دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

«
»

د سولې مشورتي بورډ غړي ولې د سولې په ناستو کې ګډون نه کوي؟

په داسې حال کې چې په هيواد کې يو شمېر سياسي احزابو، سياسي څېرو او جهادي مشرانو به د ملي يووالي په حکومت نيوکې کولې چې ګويا حکومت له دوی سره مشورې نه کوي او يا حکومت سيکولر شوی او جهادي مشران يې د نظام له چوکاټه څنډې کړي؛ بلاخره حکومت د دغو اشخاصو له جملې مشهور او مخور يې د سولې په مشورتي بورډ کې راټول او له مشورو يې ګټې اخيستنې ته زمينه برابره کړه. اوس دغو سياسي مشرانو او يو شمير جهادي مشرانو خاوره وويستله او د سولې عالي مشورتي بورډ غونډو کې ګډون نه کوي.

تېره ورځ په ارګ کې د ولسمشر غني په مشرۍ د سولې مشورتي بورډ لومړۍ غونډه ترسره شوه چې په کې د بورډ يو شمېر غړو د نامعلوم دليل له مخې ګډون ونه کړ. په دې سربېره چې په یاد مشورتي بورډ کې د سیاسي ګوندونو مشرانو ته ځای ورکړل شوی، خو بیا هم په دې غونډه کې ګڼو سیاسي مشرانو لکه پخواني ولسمشر حامد کرزي، د اوسني ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي، د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار او ځنیو نورو مشرانو ګډون نه درلود.

له طالبانو سره د مرکچي هیئت د ټاکلو په تړاو د ګلبدین حکمتیار تر څرګندونو وروسته د جمعیت اسلامي، حزب اسلامي او وحدت اسلامي ګوندونو استازي وایي، د بین الافغاني خبرو لپاره یوازینۍ لار د سیاسي احزابو له لارې د خبرو پرمخ وړل دي او یوازې ګوندونه کولای شي چې د طالبانو باور ترلاسه کړي. د ګوندونو استازي وایي، د سیاسي احزابو کمېټه، چې د ۲۷ ګوندونو له استازو تشکیل شوې او د هیواد اووه مطرح سیاسي ګوندونه یې رهبري کوي له طالبانو سره د خبرو  لپاره پر مرکچي پلاوي هم بحث شوی.

پوښتنه اوس دا ده چې د کرزي په ګډون ګڼ سياسي او جهادي مشران ولې د سولې مشورتي بورډ په ناستو کې ګډون نه کوي؟

ځينې دليلونه شته چې سياسي او جهادي مشران يې د سولې په مشورتي بورډ کې د ګډون لپاره زړه نازړه کړي دي

لومړی؛ راروانو ولسمشريزو ټاکنو کې چنې وهل

د حکومت لخوا چې د سولې په مشورتي بورډ کې د ګوندونو کوم استازي او جهادي مشران ټاکل شوي دي؛ ډيری يې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره له ټاکنیزو ټکټونو سره په چنو وهلو بوخت دي. دوی هر يو يې په ټاکنيز ټيم کې د لومړي او دویم معاونيت څوکۍ او يا کم تر کمه په راتلونکي حکومت کې د بريالي نوماند په کابينه کې د وزارت په څوکيو په چنو بوخت دي. د دوی لپاره د ولسمشر د معاونيت او د وزارت څوکۍ د سولې په مشورتي بورډ کې له غړيتوبه په سل هاو ځله غوره ده. دوی ځکه د سولې مشورتي بورډ په غونډو کې ګډون نه کوي چې په ټاکنيزو ټيمونو کې د لويو څوکيو په تمه دي.

دويم؛ په سوله کې سياسي بقا په خطر کې ليدل

د سولې مشورتي بورډ يو شمير غړي داسې هم دي چې تل يې د افغانستان له جنګ څخه په يو نه يو ډول ګټه ترلاسه کړې او اوس چې د سولې لپاره امکانات او احتمالات زيات شوي نو دوی ډار لري چې که سوله راشي نو ممکن په حکومت کې د دوی واک کم شي او يا د سياست له صحنې ليرې شي. همدا دليل دی چې د سولې مشورتي بورډ ځينې غړي قصداً د سولې د هڅو د ناکامولو په خاطر په غونډو کې ګډون نه کوي.

درېيم؛ له بهرنيو هيوادونو پورې تړل

د سيمي هيوادونه په ځانګړې توګه ايران، روسيه او پاکستان تل دافغانستان په جنګ ګې خير لټولی او تل يې هڅه کړې چې په افغانستان کې د سولې د هرې هڅې مخه ونیسي. د هيواد په سياسي احزابو او سياسي مشرانو کې ډیری يې داسې دي چې له دغو هيوادونو سره تړلي دي او د همدغو هيوادونو په لارښوونه اوس د سولې د هڅو د ناکامولو هڅې کوي.

څلورم؛ له اشرف غني او اوسني حکومت سره مخالفت

د سولې مشورتي بورډ په غړو کې د حکومت او په ځانګړې توګه د ولسمشر غني سياسي رقيبان هم شامل دي. دوی نه يواځې دا چې د ملي يووالي حکومت د تيرې شوې کاري مودې پر مهال يې له حکومت سره مخالفت کړی دی، بلکې اوس يې هم مخالف دي او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني مخالفان دي او نه غواړي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې امتياز دې د اشرف غني او د ملي يووالي د حکومت په نوم په تاريخ کې ثبت شي. په همدې خاطر د مشورتي بورډ ځينې غړي قصداً په مجلسونو کې ګډون نه کوي.

او دا چې د سولې مشورتي بورډ کوم خاص مالي امتياز نه لري نو دا هم يو دليل کيدلی شي چې ځينې مشران په کې ګډون نه کوي او خپله ګټه په کې نه ويني.

لیکنه : خوشحال آصفي