د دونيا رنګ 
		
								طبيـعت دی په قهر شوی
    زه  او  تـــه  ئې لـــيوني کړو                    
د دونيا رنګ بدل شوی
مونږ ئې ټول په اور ستي کړو
د پامير بازان خــواره دي
د  بابا  زمــريـان  ويـده  دي 
هندو کش په سيل لاهو شو
مونږ ئې خپلو کې پردي کړو 
دا امو څپې ، څپې شوې
څه  بې  لارې  قافلې  شوې 
د پــردو ځمکې سير آبه
ورته ګورو خوشحالي کړو
———————–
شاعر : الحاج نجم الدین سعیدي
مهاجرت