ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

«
»

اسلام او بنسټ پالنه

بنسټ پالنه (    Fundamentalism     ) یو دهغه اصطلاحاتو څه ده  چی نن ورځ دسیاستمدارانو په خبرو فرهنګ او سیاسی اصطلاحاتو کی خاص ځای لری ددولتی اشخاصو دویناوو یو تشریفاتی کلمی په څیر په کنفرانسونو کی کارول کیږی .

نن ورځ ممکن  هیڅ زمامدار خبری او وینا نه لری مګر داچی دغه اصطلاح دځینو اشخاصو او ډلو دسرکوبولو او یاهم دځینی خلکو دخوشحالولو لپاره استعمال کړی نوموړی اصطلاح کله هم دافراط ګرایی او هم دتروریزم په مفهوم استعمالیږی  .

ددی موضوع دتوضیح لپاره په دی لنډه مقاله کی غواړم چی ددی کلمي په اساس اوریشه ددی داستعمال هدف او غرض او هم داسلام موقف دهغه په هکله په لنډو عنوانونو کی وڅیړم .

لمړی .دحق او باطل دجنګ تاریخی سیر په هکله :- دبشریت دژوند دڅرک سره دغه خاورینه کره دزمان او مکان په اختلاف سره دحق او باطل تر منځ دټکر شاهده ده چی دغه نزاع دهابیل او قابیل دآدم ع دزامنو څخه شروع او ترنن ورځ پوری په مختلفو اشکالو او رنګونو په مختلفو عناوینو او لقبونو په مختلفو اسالیبو او طریقو ادامه لری .

دغه ټکر او مقابله په خپل ذات کی هماغه دهدایت او ضلالت دروښنایی او تیاری دتمدن او جاهلیت دتوحید او شرک داسلام او کفر مبارزه ده جاهلیت که څه هم پخپله پخوانی څیره او یا په نوی او ظاهري قیافی سره په مختلفو پړاونو کی دنور هدایت مدنیت توحید سره په مختلفو طریقو په  جنګ کې ده چی دهغه دجملی څخه یو څوو ته یی په لاندی ډول اشاره کوو.

۱-  دقوت او ډلو گمارل ، دتقلب او نظامی  لارو چاروڅخه  دیو ګرم جنګ لپاره کوشش کول.

۲- دفتنو ایجادول او داسلام او مسلمانانو په ضد دبی اساسه پروپاګند په کار اچول .

۳- دمسلمانانو په وړاندی دمختلفو دسیسو ،توطئو طرح کول او دنیرنګ او مکر څخه کار اخستل .

۴- داصطلاحاتو رامنځته کول او هغه په ذهنیتونو کی پیچکاری کول او بیا دهغه نسبت ورکول مسلمانانو او داسلام مشهورو شخصیتونو ته .

ددی ټکر او جنګ عمومی اهداف په لاندی مطالبو کی خلاصه کیږی.

۱- دمسلمانانو بیګانه او ناشنا کول داسلام څخه

۲- وده کثیر من اهل الکتاب لو یردونکم من بعد ایمانکم کفار حسد من عند انفسهم .

دکلام الله تحریف او ددینی حقایقو تغیر اسلام دهغوی دهوا هوس او نفسی او حیوانی خواهشاتو ګرځول .

۲- دالهی نور ګل کول او لمینځه وړل هغه نور چی دمشعل په څیر روښانه دمسلمانانو په لاره کی قرار لری او هغه دجنت او دخدای تعالی درضا په طرف روانوی او دظلمت ،جهل ،نفاق ،شرک څخه هغه ته نجات ورکوی .

یریدون لیطفئو نورالله با افواههم .

دبنسټ پالنی اصطلاح او دهغه منشاء:- دبریتانیا دایرة المعارف ۱۹۷۹ کال چاپ دبنسټ پالنی  داصطلاح په هکله لیکی چي بنسټ پالنه باور او اعتماد لرل دی دعیسویت په زړو او پخوانیو عقایدو باندی .

څرنګه چی نوی عیسویت دساینس او دننی ورځی دمتدوله علومو سره سروکار پیداکړی او په مکمل ډول ددی تر تاثیر لاندی راغلی دی په دی اساس هغه کسان چی په عیسویت کی په بایبل باندی معتقد پاتی شول هغه ددی په مقابل کی ودریدل او بنسټ پال ونومول شول په بل عبارت بنسټ پال هغه کسانو ته وایی  چی دعیسویت دتعلیماتو او تطبیق مدعی وی په هرشکل چی وی هماغسی باید پاتی شی نو دوی غواړی چی دهغه تعلیماتو په اساس دبشریت ژوند او مدنیت سره همکار وی یانه وی باید اطاعت یی وشی .

بنسټ پالنه او دبنسټ پالو ډله په ۱۹۲۰ م کال په عیسوی کشیشانو کی رامنځته شو چی دوی په دی باور وه چی دنوی نظر او فکر خاوندان (مدرنیزم ) دعیسویت څّخه باغی شوی دی  دبایبل تعلیمات یی غیرعملی شمیرلی ، ساینس او مدرنیزم ته یی په هغه ترجیح ورکړی ده او دهغه څخه پیروی کوی په عیسویت کی ددغه نوی فکر خاوندانو څخه  کولای شو د دستیلر میتور ،چارلز برګر ،ای ،سی ،میګفرت نومونه یاد کړو.

دهغه احصائیو په اساس چی دهغه وخت کی تر سره شوی دی بنسټ پالو تعداد په امریکا کی دری میلونه تنه ښایی .

دغربی بنسټ پالو مهم اساسات :- هغه اصول او اساسات چی غربی بنسټپال په هغه استوار دی په لاندی ډول دی .

۱- دبایبل مقدس کتاب په خپل اصلی شکل بیدون دلاس وهنی تحریف او تغیر په هغه کی نه ددی واقع شوی عملی کول .

۲- دعیسی علیه سلام ولادت دمریم څخه ترسره شوی دی .

۳- دعیسی علیه په دار ځړول دهغه دامت او پیروانو دګناهونو دکفاری په خاطر وه .

۴- حضرت عیسی علیه دمعجزی په قوت لاس بری پیداکړی وه .

ددی کلمی داستعمال  پټ او مرموز اهداف او اغراض دغرب متعصب او بی انصافه پوهان دهغه پخوانی عداوت او دښمنی له امله چی داسلام او مسلمانانو سره یی لری  دهغه حسد اوکینی له امله چی دیو مقدس او سپیڅلی قانون په مقابل کی یی په زړونو کی ځای نیولی دژوند جوړونکی  مدنیت دین اودهغه ارزښتونه دهغوی دخپلی تیاری دوری یعنی قرون وسطی ته نسبت ورکولو سره په بی شرمانه توګه دغه بنسټ پالنی اصطلاح همغه دنصرانیت بنسټ پالنی په شان منعکس او استعمالوی په داسی حال کی چی په قرون وسطی یعنی د۱۱ نه تر ۱۵ قرن پوری دوره داسلامی علومو دپیشرفت دوره وه .

ادبیات ،اجتماعی علوم ،طب ، فلسفه دود او کلام په دغه دوره کی خپل اوج ته رسیدلی وه .

دابو علی سینا نظریات د۱۸ قرن تر اواخرو پوری په غربی پوهنتونوکی تدریس او دمحمد بن زکریا الرازی نظریات او دمحمد بن موسی خوارزمی الجبری فورمولونه ددغه پوهنتونونو دعلمی نصاب کی شامل وه .

اوهم دجابر کیمیاوی فورمولنه ترننه دغرب په پیچیده تکنالوژی کی داستفادی لاندی نیول کیږی.

نوموړې متعصب او تنګ نظره غربیان دشک او شبهو دایجاد په منظور دسعادت مند او پیغام رسونکی اسلام او دهغه دپیروانو په هکله دغه کلمه استعمالوی .

حال دا چې دغه بنسټ پالنی اصطلاح دغرب بی بندوباره جامعی او په خاصه توګه دهغوی ماده پالنی او دتحریف شوی  نصرانیت  رامنځته کونکی ده .

بنسپ پالنه داسلام له نظره :-  رجوع او بیرته تګ اصل بنیاد اواساس ته د بنسټ پالنې مفهوم افاده کوي چی ددغې کلمې استعمال ددي حیثیت څخه واقعي مسلمان هغه مسلمان چې په دین هغه ډول عقیده ولری په کوم ډول او شکل چی نازل شوی بیدون دتحریف او تغیر څخه عقیده،باور او په هغه عمل وکړی استعمالیږی.

نو په دی سبب ټول مخلص او په دین باندی پابند مسلمانان بنسټ پال دی البته اسلامی بنسټ پال نه غربی .

غربی رسنی په ډیر نیرنګ سره بنسټ پالنه دجاهل ،ترقی ضد  .تروریست په مفهوم په کار وړی  او دحد څخه زیات یی دهغه په شایع کولو او تبلیغ کی افراط او تجاوز کړی دی.

څرنګه چی د بنسټ پالنی څخه مطلب عمل کول دی په دی مبارک ایت چی الله تعالی فرمایی :-

( یاایهالذین امنو ادخلو فی السلم کافة)

چی ددی څخه مطلب هیڅکله هم تروریزم نه دی په دی اساس دبنسټ پالنی اصطلاح او دهغه داستعمال دمسلمانانو لپاره داسلام په نړی کی دغور او دقت وړ ده .

له دی کبله چی ظاهراً په اروپا او امریکا کی بنسټ پال هغه چا ته نه وایی چی پخپل دین او آیین عمل کوی بلکه بنیاد ګرابنسټ پال هلته تروریست سره مترادف دی هغه څوک چی بین المللی قوانینو ته احترام نه کوی دامن اوآمان ددشمنان دی .    

همدارنګه غربیان مسلمانانو ته ددغی کلمی په استعمال سره غواړی چی دخلکو ته داتلقین کړی چی دنړی مسلمانان دخپل دین سره دجنون تر حده علاقه لری او دخپل دذین او اخلاقی ارزښتونو په وړاندی هیڅ نوع ملی او بین المللی قوانین نه منی .

دغه دغرب داسلام ځپنی کوښښونه دهماغه کمونیزم  دتس نس کیدو سره شروع شوه په تکراری او متعددو صلیبی جنګونه زموږ ددغه دعوی شاهدی ورکوی.

دکمونیزم تشکیل اورامنځته کیدل دیو مخالف قدرت په حیث دغربی امپریالیزم په ضد دغرب توجه دمسلمانانو او دهغوی سره دجنګ ته اړولی وه.

ځکه دوی نه غوښتل چی په یو وخت کی دوه قوی جبهووی جنګونه دځان لپاره یی مخه خلاصه کړی مګر نن چی کمونیزم نور نه دیو فکری مکتب په حیث منسجم او نه دیو مخالف بلاک په حیث دغرب مقابل کی وجود نلری چی دغرب سره په ګرم او یا سوړ جنګ کی برخه واخلی او ښکیل شی نو په دی اساس ماده پرست او ملحد غربیان یواځی اسلام دخپل یواځینی دښمن او دخپلو استعماری خواهشتاتو پوره کونکی ګڼی .

نو ځکه داسلام او مسلمانانو سره دجنګ په هکله دمختلفو طریقو څخه کار اخلی چی دهغی دجملی څخه دمسلمانانو خپل او دهغوی بدنامول په تروریزم ،اراط ګرایی بنسټ پال او نورو نومونو سره .

  (فاعتبرو یا اولی الابصار   )

لیکونکی : نصیراحمد (زاخیل )