دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

«
»

اوولس ټیمونه؛ کوم ټيم معياري دی؟

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو لپاره که څه هم کابو سلو تنو معلوماتي بستې له ټاکنو کمېسيون څخه اخيستې وې خو د ولسمشرۍ لپاره اوولس تنو ځانونه نوماندان کړل. په دې کې داسې څېرې هم شته چې د افغانستان په تېرو درې واړو ځلونو ټاکنو کې نوماندان پاتې شوي او ناکام شوي دي خو بيا هم د څلورم ځل لپاره يې ځانونه نوماندان کړي او خپل بخت ازمايې. همداشان داسې نوماندان هم شته چې دوه يا درې ځله يې ځانونه نوماندان کړي.

ښاغلی عبدالله عبدالله هغه نوماند دی چې په تېرو درې واړو دورو کې يې ځان نوماند کړی خو ناکام شوی دی او دا ځل يې بيا هم ټاکنيز ټیم جوړ کړی دی. همداراز عبدالطيف پدرام، زلمی رسول، حکيم تورسن او ځينې نورو هم په تېر کې ولسمشرۍ ته نوماندي تجربه کړې او په کې يې د ناکامۍ خوند څکلی دی. خو دا چې دا ځل په تېر کې ناکام شويو نوماندانو يو ځل بيا ولې ځانونه نوماندان کړي دي؛ بېلابېل عوامل لري خو لوی باور دا دی چې ممکن د ځان د مطرح کولو او بيا د څوکۍ لپاره له بل نسبتاً بريالي ټيم سره د يو ځای کېدلو لپاره وي.

د اوسنيو اوولسو نوماندانو جوړښت ته که وکتل شي؛ ډیری يې داسې دي چې د شخصي، ګوندي او قومي ګټو پر اساس رامنځته شوي دي. په دوی کې داسې خلک هم شته چې په تېر کې يو د بل کلک مخالفان و او حتی د يو ولایت د سقوط کولو تورونه هم پرې ولګېدل، د داعش او طالب د ملاتړ تور يې پرې لګولو خو نن په هماغه ټیم کې دی او په دې تمه دی چې که ټيم يې بريالی شي نو دی به صدراعظم ټاکل کيږي.

همداشان داسې کسان هم شته چې سر له اوسه يې په اساسي قانون معامله شروع کړې ده. سر له اوسه د اساسي قانون خلاف د ولسمشر لپاره د درېيم مرستيال د رامنځته کولو يادونه کړې ده. همداشان د اوولس ټيمونو له جملې ډیری يې د اساسي قانون خلاف د صدارت څوکۍ رامنځته کول غواړي، د ځينو خو آن داسې غږيز کليپونه هم راووتل چې د اساسي قانون پر سر د معاملې او د صدرات څوکۍ رامنځته کولو پر سر يې د ولسمشرۍ له نوماند سره پټ تفاهم ليکونه لاسليک کړي دي.

د ولسمشرۍ نوماندانو لویه برخه يې داسې دي چې د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره هيڅ ځانګړی پلان او برنامه نه لري، يواځې د خپلو شخصي، ګوندي او قومي ګټو پر اساس راټول شوي او يو ټاکنيز ټيم يې جوړ کړی دی. په دغو ټولو کې يواځينی ټيم چې باور پرې کېدلی شي او د جوړښت له مخې هم د تخصص او تجربې لرونکې دی؛ هغه د اوسني ولسمشر غني ټيم دی.

د ولسمشر غني د ټاکنډلې ځانګړتياوې

که څه هم د ټولې نړۍ په ټاکنو کې هيڅ داسې نوماند نه پيدا کيږي چې سل په سلو دې کاملاً ټول ولس ته د منلو وړ وي او يا دې سل په سلو روغ سلامت ټيم  واوسي. ځکه په يوه کورنۍ کې هم چې ډېر اولادونه ولري نو پلار يې ټولو اولادونو ته يو شان ګران نه وي. خو ځينې د اشرف غني ټيم ځانګړتياوو ته په کتو دغه ټيم د نورو په پرتله قوي، تخصصي او د هيواد اوسنيو شرايطو ته په کتو وړ ټيم دی. دلته يې فقط ځینو لويو ځانګړتياوو ته اشاره کوو.

لومړی؛ تخصص او مسلکي توب

د ولسمسر غني تخصص او زده کړې ټولو ته معلومې دي چې د بیروت په امریکایي پوهنتون کې په لوړو نومرو د سیاسي علومو په برخه کې لیسانس او ماسټرۍ اخیستې ده، دوهمه ماسټري یې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د امریکا له کولمبیا پوهنتون څخه تر لاسه کړې او وروسته یې په یاد پوهنتون کې د وګړپوهنې په برخه کې د دوکتورا ترلاسه کړې ده. په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸میلادي کلونو کې د امریکا له سکرانټن او د کاناډا له ګلف پوهنتونونو څخه دوې افتخاري دوکتوراوې هم تر لاسه کړې دي. دغه راز د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارونو کې یې د یوه کال لپاره د نبوي سیرت زده کړې هم کړي دي. په ټوله کې ويلای شو چې غني يو ښه سياست مدار او ښه مدير دی.

لومړی مرستيال يې امرالله صالح هم د تاجکستان پوهنتون د سياسي علومو له څانګې فارغ دی، طالب ضد څېره ده، د افغانستان په نظام کې په بېلابېلو لوړو څوکيو يې کار کړی دی. تر ټولو ښه ځانګړنه يې دا ده چې د پاکستان ضد دی او د پراخو استخباراتي معلوماتو لرونکی دی.

دويم مرستيال يې سرور دانش هم د لوړو زده کړو څښتن دی، قانون پوه دی، په اسلامي فقه او معارف کې ماسټري لري، د حقوقو او اسلامي معارف کې ليسانس يې کړی دی. د ولسمشر د يوې دورې د مرستيالۍ تر څنګ په نورو بېلابېلو دولتي لوړو څوکيو يې کار کړی دی. او تر څنګ يې د جهاد او مقاومت په دوره کې هم د مجاهدينو په ليکو کې ښه رول درلودلی دی.

دويم؛ قومي اعتدال

د ولسمشر غني ټيم د دې تر څنګ چې يو علمي او تخصصي ټيم دی؛ په کې قومي اعتدال هم په نظر کې نيول شوی دی. پخپله محمد اشرف غني د پښتون ستر قوم تر څنګ د نورو ټولو قومونو نمايندګي کوي، د تاجک قوم په نمايندګۍ په کې امرالله صالح ته ځای ورکړل شوی دی، د هزاره قوم په نمايندګۍ په کې سرور دانش ځای لري، د ترکمن قوم په نمايندګۍ په کې ثريا دليل ته ځای ورکړل شوی دی او همدارنګه د هيواد نور کم نفوسه قومونو استازي يې هم په ټیم کې ليدل کيږي. په داسې حال کې چې په نورو انتخاباتي ټکټونو کې دا انډول په نظر کې نه دی نيول شوی.

درېيم؛ تجربه

په خپله ولسمشر غني د افغانستان په سياست کې تر ډېره دخيل پاتې شوی دی، تر څنګ يې مرستيالان هم هغه څوک دي چې په تېر کې په مهمو دولتي څوکيو يې دندې اجرا کړي دي او په کې تر ډيره بريالي دي. ښه بېلګه يې د کورنيو چارو وزارت پر مهال په دغه وزارت کې د امرالله صالح لخوا اصلاحاتو راوستل يادولی شو. د غني نور سيال ټيمونه هم په حکومتي پوسټونو د دندې ترسره کولو تجربې لري خو دومره په کې بريالي نه دي لکه څومره چې د اشرف غني د ټيم غړي بريالي دي.

لیکنه : خوشحال آصفي