درمراثی قربانییان زمین لرزه ی مشرق زمیـــن !

امین الله مفکرامینی                   2025-02-09! بدیــــــــده اشکِ ماتم و بدل خونم ز لغزشِ…

اشک قلم 

رسول پویان  اشک قلم به صفحـۀ دل ها چکیده است  صد لاله…

استاد عبدالروف بینوا

استاد بینوا د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه ستر…

کودکانی که کودکی نمی‌ کنند

خیابان، خانه بی‌در و پیکر کودکان فراموش‌ شده! فرشید یاسائی *  ما…

بحران هویت ملی؛ ناکامی ملت سازی و به زنجیرکشیده شدن…

نویسنده: مهرالدین مشید نیم قرن مبارزۀ سیاسی و فرهنگی و تبدیل…

سقراط، تیشه‌زنی به ریشه‌‌ی دانایی

دیدگاهی از مکتب دینی-فلسفی من بیش‌ از این نه می‌دانم. در…

خوشحال خان خټک

د ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو! ګڼ شمېر…

اعلامیه در مورد زلزله‌ی مرگبار در ولایت کنر 

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان  با اندوه فراوان و خشم عمیق از…

“طالبان، شطرنج بزرگ و رؤیای اوراسیایی روسیه”

نویسنده: نجیب الله قاریزاده  najeebulla.qarizada1@gmail.com +447887494441 سقوط حکومت غنی در افغانستان و بازگشت…

حکومت‌استبدادی و افراطی طالبان و ساز و برگ‌های استخباراتی و…

 نویسنده: مهرالدین مشید  از استبداد تا شایعه پراگنی؛ ساز و کار…

   امید زنده گی

زنده گی در همه حالات  بسر می آید گاه به تلخی…

از تو جدا نمیشوم 

نوشته نذیر ظفر 08/28/25 از همه گان جدا شوم از تو…

پرسش ۴: ساختار «پرس‌ومان» چگونه از گفت‌وگو به یک نظام…

-خراسان بزرگ دی‌‌روز، دانش‌مند، دانش و سبک کهنی نسبت به…

قهرمان‌پروری‌های احساسی و سقوط افغانستان در چنگال تروریسم

 نویسنده: مهرالدین مشید از اسطوره‌ پردازی های فریبنده تا بحران سیاسی…

پرسش ۵

از مکتب دینی فلسفی من بیش از این نه می‌دانم نقش…

نتیجه گیری از بحث های شبکه های تلویزونی و تحلیل…

بحث های داغ پیرامون این اقدام پاکستان راه افتید ،…

دموکراسي څه شی ده او سوسیال دموکراسي څه ته وايي؟

دا سوال د ډیرو ځوانانو پر مخ کې پروت او…

نام های بیشمار جنبش روشنگری غرب

Helvitius, C.A.(1715-1771) آرام بختیاری مقدمات: اصلاحات، انقلاب، عدالت، و سکولاریسم. روشنگری، جنبش برابری…

توضیحی بر فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع از…

نوشته از بصیر دهزاد  ‎فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع …

آیا انسان، نسبت به انسان، از ته‌یی دل هم‌دلی دارد؟

پاسخ: محمدعثمان نجیب به نماینده‌‌‌گی از مکتب هم‌دلی!؟؟ شما از موردی پرسان می‌کنید که…

«
»

د دوه مخي سياست نوې بيلګه؛ چين د افغانستان دوست که دښمن

راپورونه وايي، چې د قطر دفتر پلاوي د روان کال د جولای مياشتې په ۱۸ مه نېټه د ملا شېر عباس ستانکزي په مشرۍ چین ته سفر کړی دی. په همدې اړوند د امریکا غږ انګلیسي برخې داسې راپورونه خپاره کړل، چې وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې د چین همکاري غوښتې ده. خو وسله وال طالبان وايي، د قطر دفتر د پلاوي موخه چین ته له سفره د سولې خبرې نه وې. د قطر دفتر یوه غړي یوې پاکستانۍ رسنۍ ته ویلي، چې د جولای د ۱۸مې د سفر موخه په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د یرغلونو او وروستیو لاسوهنو په اړه بحث کول وو او له چین نه غوښتل شوي، چې د سیمې د ثبات د ګډ دښمن په تړاو اړینې پرېکړې وکړي. دا چې د چین او طالبانو ګډ دښمن څوک دی په اړه يې څه نه دي ویل شوي، خو طالبانو ويلي وروستی سفر يې د چین په غوښتنه ترسره کړی دی.

بل لور ته ويل کيږي، چين ته د وسله والو طالبانو د سفر د خبر له رسنيز کيدو وروسته د افغانستان د ملي دفاع وزارت لوی درستيز هم دغه هيواد ته سفر کړی دی. چين ته د قطر دفتر پلاوي له سفر وروسته جنرال قديم شاه شهيم هم د تيرې جمعې په ورځ د چين په لور وخوځيد. د ملي دفاع وزارت د مرستيال وياند محمد رادمنش په وينا؛ چين ته د ښاغلي شهيم د سفر موخه؛ له ملي دفاع وزارت سره د نوموړي هيواد د ځانګړو مرستو او همکاريو پر سر بحث دی.

چين ته وسله والو طالبانو د قطر دفتر پلاوي پټ سفر ګڼې پوښتنې راپيدا کړې دي. چين ته طالبان په خپله خوښه تللي که پاکستان استولي دي؟ چين ته د سفر موخه يې څه ده؟ او دا چې وسله والو طالبانو د دغه سفر موخه د چين او دوی د ګډ دښمن په تړاو اړينې پريکړې يادې کړي دي؛ پوښتنه دا پيدا کيږي چې د د چين او طالبانو ګډ دښمن څوک دی؟

چين له افغانستان سره اوږې تاريخي اړيکې لري خو له پاکستان سره يې هم د لسيزو يارانه شتون لري. چين د خپلو ګټو د تامين لپاره هم افغانستان او هم له پاکستان سره اړيکې پالي خو پوښتنه دا ده چې بیجینګ کابل ته لومړيتوب ورکوي او که اسلام اباد ته؟ چين د کوم هيواد په وسيله خپلې موخې ښه تعقيبولی شي؟

که څه هم په لومړيو کې ويل کيدل چې چين غواړي په سيمه او نړۍ کې د نظامي ځواک پر ځای د اقتصادي ځواک په توګه ځان څرګند کړي خو په سیمه کې د وروستيو بدلونو په ځاګړي توګه له پاکستان سره د امريکې د اړيکو ترينګلتيا او همداشان د هندوستان او پاکستان د اړيکو خړپړوالي ته په کتو يې په ملي ستراتيژۍ کې بدلون تر سترګو کيږي. ځکه اوس په نظامي ځواک کې امريکا او په اقتصادي ځواک کې هندوستان د چين ستر سيالان دي. چين غواړي چې د افغانستان له موقعيته او په افغانستان کې د پاکستان له نفوذه او ورانکارۍ نه په ګټې اخيستنې؛ هم امريکا او هم هندوستان تر خپل لاس لاندې راولي.

پاکستان د چين لپاره په  څو دليلونو د افغانستان په نسبت ډير ارزښت لري.

۱ــ لومړی دا چې پاکستان يو ښه ګوډاګی مکار او غلام هيواد دی، د پيسو په مقابل کې هر کار په هر حالت کې ترسره کولی شي. پاکستان ته دين مذهب او د بل هيواد سره دايمي دوستي ارزښت نه لري بلکې د خپل پوځ او استخباراتو ګټې ورته لومړيتوب لري. او پوځ او استخبارات يې خپل ژوند د بل په بربادۍ او د نورو هيوادونو په ورانکارۍ کې ويني. نو چين هم همداسې يو فکتور ته اړتيا لري چې په هر قيمت وي خپل سياسي رقيبان پرې وځپي.

۲ــ دويم دا چې لويه ترهګره ډله طالبان د پاکستان تر تسلط لاندې ده او په پاکستان کې روزل او تمويل کيږي. طالب د پاکستان غلام دی او په ذريعه يې په سيمه کې هر قدرت ننګولی شي. نو د دې لپاره چې په افغانستان کې پرې امريکا او هندوستان وننګوي؛ پاکستان ته ارزښت ورکوي.

۳ــ چين غواړي د نړۍ لويو قدرتونو ته په ځانګړي توګه امريکي، روسيې او هندوستان ته وښايي چې دی هم د نړۍ يو هژمون قدرت کيدو په درشل کې دی. او دغې هدف ته د رسيدو لپاره يې پاکستان ښه آله ده.

 

پايله :

که څه هم چين په سيمه کې یو اقتصادي او نظامي قدرت دی او افغان حکومت په بهرني سياست او افغان سوله کې د چين همکارۍ ته خوشبينه دی خو په حقيقت کې چين دلته خپلې ملي ګټې تعقيبوي. غواړي افغانستان د خپلو سياسي او اقتصادي سيالانو د ځپلو د ډګر په توګه وکاروي. افغان حکومت بايد د چين رول ته ډیر خوشبينه نه شي ځکه چين او دېته ورته نور هیوادونه د افغانستان او افغانانو غم نه خوري.

افغان حکومت بايد په خپل بهرني سياست کې ډير محتاط واوسي او محتاطانه ګام پورته کړي چې د نورو هيوادو د ګټو لپاره وخت ضايع نه کړي او قرباني نه شي. دا ځکه چې اوس که چيري طالبانو او نورو ترهګرو ډلو چين ته مخه کړې ده، دا د وسله والو طالبانو په خوښه او رضايت نه بلکې د پاکستان په غوښتنه او اشاره يې چين ته مخه کړې ده. ځکه د پاکستان لپاره اوس يواځينۍ ټاکنه چې دوی ترې پيسې شکولی شي هغه د چين هيواد دی. په وروستيو کې د پاکستان د ترهګرې څېرې په ډاګه کيدلو سره؛ له پاکستان سره د نړۍ لويو قدرتونو اړيکې ترينګلې شوي دي او په تش ډاګ پاتې دی. نو پاکستان هم خپله ګټه په دې کې ويني چې له چين سره اړيکې ټينګې کړي او چين هم د پاکستان په وسيله د خپلو ګټو د تعقيبولو لپاره له پاکستانه ګټه ترلاسه کوي.

طالبان له چين سره کومې ګډې اړيکې لري چې ترې د خير تمه کوي او په خپل سر سفرونه ورته کوي؟ نه چين مسلمان هيواد دی، نه له طالبانو سره قومي، ژبنۍ او مذهبي اړيکې لري او نه هم يې هويت سره ورته دی. ځکه د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو دعوه د خلافت او امارت ده او چین د دواړو خلاف دی.  نو طالبان د کوم ګډ فکټور په درلودلو سره له چين سره اړيکې نيسي او افغان حکومت په کومو دلایلو له چین څخه د سولې د راوستو هیله لري ؟

ويلای شو چې چین یوازې دوه مخی سیاست پر مخ بیایې او د افغانانو له غمه مړ ندی. که د افغانانو غم یی خوړلی نو په څلور اړخیزو غونډو کی به یی له خپل نفوذه په استفادې پر پاکستان فشار راوړی و.

لیکنه : خوشحال آصفي