د کابل او واشنګټن تر منځ اړیکو کې د احتمالي کړکيچ مخنيوی وشي،د سولې روان بهير يا له طالبانو سره د امريکا خبرې ناکامې نه شي او افغان حکومت هم ځان د سولې په خبرو کې مطرح احساس کړي، د امريکا ولسمشر ته په کار ده،چې په دې اړه د افغان حکومت او سياسيونو اندېښنې خلاصې کړي.
د امريکا متحده ایالات باید افغان حکومت په ځانګړې اشرف غني ډاډمن کړي، چې د زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ په خبرو کې هيڅ ډول داسې معامله نه کيږي، چې هغه دې د افغان حکومت او ولس له ګټو سره په ټکر کې وي.

د سیمي هيوادونو اندېښنو ته ځواب

زلمی خليلزاد له طالب مرکچي پلاوي سره تر خبرو وروسته چین او له هغه ځایه بیا واشنګټن ته ولاړ،څو د خپل سفر پایلې له امریکایي چارواکو سره شریکې کړي.
چین هغه هيواد دی، چې تر نورو ډير په قطر کې د امريکا او طالب استازو تر منځ د خبرو په اړه اندېښمن دی. ښايي خلیلزاد دغه هېواد ته په سفر کې هڅه کړې وي، چې د سولې روانو خبرو په اړه د دوی اندېښنو ته ځواب ووايي او په اړه يې ملاتړ خپل کړي.

ولس تمه لري،چې د سولې روانې خبرې سمې او په سيده لار روانې شي او طالبان دې له افغان حکومت سره د مذاکراتو ميز ته حاضر شي، نور د سولې په اړه سيمه یيزه او نړيواله اجماع رامنځته شوې ده،چې د جرمني او قطر،ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو هڅې یې ښه مثالونه کېدای شي.بل لور ته افغان حکومت هم د سولې په برخه کې د دولت وزارت رامنځته کړ،د قطر بین الافغاني غونډې ته یې خپل استازي ور ولېږل او او داسې هيلې هم شته چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر را رسېدو وړاندې د افغان حکومت و وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د مخامخ خبرو زمینه هم مساعده شي.