کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

از پا افتادگان دور جمهوریت

در خارج چه میگویند ؟ انهاا طوری سخن میرانند که افغانستان…

«
»

د امریکايي پوځیانو وتل او د افغان سولې نوي فرصتونه

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

له افغانستان څخه د امریکا نیمایې پوځیانو وتلو، او پایله کې د امریکا د ټولو پوځیانو وتلو تمه، یوازي د طالب لپاره نه، بلکې د ټول افغان ولس لپاره ویاړ دی، حتی هغوی ته چې تیر ۱۷ کلونه له امریکایانو سره ملګري وو. تر ویاړ پورته، دا هغه غوټه وه چې په تېرو اتلسو کلونو کې يې د پرانیستو رښتینې هڅې نه وې شوې؛ ځکه د سولې بهیر کې هم د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.

ښه ده چې طالب د افغان ولس له ادرسه له امریکا او نړیوالو سره خبرې وکړي، نه یوازي د طالب له ادرسه؛ د دوی راتلونکی له داسي برخلیک سره مخ کولای شي، لکه د ځینو نورو ګوندونو کړنې او جوړښتونه. مهمه دا ده چې له یوه ادرسه د افغانانو په استازیتوب خبرې وشي چې نن طالب په دغه موقف کې دی.

ډاکټر خلیلزاد یوه کورني ټلویزون سره مرکه کې ویلي چې د طالبانو سرې کرښې د بهرنیو پوځیانو وتل او د امریکا سرې کرښې له افغانستان څخه بیا ځل نه تهدید دی. طالبانو په ډیر روښانه ډول ویلي او وایي چې ګاونډیو، امریکا او د نړۍ نورو هیوادونو ته به له افغانستان څخه کوم تهدید او خطر متوجه نه وي.

امریکا چې لا هم فکر  کوي، طالبان به نرمښت وښيي، او یا دا چې ځینو هیوادونو امریکایانو ته ورته ژمنې ورکړي، که د طالبانو په هره کچه او هره مرکچې ډله له امریکایې هیئت سره مخ کیږي، بیا هم د طالبانو غوښتنه به د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وي. او دا د مذاکراتو د پرمختګ لپاره عقلاني او رښتوني غوښتنه هم ده.

که امریکا  په سېمه کې د خپلو پوځیانو شتون غواړي، په دي معنی ده چې امریکا په سېمه کې نا  امني غواړي، پرته له شکه، د امریکایې پوځیانو د شتون له امله به افغانستان کې نور د امریکا د ګټو مخالف هیوادونه لاسوهنې کوي، او نا امني به جریان پيدا کوي. دغه تحلیل اوس ډېره حقیقي بڼه غوره کړې. کله چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون په تړاو د سیمې د هېوادونو اندېښنې وینو، ګومان نه کېږي چې د اوږدمهاله پوځي شتون په صورت کې به دوی خاموشه پاتې شي.

که امریکا  او ملاتړي هیوادونه یې، بیا ځل د مري – اسلام اباد تر خبرو وروسته؛ ناکامه تجربه باندي فکر  کوي، چې په ترڅ کې یې د طالبانو مخکېنی مشر منصور صاحب قرباني شو، نه یوازي د سولې خبرې به ټکنۍ شي، بلکې د ماسکو فورمټ محور لړۍ به لا زیاته قوي، او طالبان به لا زیات جګړې ته مجبوره کیږي.

افغان دولت، امریکا او طالبانو ته په کار ده چې د سولې هڅې کوونکو  نا پېیلو افغانانو سره لا زیاتي مشورې وکړي، هغوی ته تهدید او د هڅو مخه نیول یې هیڅ لوري ته ګټه نه لري.

د دې لپاره چې د سولې مذاکراتو کې پر امریکا / ناټو فشار شتون ولري، په کار ده چې د ماسکو فورمټ غونډو لړۍ دوام وکړي، قوي شي، همدارنګه د  سولې مذاکراتو محورې کېدل او له پاشلو هڅو یې مخنیوي وشي. ماسکو فورمټ هغه د فشار ټکی دی چې ښايي امریکایان مذاکراتو کې ډېر نرمښت ته اړباسي.

که خلیلزاد غواړي چې د سولې هڅې یې منفي ونه ارزول شي، ښه ده چې د افغان – امریکایي پوهنتون بندي استادانو تبادله باندي له طالبانو سره توافق ته ورسیږي.  

امریکا او ورسره ملګري هیوادونه (د افغان حکومت په شمول) فکر کوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندي سېمو کې د ملکي خلکو وژنې او پر کورونو بمبارد  پر طالبانو فشار دی، ولي نتیجه یې کاملاً سرچپه ده، په سېمو کې د امریکا د یاد جنایت له امله لا زیات ځوانان د طالبانو سره ملګري کیږي.

پاکستان پر افغانستان د امریکا د برید له امله هم له امریکا / ناټو څخه ډیر امتیازات واخیستل، اوس غواړي چې د افغان سولې برخه  کې له امریکا / ناټو، طالبانو، افغان حکومت او سېمې هیوادونو څخه امتیازات واخلي، جدي غور په کار دی چې څه ډول د پاکستان د ډیر امتیاز مخه د ښکېلو هیوادونو او ډلو لخوا ونیول شي.

طالبانو له افغان حکومت سره د مخامخ ناستې اړوند شرایط وړاندي کړل، چې افغان حکومت دي له امریکا سره د امنیتي تړون لغوه کیدو اعلان  او له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړي.

دا چې امریکایان له افغانستان څخه د وتلو پر لارو فکر کوي، او کله چې امریکا د وتلو تیاری نیسي، امنیتي تړون هم کوم ارزښت بیا نه لري، که افغان حکومت یې په اړه غور وکړي، سولې ته د رسېدو لاره لنډیږي.

دا خبره واضح کول په کار ده چې طالبانو د افغان حکومت له مهمو چارواکو سره د ښه نیت لېدنې ځینې وختونه شوې، خو د پرمختګ پر ځای لا زیات خنډونه پيدا شوي، او د لیدنو څخه منفي ګټه پورته شوې، او لا زیات پر طالبانو د فشار هڅې شوې.

په کور دننه د سیاسي ګوندونو د یووالي هڅې روانې دي، چې د طالبانو په وړاندي ګډ دریځ ولري، که د مثبت فکر لپاره دا کار وشي؛ ښه ده، او که له طالبانو سره د مقابلې او خپلو شخصي ګټو په موخه وي،  افغان ولس هر وخت د دوی د ګټو قرباني شوی.

د امریکا د ولسمشر ټرمپ پریکړه چې له افغانستان څخه به د دوی نیمایې پوځیان دوو میاشتو کې باسي، د دفاع وزیر مټیس د استعفی یو له نورو لاملونو ګڼل کیږي، همدارنګه ټرمپ د دې مهې پریکړي اړوند له ناټو هیوادونو او اروپایې ټولنې سره هم سلا او مشوره ونه کړه، چې کيدای شي د ناټو غړي هیوادونه هم ماڼیجن او د ورته یوې پریکړې لپاره فکر وکړي.

ځینې انديښنې شته چې قطر هیواد اړیکې به له طالبانو سره په اماراتو کې د وروستۍ غونډې له امله کم رنګه شي، ولي طالبانو د خپل ښه ملګرتوب ازموینه د خپل نظام او په تیرو ۱۷ کلونو کې ورکړي، فکر کوم چې د غونډې اړوند د قطر هیواد رضایت به اخیستل شوی هم وي.

موږ سوله د جګړې د ختم او هر افغان ته د سولې او امن  لپاره غواړو، طالبانو ته په کار ده، که امریکایې پوځیان له افغانستان څخه وځي، خپلو سیاسي او نظامي رقیبانو ته څه ډول د ګډوډۍ او غچ اخیستني څخه د مخنیوي ډاډ ورکولای شي. او بیا ځل وسلوالې ډلې د خپلو شرایطو پر بناء د  مجبوریت له امله جګړې کولو ته مخه نه کړي.

په کار ده چې افغانستان د نړیوالو لخوا بیا ځل هیر نه شي، او که امریکا پلان لري چې له افغانانو خپل غچ واخلي، نو کورنۍ جګړې ته به لمن ووهي، د مخنیوي لپاره یې تر ټولو ستر مسؤلیت طالب، افغان سیاستوال او په ټوله کې افغان ولس ته راجع کیږي.

په دي حساس وخت کې د طالب هره څرګندونه  او کړنه باید په حساب وي، د دوی څرګندونو ته په کور دننه او بهر ټول متوجه دي، باید په خپلو څرګندونو کې سولې ته رسیدو، او ولسونو ته ډاډګیرنه ولري.