اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

«
»

افغانستان به څنګه جوړشي؟

دتاریخ داوږده بهیراودپیړیو،پیړیوپه بیلا،بیلوپیړیوکې زموږګران اولرغونۍ هیواد اریانا،خراسان اومعاصر افغانستان دخونړیوبلوسو،وحشیانه یرغلونواوتاړاکونوسره مخامخ شوی اود دي خاورې تاریخ اوجغرافیه په سرو وینوخړوب شوي ده.دعروس البلاد،ام البلاد،اشرف البلاد اوفرهنګ البلاد ښارونه دبرمیال لرغوني مدنیت اثاراوبې سارې فرهنګي پنځونې دچپاولګرواویرغلګروپه تورولښکرو وران ویجاړشوي اولوټ شوي دي اودخپل شتون په اوږده واټن اوتاریخي پړاوونو کې یې بشپړامن اوسوکالي نه ده په برخه شوي ان چې زبون اونامرده بشریت ضد دوښمن پخپله استعماري خونړۍ توره دافغان بدن دوه ټوټې کړاوترټولوناولوګرګسانواوټپوسانودبویینومنګولوپه واک کې یې ورکړ.

دافغان باتور ولس پرضد دسره اوتورښکیلاک ډول.ډول توطیې،جګړې اورذیلانه پوځي ستراتیژیک پلانونه دهیچا له سترګوپټ نه دې اودخپلو استعماري اوځان برغوښتونکو موخو لپاره په بیلابیلوپوزیشنونواودریځونوکې په بربنډه سپین سترګی دریدلي اوپه ټس کې یې افغان ولس له څیرمې قرباني شوی اودځمکې په کره کې دمزمنې جګړې ،ویراوناتارپه سمبول اوهدیروپه ډګر بدل شوی دی.

تر ټولودردوونکي اوبدمرغه داچې د دغه هیواد سره وروڼه ولسونه اوافغان زامن د دوښمن په لاسونوکې ښکیل اولویدلي اودپردیوپه لاسونوبل شوي اور کې یوافغان دبل افغان ورور،خور،مور،پلاراوشریک زوزاد ویني تویوي د دوښمن په نغوته اوشوم پلان یې دخپلې مور اوخپلې خوربې عزتی اوبې پتی ته ملاتړلي هره خوا دمرګ اوجنازوساندې پورته اوسوي،سوي چیغي اوریدل کیږي.دریغه،دریغه!! هغه ولس چې دتاریخ په اوږدوکې لکه یو سوک اویوموټۍ دپردیواجانبوپه وړاندې جنګیدلی خونـن پخپلو کې سره غوښه اوچاړه دي.

تاسوڅه فکر کوی کله چې لیوني بوش دنړۍ دزیاتروځواکمنوکابو۴۸هیوادونومدرنې،هوایې،ځمکني اوزغره والې لښکرې دطالبانو دواکمنی په مهال په افغانستان راشیوه اووبلوسلې دهیواد په ګوټ،ګوټ کې زغره وال جنګي ماشین د دې خاورې دبچوپه عام وژنه وغړمبیده دټولوانساني اوبشري حقوقواوموازینو پرخلاف دحرفوي جلادانوپه لاسونوپه زرګونو،زرګونوافغان انسان اومسلمان دیوه معلوم الحاله عرب اسامه بن لادن په پلمه ډلې،ډلې ووژل شول،ژوندي ترخاورواوټانکونودځنځیرونولاندې شول اودافغان ولس څخه دکربلاخونړۍ غمیزه اوپیښه هیره اوپه پایله کې اسامه بن لادن دپاکستان دتورپنجاب په عصري اودنګوماڼیو کې آرام اوهوسا خوبونه کول اوپه پوره باورسره چې سپیني ماڼۍ ته د ډبل بوش دپلارنازولي دوست اومولتي میلیاردراسامه بن لادن داستوګنې ځای ځایګۍ ښه مالوم اوجوت وخو لیوني بوش اواستعماري بلوسګرودخپل جنګي ماشین دانسان وژنې د ډرامې اوجګړه ییز ستاژازمایښت ښه په کبراوشیطا نت ترسره کړ.

دلیوني اواحمق الذي بوش دمشرتابه په پای کې توراوباما دسپیني ماڼۍ په ګدۍ کیناست اودبوش د نظامي دوکتورینوپه پله یې لالښکرې زیاتی اود ده په لس کلنه دوره کې دامریکا په حربي تاریخ کې افغان جګړي دتر ټولواوږدې جګړې نوم وګاټه.توراوباما هم دالقاعده،القاعده ، اسامه اواسامه په پلمودلوی نـنګرهارپه توره بوره اودهیواد په ګوټ کې دبې ګناه اوبې وزلوافغانانو ویني وبهولې او ان دانګلستان ځوان پیلوټ شهزاده دهلمند په پراخودښتودښتو کې دالوتکې دبمې بمباریوتمرین د کیوناري اومکناټن دغچ په کینه دافغانوپه وژنه ترسره شو.دبشریت په تاریخ کې تر ټولوستره اوپراخ اړخیزه خونړۍ جګړه چې دځمکې دکرې له شپږولویووچو اوبراعظمونوسخت زړي بې موره اوبې پلاره حراموني بړیڅي په کې شامل ول دافغانستان اوسنی جګړه ده.دادسپین غراوتورغر په څیر کلک ولس زغم اوپولادي سټې دي چې د دومره بېساري سترچپاولګر ځواک په وړاندې پوپنا نه شول اوکه داجګړه ییزفشاراویرغل په کوم یو بل هیواد راغلی وای اوس به یې دځمکې په کره کې نوم اونښان ورک و.

توراوبا دیوې سپږې لپاره ګرده پوستین ته اور واچاوه خودغو احمقولیډرانوداسامه بن لادن په نامه دافغانستان تاریخ اوجغرافیه دهغه داوسیدونکوپه وینوخړوب کړه .هغه دبوش دکورنۍ دتیلوپه سوداګرۍ کې شریک میلیاردراسامه بن لادن دتورپنجاب دبې ضمیره نظامیانوسره دافغان وژنې نـنداره کوله.چې په پای کې دتورپنجاب څارګرودمیلیاردونوډالرواو اف ۱۶ په لاست راوړلودخپل عربي دوست اونړیوال ترهګرپرسردتور اوباماسره نامردانه معامله وکړه اوپه هوایې نښته کې داسامه،اسامه سریال ته دپای ټکی کیښودل شو.

لیونی بوش اوتوراوباما دالقاعده دمو سس اولیډراسامه بن لادن په اړه پاکستاني نظامیګرانو ته دخپل زعامت په دور کې هیڅکله ګوت څنډنه نه ده کړي اودپاکستان په تړاوتل دپاکستان دپلارانګلیس پرشیطاني ستراتیژی ګام پورته کوي .اوداوباما دواکمنۍ په وروستیوکې یې دسپیني ماڼۍ پرځای دکریملین ماڼۍ غوره او اسلام اباد که شیطان آباد په پلازمېنه کې دروسي څارګروجنرالانواوکې،جې،بې دمتخصصوجاسوسانو،تود هرکلۍ ترسره کیږي اوپه دې چټله لوبه کې یې طالبان په افغانستان کې دپوځي پوتانسیل په توګه شامل اوتاریخي بدنامه اورسوا کړل اودادی جګړه دسپیني ماڼۍ مست میلیاردرډونالد ټرامپ واکمنی پړاوته نـنوته .دهغه دټولټاکنواودټولټاکنوپه پړاو کې افغانان خوشاله ول چې ګني ټرومپ دترهګرواصلي ځالې اوروزنځایونه چې په پاکستان کې دي ښه پیژندلي او په نښه کړي دي خوهغه دشمالي کوریا،روس،چین اوایران دتنبیه اوویرولوپه موخه دخپلې موربم دافغانستان په دنـنه کې ګوزارکړچې بې له ځنډه یې داعشیانواوطالبانودسردارمحمد داودخان په پوځي روغتون اودبلخ ولایت په پوځي قول اردودخپل خونړي اووحشیانه ناتارپه ترسره کولوغچ واخیست اوافغان ولس یې دوه ځلې دویر په ټغر کیناوه .ایا په اچین کې دترمپ دموربم په اچولوسره داعشیان ورک اویا وځپل شول زما په اند سپیني ماڼۍ دپاکستان پوځیانوته دسپیناوي کریدت ورکړچې ګني درهګروځالې په افغانستان کې دي.

د دوست په جامه کې امریکا اونور نړیوال هیوادونه که په رښتیا په افغانستان کې دسم سمکې اودجګړې دپایته رسیدلوغوښتونکي وي دانګریزله پالیسۍ دې ډ ډه وکړي اوپه زغرده دې پاکستان دترهګروپه تور لیست کې شامل اوپه دغه شیطانستان کې دی دبیلابیلوترورستانو،ترهګرواودتورپنجاب دتورولیونیوسپیواوځان وژونکودروزلومرکزونه دمور اوپلارپه بمونو ونړوي اودپاکستان له ځپلوپرته چې افغانستان ،امریکاته په دویم ویتنام دافغانانودوینو په بهولوجوړول غواړي داوسني بحران دحل بدیل نه شته .داجوته ده چې دامریکا او ناتو په مشرتابه د۴۸ هیوادونو۱۵۰۰۰۰یولک پنځوس زره ځواکونو،ترورستان اوترهګرورک نه بلکې لایې پراخ اوډیر کړل ځکه ایران ،پاکستان اوروسان په ګډه ستراتیژی اوجګړه ییزپلان په افغانستان کې دجګړې شدت اوحدت اودهغه په پایله کې دامرکا اوناتوپه ګونډو کول غواړي .زه په زغرده اوجسارت وایم چې د ابرځواکونوپه مستیواونیشوکې بې فکره لیډران اوچار واکې دی دبشریت دسرطان دخبیثه تومور اوبویینې دانې پاکستان په ځپلواونړیوال اقتصادي بندیزونوپه تعمیل اوښکیلولولاس پوري کړي اودافغانستان په جګړه کې دې دمحیرالعقول میلیاردي ډالرودلګښت اوپه زرګونو،زرګونوسرتیرواوپوځیانوله وژلواودافغانستان داوږدې غمیزي دعبرت درس واخلي او افغانانو ته دې دوکه نه ورکوي اودرښتیني دوستۍ په پل دې دافغانانواوبشریت ستردوښمن پاکستان په نښه کړي اوتش نړیوالې دپلوماتیکي غورزې پرزې اونارې سورې دافغان ناسر ټپ نه شې جوړولی.

هو!له دې پرته افغانستان نه جوړیږي .

دګران وطن دجسورو،وطنپالواوغیرتي ځوانانودبیداری اوملي کلک پیوستون اویون په هیله.

اکبري

۱۲/۵/۲۰۱۷