نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

افغانستان او د داعش توره بلا

له څه مودې راهیسي له بده مرغه په افغانستان باندې دیوي بلې سخت زړي توري بلا درانازیلیدوخبرونه اوریدل کیږي دا خطرناک زهرجن میرخیړي چې د داعش په نوم یادیږي له اسمانه نه دی نازل شوي دپاکستان څارګري،شیطاني ادارې چارواکي په اسانی سره کولای شي خرالله باند ې دخیرالله نوم کیږدي دسپینوپګړیواوسپینوبیرغونوپرځای تورلنګوټي اوتوربیرغونه وروټومبي اوداځلې دیوي بلي خونړۍ ډرامې اوجګړه ییزارکسترته د داعش دچترلاندې دویر اوغم سازونه وغږوي ځکه پاکستان تل ورانوونکو،ویجاړوونکواوحرفوي وژونکوپه لټه کې دی اودافغانستان پرضد ېې دا خونړی اوکورورانوونکي لوبه کا بو له څلویښتوکلونوراهیسي بریالۍ سرته ورسوله اودا دی اوس ېې پخپلوتورلنګیواونوروتورمخوطالبي بړیڅود داعش ټاپه ځکه غوره وګڼله چې داسلامي دولت په نوم دغه نوي خونړی جوج ماجوج په وژلو،ورانولو،دهشت اوویره اچولوکې تردي مهاله په نړیواله اوتاریخي کچه ساری نه لري.

داعش په عراق اوسوریه کې داسې زړه بوږنوونکي ،ډله ییزمرګونه اوبې ساري ویجاړوونکي کارونه وکړل چې دخپلورادیکالواسلافوالقاعده په تروریستي انترناسیونال سخت دریځه سازمان کې ېې نوی پړاوپرانیست.دبیلګي په توګه دعراق دموصل په ښارکې ېې دحضرت یونس علیه السلام،حضرت شیث علیه السلام په متبارکه زیارتونواوپخوانیوتاریخي جوماتونوپه ورانولواویجاړولواودعراق دلرغوني هیواد دخورا ارزښتناکوفرهنګي اوتاریخې اثارواوپه زرګونوزرګونودنایابه کتابونوپه سوزولولاس پوري کړی دی اوپه ټوله عربي نړۍ اوپه ځانګړي توګه دعراق اوسورېې په جګړه ځپلوولسونوېې داسې سخته ترهه اوویره خپره کړیده چې ان دکوردانوپیش مرګي نومي ځواک ېې دخپلو سیموپریښودلو ته اړکړي دي اودسورېې اوعراق له کلواوبانډوڅخه دکډوالوقطارونه روان دي.د(لشکرطیبه اولشکرجنګوي) له بطنه داسي توره بلا راووته چې په لنډه موده کې ېې لمن له عراق،سورېې،لیبیا اومصرڅخه نیولي ترشمالي افریقا،جنوبي اسیا،منځنۍ اوختیځه اسیا پوري په غځیدوده

پاکستاني څارګروشیطانانوته بیا غوالنګه شوه ځکه دپاکستان ټول پوځي بنسټونه له ځانګړوافراطي ډلوټپلوسره ستراتیژک اتحاد اوخواخوږي لري اوغواړي چې دغه ترورستي ایبولازموږدهیواد دلاځپلو اولاورانولولپاره په ټولوولایتونواوپه خاصه توګه پښتني سیموویجاړۍ اوخونړي حمام ته وګوماري داترورستي ډلي ټپلې هما غه د دوی له خواروزل شوي لاسپوڅي اووحشي تالي څټي دي چې دلاستروناورینونواوبې ساري غمیزو په موخه ېې د داعش ترپوښښ لاندې ېې توربیرغونه په لاسوکې ورکړي چې دهیواد په بیلابیلوسیمواوان دکابل دروازي لوګرولایت،څرخ اوخروارته راورسول.

پاکستاني بي ضمیره اوشیطان چارواکي په دي نوي پروژه ځکه بوخت دي چې دطالبانوپروژه ورته زړه اوبې ګټې ښکاري اوس غواړي د داعش دتوري بلاپه نوم هم دخپلو بادارانوله بانکونودالرې اوپونډونه اودعربي شیخانودرهم اوریالونه ترلاسه کړي اوزموږدهیوا دپه دننه کې دوروستیوکلونونسبي لاسته راوړنې وګواښي اوله بلې خواهغه تاریخي ،فرهنګي اواسلامي ابدات چې دتنضیمي اوطالباني بړیڅواوبنسټپالوله ورانی اوچورچپاول څخه پاتي دي د داعشي ځناوروپه تورولاسونوله منځه یوسي.

دنړۍ د دووکبرجنوماڼیوکریملین اوسپیني ماڼۍ واکمنانو هم د داعش مرګونوګوزارونواوچټ پرمختګ له کبله سخت ټکان خوړلي اوښاغلي پوتین دافغانستان په ځینو ولایتونوکې د داعش شته والی تایید کړې دي.

ښاغلي اوباما خولاپخوا په عراق کې د داعش په وړاندې خپلې غورزې پرزې اوهوایی بمباری پیل کړیدي خوداپه عراق اوسوریه کې دخونړیوجګړودیوه بل نوي پړاوپه مانادی چې دبې ګناه عربودوینولښتي به وبهول شي.

له بده مرغه دڅولسیزوراهیسي داترورستي بنسټپالې ډلې ټپلې په بیلابیلونومونواومذهبي ماسکونودافغانستان په ورانی اومسلمان اولس په وژلوبوختې دي اود دغونړیوالوترورستانودګلوبیلیزاسیون اویوځای کیدنې دنده دپاکستان نضامیګرانواوشیطاني څارګرې ادارې په غاړه اخیستي ده اودالقاعده اودطالب ترچترلاندې یی دبوسني،اندونیزیایی،مالیزیی،چیچني،کشمیري،سعودي،عراقي،سوریایی،سوډاني،الجزیري،ازبکستاني،یمني اونوروعربي هیوادونوحرفوي بنسټپال زموږدهیواد پرضدروزلي اوجنګولي دي اودادی اوس د داعش په نوم دیوه بل سترناورین په تابیادي اودکابل دادوه سري پاچاهان یی پخپلوتودوسفرونواوپه افغانستان کې دسولي اوجوړجاړي په تشوژمنوبوخت ساتلي دي.
سیمه ییزاونړیوال څارګرځواکونه هیڅکله هم په افغانستان کې دټیکاواوسرتاسري سولې غوښتونکي نه دي.اوسنی څپڅپانده اولړزانده حالت هم دهغو دپټو اوښکاره دسیسواولاسوهنوزیږنده دی اودامیړنی ملت اوسره وروڼه ولسونه به تر هغې وځپي ترڅوخپلوکرغیړنواستعماري اوتلپاتې نظامي ستراتیژیکوموخوته نه وي رسیدلي اودهمدغه شوم هدف لپاره یی دافغانستان دسیاسي زعامت ترمنځ درسۍ کشولوډراماتیکه لوبه په کارواچوله اودادی د داعش توره بلا په خپلوخونړیومنګولودافغانستان دزوریدلي ولس په وړاندې دپاکستان د ناشریفینوپه بدرګه راڅرګنده شوه اودغمجن سریال بله پرده د داعشیانوپه فزیکي اونقاب پوښوڅیروکې پیل شوه هغه نقاب پوښ چې ډیرژربه دافغانستان شمالی ګاونډیوهیوادونو،روسیې اوان دچین سینکیانګ ايالت ته ځانونه  ورسوي اوپه افغانستان کې پوځي اډې به یی دتمویل اوتجهیزاسانه زیرمې وي اوافغان ولس به دنیکمرغۍ اوسوکالۍ ورځ ونه ګوري اوتل به فغانستان وي.
دتاریخ په اوږدو کې هیڅکله هم دولتي چارواکواوپاچا هانودخپل هیواد دخپلواکی اوملي حاکمیت دساتنې په لاره کې سرښندنې نه دي کړي خودا دافغانستان غیوراوباتورملت دی چې تل یی دخپلوسرونوپه بیه خپله خاوره اوخپلواکي ساتلي ده اودادی اوس بیا هم له سترې ازموینې سره مخامخ دي.

ژوندی دی وي افغان باتورملت

بسم الله اکبري هالیډ

۲۲-۰۱-۲۰۱۵

.