بحران مالی سازمان ملل و فاجعه انسانی در افغانستان

آزمونی برای تعهد جهانی به انسان‌دوستی و چندجانبه‌گرایی سازمان ملل متحد…

میراث سکاها در شاهنامه فردوسی: سیستان، سجستان و ایران

- دکتر بیژن باران مقدمه: شاهنامه و جغرافیای هویت ایرانی. شاهنامه…

تروتسکی در تاریخ اندیشه سیاسی چپ

leo Trotzki ( 1879- 1940 )  آرام بختیاری سنت ترور سیاسی با…

پاسخ  ما

میر عبدالواحد سادات پاسخ  ما  : بر مبنای وجدان ملی و ندای…

قهرمانی تیم فوتسال؛ نمادی از وحدت ملی و امیدی برای…

نویسنده: مهرالدین مشید شگفتن گل های لیخنند در سرزمین به تاراج…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش چهارم و آخری)  ۷. ویژگی‌های فرهنگ سیاسی مطلوب برای…

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش سوم) ۶. چالش‌ها و راهکارهای تحول فرهنگ سیاسی در…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش دوم)  ۴. وضعیت کنونی کلتور سیاسی در افغانستان در پرتو…

بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

«
»

بین الافغانی مذاکرات، د جمهوریت ظرف چې خالي به پاتی شي!

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع

د امریکا شل کلن یرغل، نیواک او استعمار زموږ له ملت څخه د پیړیو خوښې، سکون، فرصتونه، ارمانونه او د ګډ سباوون او ګډ افغانستان جوړولو سپېڅلي هیلۍ تالا کړې، دربدره یې کړل، تر کورګډې ورسېدل او د یوه ملت هر جدجهد یې په بلواکۍ لاهوه او محکوم کړل.
په همدې موخه امریکا او ملاتړو یرغلګرو سفارتونه ته یې په کابل کې موږ د جاسوسۍ د تولید ، د نفرتونو د خپرولو او د تپلواکۍ د دوام او روزلو ځالي بولو او پدې باور یو چې تر کله هم د دوی کرغېړن وجود پایته ونه رسیږی، د دې سفارتونو او سیاسي استازولیو شتون افغان ملت، زموږ ازادۍ او حتی د دې خاورې عزت او د تاریخ عزمت ته سپکاوی ده.
ولي زموږ د دې افغان درک خلاف، پر امریکایی لات او عزاء تکیه کوونکي او له بهره وارد شوی او یا د هغوی پر شتون کې د زردارو خاوندان بیا داسي نه انګیری، پر جګړې ټینګار کوی، افغانستان امن او ګل ګلشن ګڼې لا اوس هم د پردو شتون د وطن د بقاه په نوم تفسیروی او طالبان د امریکایی او پردېو شرایطو منلو ته رابولی، سولې ته خنډونه راولاړوی او بلاخره لا اوس هم د پردو وسیله او د افغان دریځه د اروپا او امریکا د بلچارو او ورځچارو ګټو توجیه کوونکې دی.

خبره تر بین الافغاني مذاکراتو او په دوحه کې د افغان مذاکراتی پلاوی د یوه تن غړی تر خبرو او دلته په کابل کې د ډاکتر غنی جمهوریت په نوم آمریت د بانی لومړی مرستیال صالح تر هغو ویناوو او دریځونو را یاده شوه چې وایی جمهوریت ورته سره کرښه ده، د اساسی قانون له بابونو نه تیریږو، ښځی دې هم د میوندو ملالي په څیر نه بلکي د پرموټ حقونه دې ورته خوندې وی، لنډمهاله حکومت هم نه منو او د ۲۰۰۱ کال په څیر چې طالب ته یې یوازی د مرګ او زیندان انتخاب ورکړې وو.
اوس د جمهوریت امریکایی لوښې ګرزوی او د غنی د مذاکراتی پلاوی غړی ډاکتر امین احمدی په خبره یې چې دوی قطر ته تللی ترڅو دغه غټ ظرف ډک کړې.

واقعیت او د جمهوریت د ظرف لیږدونکو ظرفیت:

د جمهوریت د ظرف ( لوښې) ډکوونکو د هواه ګزوونکو دریځونو خلاف د افغان ـ امریکا جګړې د پایته رسولو پرمهال له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو پرمهال ډېر داسې دریځونو مات شول چې د جمهوریت د بقاه، حیثیت او تعریف په دریځ کې د جمهوریت اوسني خیالی شرایط له پیله ناقیص، مات، بی ارځښته او د یوه عادې امریکایی فشار په پایله کې دړې وړې شوی دی.
د بېلګي په توګه د جمهوریت د مدافعانو استدلال دا وو چې روانه جګړه بین الافغانی ده بنا طالب باید یوازی د افغان حکومت سره خبرې وکړې، له امریکا سره د خبرو کول یې خیالی بحث بلل، مګر امریکا لاړه له طالب سره یې خبرې پیل کړې، د خبرو پرمهال یې دا ډنډوره غږوله چې امریکایان غواړی د بین الافغاني خبرو لپاره لاره پرانیزی کنه د طالب اصلی طرف خو دوی دې او که امریکا داسی ونه کړې نو داپدې مانا چې زموږ خپلواکي ته سپکاوی کړی، امریکایانو نه یوازی له طالب سره د خپلو عسکرو د وتلو بحث وکړ بلکي یوه داسې هوکړه یې ورسره لاسلیک کړه چې نړېوال مشروعیت یې خپل کړل، امنیت شوراه هغه ومنله، سترو قدرتونو کاناډاه او اروپا هغه تایید او روسیې، چین، امریکا او ایران یې پر ملاتړ مشترکي اعلامیی صادره کړې او پدې هوکړه کې امریکا او یرغلګرو ملاتړو یې حتا له طالبانو سره د سولې وروسته افغانستان په حکومتواله او د نظام د ډول په څرنګوالي هم د افغانستان د اسلامی حکومت په نوم ومنل او لدې سره د امریکا په فشار د جمهوریت مدافعانو د طالبانو زرګونه اسیران چې یوازی د وطن د آزادۍ په ګناه، د امریکایی نیواک د نه منلو په سزاه او د پردو د شړلو په تور نیولی وو ازاد کړل.
پدغه جریان کې د طالبانو د انشعاب او پاشلو ظالمانه هڅې چې د داعش په څیر د وحشتکارو تکفیری ډلو رامنځته کول یې بېلګه ده وشوې، ملا منان نیازی یې د ملی امنیت د اپراتیفی پیسو په زور د هرات په دښتو کې یاغی ګرې ته وهڅول، د طالب رهبرانو په نښه کولو کې یې همکاری وکړله، د جګړې د ګټلو په پاره د بمونو د مور په نوم بمونه وکارول شول، د جګړې اعلانونه وشول، بندیان بمبارد شول او د ولسمشر د لومړی مرستیال صالح دنده د یوه اپراتیفی جاسوس غوندې د ارګ د مرستیالي په ځای د طالب غندلو، بد پیژندلو او د سولې او آمن خلاف د پریزنټیشن ورکوونکې ته تنازل وکړ.

دغه ډول امنیتی کردارونه، د جمهوریت په نوم امریتی دریځونه، چارې او دسیسې د دې ښوودنه کړې چې د طالب دا باور چې که په افغانستان هر ډول بدلون راځی نو هغه د یوه نوی نظام او جوړښت د راتګ څخه بغیر ناممکن او محال دې.
داځکه د جمهوریت دا پردې ظرف او د ظرف لیږدونکو ظرفیت د سیال او خپل اختیاره افغانستان له سترې سینې او تاریخی عزت او عزمت څخه خوراه وړوکې، محدود او کوچني ده.
پر همدې بنسټ د جمهوریت په نوم د امریتپالو مخینۍ، مقاومت او ظرفیت ته په کتو، پدې باور یم چې په دوحه کې د جمهوریت ظرف به کله هم ډک نه شي، بلکي مات به شی، ټوټه ـ ټوټه به شي او د تاریخ خځلدانې ته به واچول شي.

افغانستان د یوه تاریخ او افغانان د یوه غښتلی ملت په توګه د پراخی تمدنی شتمنۍ لرونکې دی، دوی به ان شاءالله ډیر ژر پرخپلو بنسټونو، روایتونو، مزاجونو او د خپل حال او ظرفیت او ظرافت په وجود کې د یوه سوچه اسلامي، یوه مقتدر سیاسي او یوه ټول منلي ملي نظام او سیال حکومتواله څښتنان شي.
درنښت