عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

«
»

جان مکین طرحه جوړه کړه؛ افغان حکومت بايد څه وکړي؟

د امریکا د سنا جرګې د دفاعي کمېټې مشر مخکښ سناتور جان مکین یووار بیا د افغانستان د لانجې د حل لپاره پر پاکستان د فشار غوښتنه کړې. مکین، د امریکا سنا جرګې ته د یوې طرحې د وړاندې کولو په ترڅ کې ویلي «که پاکستان د افغانستان پر خلاف د سختدریځو او تروریستي ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي، باید په تدریجي ډول پر پاکستان دیپلوماتیک، پوځي او اقتصادي فشارونه زیات شي.» بل لور ته متقاعد جنرال توماس مک اینرني هم ويلي چې پاکستان د افغانستان د ناامنۍ مسوول دی او ترڅو چې پر پاکستان فشار ډېر نه شي افغانستان ته د نورو ځواکونو په لېږلو هم د دغه هیواد ستونزه نه حل کېږي. نوموړي زياته كړه، د پاکستان د بلوچستان ایالت په نهو مهمو ښارونو کې د تروریستي ډلو مالي او پوځي ملاتړ کېږي او په ښکاره کسان ورته جلبېږي.

دا لومړی ځل نه دی چې مخکښ امریکايې چارواکي او سياستمداران د پاکستان پر ضد څرګندونې کوي؛ بلکې له دې کابو مياشت وړاندې د امريکا د پوځ متقاعد جنرال لاورنس سلين ويلي و تر هغو چې پاکستان د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي، امريکا به د افغانستان په جګړه کې بريالۍ نه شي. نوموړي ویلي و، قومي بېلتونپالي د پاکستان د کمزورۍ لوی ټکی دی چې امريکا ترې ښه ګټه اخيستلی شي. لاورنس د ډيورنډ کرښې هاغاړې پښتنو ته په اشارې ويلي و له افغانستان سره د ټولو پښتنو يو ځای کول د جګړې په ختمولو کې ګټور دي.

د امريکايې سياستمدارانو تر څنګ پخپله ځينو پاکستاني چارواکو هم د افغانستان د مسلې د حل لپاره پر پاکستان د فشار غوښتنه کړې ده. کابو يوه مياشت وړاندې، د امریکا متحدو ایالتونو لپاره د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني ويلي و، که امریکا په افغانستان كې ثبات او بريا غواړي پر پاكستان دې فشار زيات كړي. نوموړي زياته کړې وه د طالبانو مشران اوس هم په پاکستان کې دي او له هغه ځایه د افغانستان پر خلاف عملیات رهبري کوي. حقاني ويلي و له پاکستان سره د امریکا تشویقي مرستو نتیجه نه ده ورکړې او اوس هغه وخت راغلی چې امریکا د افغانستان په اړه په خپلې نوې تګلاره کې پر پاکستان فشار وارد وکړي.

دغو څرګندونو ته ورته څرګندونې د افغان سياسيونو تر څنګ افغان حکومت هم له وړاندې په بار بار کړي دي خو په عمل کې تر ننه نه کوم بهرني لوري او نه افغان حکومت داسې اقدام کړی دی چې پاکستان په واقعي توګه تر فشار لاندې ونيول شي او اصلاح شي. دا سمه ده چې په افغانستان کې په هر بحث او غونډه  کې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کيږي، ولسمشر په نړيوالو سټيجونو کې د پاکستان مساله راپورته کړې ده خو په حقيقت کې تر اوسه د ولسمشر غني چيغو تر اوسه نړيوال او حتی خپل څو خواخوږې په دې نه دي قانع کړي چې پاکستان د افغانستان د ټولو بدبختيو لامل دی او بايد د دغې سرطاني دانې د لمنځه وړلو لپاره لاس په کار شي. دا چې په کور دننه حکومتي دستګاه ضعيفوالی يې لامل دی او که حکومت سالمه بهرنۍ تګلاره نه لري؛ په دې نه غږيږو. خو اصلي خبره دا ده چې اوس بايد څه وشي؟

هر افغان او د افغانستان هر بچي ته دا حقيقت په ډاګه شوی دی چې زمونږ د بدبختۍ، کمزورۍ، بربادۍ او ناکامۍ لامل يواځې او يواځې پاکستان دی، فرد فرد مو په دې پوهيږي چې په افغانستان کې د هرې ورانکارۍ، د هر بريد، د هرې غميزې او د هر درد تر شاه د پاکستان لاس دی. حتی اوس تر يوې کچې نړيوالو او آن په خپله پاکستانيانو دا حقيقت درک کړی دی چې پاکستان د افغانستان لپاره د دوست په جامه کې زهريله  دښمن دی. خو دا تشې چيغې او نارې وهل نور ګټه نه کوي او بايد د عمل په ډګر کې د پاکستان د اصلاح لپاره لاس په کار شو.

اوس مو له نيکه مرغه تر ډيره بهرني او نړيوال همفکره او همنظره پيدا کړي دي چې افغان حکومت يې د غږ په غبرګولو سره کولی شي د مسالې تر اصلي حل ځان ورسوي. اوس چې په امریکا کې د پاکستان پر ضد دريځونه ورځ تر بلې ډيريدونکي دي نو د افغان حکومت لپاره طلايې چانس دی څو د پاکستان پر ضد لابي ګيري وکړي. اوس د افغانستان د ټيکاو اړوند د جان مکين طرحه يوه زرينه نسخه ده چې بايد زمونږ حکومت ورته لابې ګيږي وکړي. افغان حکومت بايد په امریکا کې له افغان سفارته په استفادې په امریکا کې د پاکستان ضد دريځ پياوړی کړي. داسې چې هلته افغان سفارت دې له بيلابيلو امريکايې چارواکو، د سنا غړو او د امريکا په سياست کې له مخورو سره دې کينې او د جان مکين طرحې ته دې لابي ګيږي څو دغه طرحه له سنا پاس شي او په عمل کې پر پاکستان فشار راوړل شي.

لیکنه : خوشحال آصفي