پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

 شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان

اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

«
»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرتابه پلاوي د کندهار له والي سره وکتل

3.jpg wordt weergegeven

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د لومړي مرستیال  ښاغلي الحاج خان جان الکوزي په مشری او د خونې د سوداګریز مرستیال ښاغلي الحاج محمد یونس مومند، د خونې د مدیره پلاوي غړی ښاغلي الحاج نظام الدین تاج زاده او د یو شمېر افغان او پاکستاني سوداګرو په ګډون  د کندهار ولایت والي ښاغلي ډاکټر محمد همایون عزیزی سره د قوس د میاشتي په ۱۸ مه نېټه د پنجشنبې  په ورځ د هغه په مقام کې وکتل.

په پېل کې ښاغلي الکوزي د مننې تر څنګ د سارک د سوداګرۍ خونې د ۳۲ مې کلیزې په اړه جوړه شوي کنفرانس او د افغانستان او پاکستان د سوداګریز کنفرانس په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

ښاغلي الکوزي وویل: (په دغه کنفرانس کې د دولتي چارواکو په شمول تر ۴۰۰ تنو ډېرو افغان او پاکستاني سوداګرو ګډون درلود، چې د نورو موضوعات تر څنګ د افغانستان او پاکستان په سوداګریزو ستونزو، فرصتونو او حل لارو هم خبرې وشوې. ) ښاغلي الکوزي زیاته کړه: ( د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د خصوصي سکتور په استازیتوب ستاسو له ښو کړنو او د خصوصي سکتور سره د دوامدارې مرستي په پار له تاسو څخه مننه کوي.)

ښاغلي عزیزي د ښه راغلاست او کوردانۍ تر څنګ خصوصي سکتور سره د دوامدارې مرستې ډاډ ورکړل او غوښتنه یې وکړه، چې دا ډول کنفرانسونه باید په کندهار ولایت کې نورې هم جوړې شي.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه: ( له نېکه مرغه دا مهال په کندهار ولایت کې امنیت د پوره ډاډ وړ دی او زموږ هڅه دا ده، چې د تجارت، صنعت او نورو اساسي برخو رغولو ته پراختیا ورکړو. موږ له سوداګرو سره هر ډول مرسته کړې او بیا هم ژمن یو، چې په دې برخه کې پوره همکاري وکړو.)

په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې لخوا د خصوصي سکتور په نمایندګي والي صاحب ته د هغه د ښو کړنو په ویاړ ستاینلیک هم ورکړل شو.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرتابه پلاوي د کندهار له امنیې قومندان سره وکتل

1.JPG wordt weergegeven

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د لومړي مرستیال  ښاغلي الحاج خان جان الکوزي په مشری او د خونې د سوداګریز مرستیال ښاغلي الحاج محمد یونس مومند، د خونې د مدیره پلاوي غړی ښاغلي الحاج نظام الدین تاج زاده او د یو شمېر افغان او پاکستاني سوداګرو په ګډون د کندهار ولایت له امنیې قوماندان لوى پاسوال عبدالرازق سره د قوس د میاشتي په 17 مه نېټه د پنجشنبې  په ورځ په کندهار کې وکتل.

په دغه ناسته کې ښاغلي الکوزي د افغانستان او پاکستان د ګډې خونې په اړه معلومات وړاندې کړه او له ښاغلي عبدالرازق څخه د امنیت د ټینګښت او خصوصي سکتور سره د مرستي له امله مننه وکړه.

ښاعلي مومند د ښاغلي عبدالرازق هڅي وستایلي او په کندهار ولایت کې د سوداګرو شته ستونزې ورسره شریکې کړې.

د یادونې وړ ده، چې د کرښې د دواړو خواوو د سوداګریز تواصل په کنفرانس کې ښاغلي عبدالرازق د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا د هغه د ښو کارونو له امله په ستاینلیک وستایل شو.

صیام الدین پسرلی