د افغانستان د بحرانه د وتلو يوازني لار

اشرف غني او معاونين يي د بحران ختمول نه غواړي بلکه وخت کمايي کوي او ۵ کاله پوره کوي وګوري. د ( ع او غ )، په ۵ کالو کي ما دغه مطالب لس واري پيشنهاد کړي ولي يي نه دي عملي کړي ::-
۱- د مکلفيت عسکري دوه کلنه دخدمت دوره ټول تفصيلات يي ليکل شوي يو نني سرباز بيکاره نه پاتي کيژي بلکه د اشغالګرو له منت نه خلاصيږو ؟؟؟؟
۲- د کڼړ او کوکچي او پنجشير دسيندو د پاسه دبرق لوي بندونه زموږ خلک د ګرمي او يخني نه خلاصوي اوبيکاري لغوه کوي او توليدات صنايع دستي و ثقيله ته لاره خلاصوي عينک او حاجيګک فعاليژي.؟؟
۳- معادن ټول ملي او ۵۰۰۰۰ نفري قواي کار د وزارت دفاع په چوکات کي د محافظينو او استخراجونکو اوپرو سس کونکو په حيث وګماري زموږ بودجه پورچه کوي؟؟
۴- اشغالګرو ته يوه مياشت وخت ورکړل شي چي مخونه ورک کړي؟؟
۵- د وطن طبعي ګاز په روسيه خرڅ او د روسيي نه د دکتور نجيب الله د وخت وسلي ، محاربوي تخنيک هوايي او زميني اخيستل او پخواني پيلو ټان بيرته جذبول او دشمن په ظرف د ۶ مياشتو کي ختمول ؟؟؟
۶- نوي اتلافي حکومت جوړول چي نويي څيري وي پکي ، (( جهادي نوي پاکي تحصيل کرده څيري – دطالبانو نوي تحصيل يافته څيري – په شمول د پرچميانو او خلقيانو نويو څيرو نه – بيطرفه افغانان د خارج او داخله چي دهر وزارت له پاره متخصص او مسلکي سړي و ټاکل شي ، نا ګفته نماند چي زاړه کفن کشان ” حامد کرزي ، اشرف غني ، عبدالله عبدالله ، ګلبدين ، سياف ، محقق ، خليلي ، دوستم ، او ددواړو ريس جمهورانو د کابيني يو غړي هم نوي پکي ))، د اشغالګرو د وزيرانو خارجه ، ناتو غړو هيوادو سفيران او جنرالانو ، پاکستان ، ايران ، هند ، روسيي او چين او اعرابو يو فرمايش او خواهش ونه منل شي حکومت جوړ شي ؟؟
۷- د هرات د سمنټو فابريکه – د حاجي ګک فولاد – دعينک ميس – د کرومايتو لويه تصفيوي فابريکه په لوګر کي – د ليتيمو تصفيوي فابريکه په نورستان يا دايکنډي کي – د يورانيمو تصفيوي فابريکه په هلمند کي – د هرات بادي برق توليد – څلور مسلخونه ، په کندز ، هرات – مشرقي او پکتيا کي چي ( کلبسه يا سلومي ، ساسج ، او نور خوراکي شان د غوښو د پروسس په شمول تولي عملي کړي ؟؟؟؟
۸- د معادنو نه د قيمټي ډبرو غمي لکه ( زمرد ، لاجورد ، لعل پيازي ، يخک ، ياقوت ، بيروچ ، فيروزه ، کهربا ، شامقصود ، الماس ، طلا ، وغيره فابريکات په بدخشان – کابل – وردګو – قندهار )،کي جوړ چي هم يو نفر بيکاره نه پاتي کيژي او هم په ملياردو دالر خزاني ته لويږي ؟؟؟
۹- په هرات او پروان کي د (( بيرو ، واينو ، ودکا ، ويسکي ، برندي ))، فابريکات جوړول او شراب په افغانستان کي جدا ممنوع اعلانول خو ددي څخه سالانه په ملياردو ډالر اسعار لاس ته راوړل ؟؟؟
۱۰- د مزار – کندز – بغلان – قندهار – هلمند او هرات ولايتو کي د پختي د سرت او تارو د توليد او تيکو د جوړولو ، دنباتي غوړيو – صابون – کاغذ تشناب او سلفيتکي – چګت – او يوي ، يوي ۵۰۰۰ نفري چي ۲۵۰۰ يي ښځينه وي د ورځي شفت او ۲۵۰۰ يي نارينه وي د شپي شفت کار وکړي تيکو د توليد فابريکات جوړول او جمعا تخمينا ۵۰۰۰۰ تنه کار ته جذبيژي ؟؟
۱۱- د کابل شهر کاناليزاسيون په داسي حال کي چي د کابل سيند تر خيټه لاندي يو تونل په ارتفاع د ۳ مترو او عمق د دري مترو د پغمان د دوراهي چلتن د پله نه شروع تر تنګي ابريشم پوري وکني ؟؟؟؟؟
هيواد وال چي په راديو ګانو – تلويزيونو – جرايدو او اخبارو – او يوټوب – فيسبوک – تويټر – کي مصروف دي پورتني مضمون ريس جمهور اشرف غني ته او معاونينو ته يي او وزيرانو او شاروال سلطانزوي ته ورسوي چي دغه کارونه افغانستان له بحرانه اوباسي ؟؟؟؟؟؟؟