خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

د سولې په لار کې خنډ ذهنیتونه

بسم الله الرحمن الرحیم

لیکنه :  قاضي نجیب الله جامع

وتلی المانی فیلسوف امانوئل کانټ په کال ۱۷۹۵ کې خپل مشهور کتاب یعنی (تل پاتی سوله) تالیف کړل، هغه سولی ته د رسیدونکو شپږو ۶اصولو د وضاحت ترڅنګ وویل، چی تل پاتی او ارمانۍ سوله هغه دی چې هلته دولتونه خپل فرض وګڼی تر څو سوله د یوه ارزښت په توګه قبوله، او ومنی چی تکتیکې تګلاری نشی کولای د یوه بحران پایه او اوسیږی.

لدینه ور اخواه اسلام د یوه کامل او شامل دین په حیث باندی چی اصلی معنا، الهی(ج) رسالت او وجودی فسلفه یی د ټول انسانیت آو په ځانګړی ډول د مسلمان لپاره په دنیوی خیر او اخروی ښیرازی ولاړه دی، سوله نه یوازی خیر ګڼی بلکه د جناب نبی کریم(ص) شپږ میاشتنی د سولی ډیپلوماسی چی د حدیبیه تړون یی تاریخی پایله وه دا مفهوم بیانوی چی سوله او ټولنیز ټیکاو د یو امت د نیکمرغه کیدو حقانیت دی، دا ځکه سوله قوت رامنځته کوی، قوت د سیاسی ثبات او فزیکی امنیت حقوقی تضمین بلل کیږی، او په ټوله کې هغه فرصتونه چی مونږ د خپل ملت د رغونی، ښیرازی او معطلو تکلیفونو د نیکمرغی په لار کې راټولولی او لګولی شوه تر جګړی پکښې مصلحت ډیر ښکاری.

دلته له دی ټولو سره سره چی سوله لومړیتوب لری، دیو انسان نجات د ټول بشریت د نجات سره پرتله شوی، او د ګاندی په خبره چی دعدم تشدد د مبارزی مخکښ سر لاری دی وایی چی که زه مخکې پوهیدای چی د جغرافیه په سر به د هندوانو او مسلمانانو تر مینځ دومره وینی تویږی، نو ما به دا دسیسه او تاریخی خیانت قبول کړی وای ولی نه به می وایی پریښی تر څو د یوه بیګنا انسان وینه تویه شی.

مګر دلته قیصه بدله دی، هغوی چی وژل او ځان غوښتنه یی ځانګړتیا دی تهمت لګونه او فتنه اچول یې هنر دی او پردی پالنه یی د سیاسی مبارزی مقدس لیدلوری جوړه وی، کله چی یی هم شخصی ګټې، د دنګو ودانیو د ناز او نعمت خوندونه، په سفارتونو کې د زامنو  د استعداد او ښایستوالې د ریفورمونو او اصولو خلاف له خطرې سره مخ وګوري، نو هغه وی چی بیا د ایمان او اسلام درد ورپه یاد شی په سنګر کې ناست لوڅ او بی برخلیکه عسکر وینه ورته ارزانه نه ښکاری او ځان بیخی ورته د عیسی مسیح حوارین، دنبی اخیر الزمان ځایناستی او  زموږ د هیلو یوازنی او برحقه استازی بولې.

هغه چی ددي ښه بیلګه د نظار شورا او ضرار د مسجد پیروانو یعنی د قومی جګړو دفعالانو د باطل مقاومت کاذبه دعوه بللي شو.

د سولې په لار کې ددغو ناروغه، خنډ او ککړو ذهنیتونو څخه چی د روانو ټولو ناورینونو او بدبختیو  عامل دی او د جګړی لامل هم د دوی، همغږی د جګړی د دوام له طرفونو سره چی امریکا او یرغلګر ملاتړی دی، یو یی هم ددی ډلې مخکښ مفتی جناب سیاف دی، هغه سړی چی د فردی کینی او شخصی ګټو په موخه هر وخت د دین اصول د چلینج په قمار ږدی او جګړی ته د پکه وهلو د ښه مهارت لرلو سره، جناب زمونږ په وینو کې د خپل ورک تبر د پيداکولو په لټه وی، ځکه نه یی زوی بی تعلمه پاتی دی، نه یی په کور کې د مزو او چړچو له پاره د زامنو زامنو ته څه کمي پریښی او نه یی د ویر او ژړا څه احساس شته پس ولې د قیامت غم ولري چا چی دا نړی په جنت لمانځلې او خپله بقاه یی په مقدس جاهلیت کې د سور یریتو د بی ۵۲ او ډرون الوتکو په وژونکې  بمباریو کې نغښتی بللی، ځکه د جنایت قاطع قومندان سره زمونږ په قاتیله چاړه سهار او بیګاه  هفت میوه نوشی جانوی.

ددی ماډل اشخاصو څخه د ګډ حکومت ناورین وجود چی د افغانستان په سیاسی تاریخ یی په بی کفایتی او کمزورۍ کیساری نه دی تکرار شوی ډک دی، لکه د نیم په نیمه حکومت یوه پوره برخه د جان کری د نوښت په بنسټ د سولې په نیت د هر هغه عمل سره کلک مخالف دریځ لری، هغه چی فکر نه کوی ترڅو په شتون کې یی خپلو افراطی ناسیونالیسټې هیلو ته ورسېږی، لکه د ولس له ملاتړه بیچاره په ښو او بدو کې پړ بی صلاحیته احمدضیا مسعود چی نه ورته د ورور غلا شوی میراث په امانت رسیدلی او نه یی څوک په خوله پیاز خوری، لدی ور اخواه د ګډ حکومت نا مسوله له قانونه پورته مجهوالنسب اجرایه ریس ډاکټر عبدالله او ټیم یې دی، هغه متناقض جوړښت چه اشرف غنی خو یې چپه په خر سپور کړی او ټولی په تفکر ولاړی خپروني په شرمونو د شرمولو ترڅنګ یید سولې په وړاندی هم  سپین سترګې دریځ لری او تراوسه توانیدلی تر څو هر هغه نیک ګام چی ترینه هیله وه ترڅو وروسته له څو لسیزو  مونږ دریښتنی او تل پاتی سولی ترنتیجېورسوی ددغو سولی دښمنه او شریرو کړیو او څیرو له لوری له خڼد سره مخ کیږی.

اوس خبره دادی چی ایا مونږ به دداسی فتنه پالو څیرو، او ډلیو په وجود کې په ریښتیا هم یوی تل پاتی سولې ته ورسیږو او تر ټولو د پوښتنی وړ داچی ولی حکومت د سولۍ لپاره د یو مساعد چاپیریال د جوړه ولو کوښښ نه کړی، او ایا ممکنه دی هغه ارزښتونه چی دافغانستان په سیاسی تاریخ کې ملتونه پری راټول شوی ددغو مفسدو او ککړو څیرو د نفسانی غوښتنو ښکار وګرزی، ځکه هغه امنه فضاه چی دوی یی زمونږ په فزیکی او هویتی حذف کې لټوی د ملی یوالی بنسټونه نړوی، ټولنیز انارشیزم ته د قوت ازوغه برابروی او ټول د ټیکاو هغه فرصتونه ګواښي کوم چی په تاریخی لحاظ نه شتون یی د سیاسی رژیمونو د زوال پای بللی شو.

 

په

درنښت