نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

بد مرغه حریص

 په کوم ځای کې کوم حریص ډیرپیسه دارشو
د ارګاه ، بارګاه  خاوند شو ښه  مالدار شو
  تل مدام به يې خوراک، پـــوښاک نا  سم وه
په مصرف دهر درهم  بـــه ناست په غم وه
یوه ورځ  خپل  ذخیرې ځینې پـــه ډار شو
د پیسو  خـــوندي کیدو تـــه یې  تلوار شو
په دې فکر چې خدای مکړه غل به را شي
مال ، پيسې او دارایی بـــه یــې  تالا شي
سوچ یې  وکـــړ چې چاره ورته پکار ده
د پیسو خـــوندي کـــول یې  سمه  لار ده
پس له ډیره فکر ، هوش  پدې نظر شو
د پيسو د خښیدو خیال  یې پـــه سر شو
په کوم ځای کې سړي خښې خپل پیسې کړې
 خښې څنګ ته یې  ډبرې هم دوه درې کړې
هره ورځ  به دغه ځای ته تلو ، راتللو
د خپل زیرمې حال ، احوال  یې اخستلو
یوه ورځ  په سړي لوی غل  برابر شو
په سړي او په دې ځای باندې شګبر شو
غل پـــه پټه باندې راغی دغه ځای ته
په دقت یـــې نظر وکړه  سر ا پای  ته
 د دې ځای پـــه را سپړلو باندې سر شو
د پیسو  پـــه هغه زیـــرمـــه برابر شو
چې یې ولیدې پيسې ډیره شو خوشاله
په څادر کې یې کړې تاوې بې مجاله
ټول پیسې ، دولت یې  واخسته روان شو
د روزګار له چانسه خوښ هغه زمان شو
بله ورځ چې حریص راغی ځای لیدو ته
خپل د ګنج  حال او احوال معلومیدو ته
چې ښه ځیر شو سړی لاړه وارخطا شو
خپل پيسو او دارائي تـــه په سودا شو
په ژړا  پـــه فغان سر شو  په نارو  شو
په دې کار شو پښیمانه  په سلګو شو
په دې وخت کې یو ملنګ تیر شو په لار
چې یـــې ولید سړی ډیر دی نـــا قرار
ورته وویل : چې په  څه ته  ازرده یې؟
پـــه ژړا په نارو سر داسې  غصه یې؟
سړي وویل: چې تباه شومه برباد یم
ټول هستې یې رانه وړې زه ناښاد یم
پدې ځاي کې ما  پيسې وې خښی کړې
ما د غلو د ویرې دې ځای کې ساتلې
کوم  ظالم پرې برابر دی ټول یې وړي
نه حبه نه کوم دینار ترې  پاتې شوي
دا زما د پوره ژوندون ټوله هستې وه
چې پیدا مې په زحمت او ډیر سختي وه
اوس برباد شومه هستي مې ټول تباه شوه
 په ما جوړ دی  بد حالت دا مې سزا شوه
ملنګ وویل : چـــې پدې مـــه خفه کیږه
مشوره زمـــا نه واوره غصه پریـــږده
لاړ شه ډکه بوجـــۍ تیګې کړه تر پایه
دلته یې خښې کـــړه له ځانه سره وایه
چې زما پیسې هیڅ ندی چا غلا کړي
بس همدلته ما په دې ځای کې ساتلي
هره ورځ دلته راځـــه زړه دې پخلا کړه
خپل زړګې  پـــه همدې تیګو تسلا کړه
تا خو ټول عمر پيسې دي ټولې کړي
له سختی  دې پدې ځای کې خښې کړې
ښه به دا وای چې تا ښه ژوند  تیرولای
 خپل پيسې  دې  په ښه لار مصرفولای
دا ژوندون  همدا  موقعه  ده چې تیریږي
خدای خبر دی چې سبا ته به څه  کیږي؟
دا چې ژوند کې جواز نشته د اسراف
حریص هم ګڼه  بد مرغه ، بې انصاف
———————–
سمیع الدین افغاني
۷ – ۳ – ۲۰۱۶