از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

«
»

استاد قیام الدین خادم 

استاد خادم د پښتو ادبیاتو په اسمان کې له هغو پنځو ځلانده او نومیالیو ستورو څخه دی، چې په خپلو اغېزناکو، ګټورو او ارزښتمنو منظومو او منثورو علمي، ادبي، ټولنیز، فلسفي، سیاسي او څېړنیزو نښیرونو (اثارو) یې د علم، ادب،  شعر او شاعرۍ، فولکلور، تاریخ او سیاست نړۍ تل غوړیدلې او روښانه ساتلې ده. استاد خادم د پښتو ژبې رښتینی خدمتګار، پیاوړی عالم، کره کتونکی، څېړونکی، نوښتګر شاعر، پوخ لیکوال او د ملي او  فلسفي اندونو او افکارو خاوند شخصیت وو. استاد خادم د خپل ژوند په اوږدو کې هېواد، هېوادوالو ته په تیره بیا پښتنو، پښتو ژبې او پشتونولۍ، ادب او فرهنګ ته د ستاینې او پاموړ چوپړ او خدمتونه ترسره کړې دي. استاد خادم ډېر ګټور او اغېزناک کابو تر (۶۰) عنوانو پورې ځانګړي نښیرونه(اثار) کښلې دي، چې په خپلو نښیرونو(اثارو) کې یې علمي، ادبي، سیاسي، تاریخي، ټولنیز، دیني موضوعات، مسایل او پیغامونه څېړلې دي. استاد خادم په عربي، اردو او دري- پاړسي ژبو هم پوهېدو او ډېر نښیرونه(اثار)یې له دغو ژبو څخه هم ژباړلې دي. ګڼ شمېر شعري ټولګې یې هم چاپ شوې دي. دی هغه عالم وو، چې  ژور فلسفي، اصلاحي اندو فکر یې درلود او تل یې هڅه کوله چې موضوعات او مسایل په ښه، معیاري او علمي بڼه وڅېړي. استاد قیام الدین خادم پر (۱۳۲۵ هـ ق) کال د ننګرهار  ولایت د «کامې» په ولسوالۍ په یوې عالمې کورنۍ کې زېږېدلی دی. د استاد خادم پلار «ملا حسام الدین» او نیکه یې «ملا علي ګل اخونزاده» هم د خپل وخت دیني عالمان ول. استاد خادم په خټه «زاخیل مومند» دی او خپلې لومړنۍ زده کړې یې په ننګرهار، پېښور او هند کې سر ته رسولې دي او د منطق، صرف، نحوه، تفسیر، حدیث او نورو موروجو علومو د لوستلو څخه وروسته په جلال اباد کې د لومړني ښوونځي د ښوونکي په توګه په رسمي ډول کار پیل کړ. پر (1311ش) كال د كندهار په پښتو انجمن كې شامل شو او له دغه وخته يې د ليكوالۍ بنسټیز پېر او دوره پیل شوه. لنډه دا چې استاد خادم په بېلابېلو کلتوري، ادبي او فرهنګي برخو کې خپلې دندې تر سره کړې دي.

استاد قیام الدین خادم د ویښ زلمیانو یو له فعاله بنسټ ایښودونکو څخه دی، چې پر (۱۹۷۹)زېږدیز کال کې مړ شوی دی او په خپله پلرنۍ هدیره او مړستون په «کامه» کې خاورو ته وسپارل شو.  

دا هم د استاد قیام الدین خادم اغېزناکې او ګټورې خبرې او ویناوې:

– ټول قومي او ملي بریالیتوبونه د یوالي زېژنده دي، خو یوالی پسرلنی باران نه دی، چې په خپله ورېږي، د هر ملت د یووالي تاداوونه د هغه ملت خواخوږي پوهان و فلاسفه ږدي. 

– پښتانه عموماً تُورې ته ډېر اهميت ورکوي او دا په دوی کې يوه منلې عنعنه ده، چې پښتون بايد ضرور توريالی، شمشېر زن او بهادر اوسي، د ميدان نه به هېڅکله مخ نه اړوي او نه به شا ګرځوي او ضرور به ميدان ګټي يا به مري. 

– د پښتو او پښتونولۍ کلمه اوسنۍ نه ده ، له زرګونو کلو څخه چې پښتون ځان د پښتون په حيث پېژندلی دی، نو پښتو او پښتونولي ورسره ده. هر شی علامه لري او د هر شي د شناخت او پېژندګلوۍ لپاره نښې نښانې پیدا شوې دي او د پښتون د پېژندګلوۍ نښه او مارک پښتو او پښتونولي ده. 

– اوس لازمه ده چې پښتانه خپل ملي جوړښت ته جدي توجه وکړي او د هر قسم استعمار نه ورته نجات ورکړي. 

– له دې ښکاره او څرګند حقيقت څخه هېڅوک حتی هېڅ ولس او قام انکار نه شي کولی چې يو ځل په يوه ملت کې د خپلواکۍ او ازادۍ غوښتلو روحيه او جذبه راژوندۍ شوه او احساسات يې راوپارېدل، هرو مرو د خطر په مقابل کې لکه د زمري په شان مقاومت کوي، تر څو چې په خپلو ارزوګانو بريالی شي.

– متقابل احترام د متقابل چلند پر بنسټ ولاړ دی، ته بايد يو چا سره ښه وکړې چې بل هم درسره ښه وکړي، داسې نه چې ته تر بله ځان په پوهه، مال او ټولنيز موقف کې لوړ وګڼې او له بله بيا هيله وکړې، څه چې ته غواړې بل يې بايد هماغه شان درسره ومني. 

– ملت پرور د ملي سعادت او لوړتیا په مخه کې د وطن د ارتقا او برم په لار کې له کور، کلي او قوم څخه تېر وي، ملي ګټې ته له هرې یوې بلې ګټې ته ترجیح ورکوي. دا حس چا کې نه شي پیدا کېدای، تر څو چې پوه نه شي، سترګې یې خلاصې نه شي په خپل او د جهان په احوال خبر نه شي. 

– د ژوند سعادت او خوښي د مادیاتو په زیاتوالي او ډېروالي پورې دومره اړه نه لري، لکه د ضمیر په ازادۍ او د روح په خوشالۍ پورې. 

– په ژوند کې خطرناک او مدهش حال دادی چې اوښکې ارزانې شي، وېره، دهشت او درد موجود وي او دوا یې نه وي! 

– د زړه د درد علاج پخپله د زړه درد دی او بس! 

– اې خدایه موږ نه هغه زړونه واخله چې د مظلوم او بې وزلو له سترگو څخه په عبث تویدونکو مرغلرو نه خوږیږي او هغه لاس او پښې او ژبه مه راکوه چې بې لاسو او بې پښو ته صدمه رسوي او خلک ژړوي!!!                         

– موږ د هیچا په پل نه ځو، په خپله لار ځو، هیله لرو چې لاره د افغان او افغانستان لپاره سمه او د نجات لار ثابته شي، سوال کوو چې زموږ له زړونو څخه د غرض، تمې او جاه طلبۍ خبرې و ایستل شي! 

– کېدی شي چې نور کارونه په زور وچلېږي، خو قلم نازک شی دی، پر ده چې زور راشي ماتېږي.                               

– قلم زور نه مني، قلم زنځیرونه شلوي، قلم د ټوپک ملا ماتوي، قلم د خبرو شی دی، خبرې انځوروي او ذهن تخنوي. د نورو د سترګو کسي پرې ګډوي، سترګو ته اوبه ورکوي، تُورو ته ساه ورکوي، نو له قلم او قلموال سره چلن هره زمانه بايد تعبیر او تفسیر کړي. 

– تُوره په خپل ځای دېکتاتوره ده او قلم په خپل ځای، وړاندېوالی هغه وخت کېږي چې دا دواړه احترامانه اتفاق وکړي. 

– د وطن ډلې او گوندونه چې د وطن وي زموږ وروڼه دي، د قلم او کار وگړي مو عزیزان دي او هم مسلکان، هیچا ته نه لرو خیال د تاوان او نه ډاریږو له کوم زیان، دا دنیا ده د سودو زیان، هیڅوک نه پاتې کیږی په یو شان! 

– د بادارۍ وخت تیر بولو، نه یې کوو او نه یې منو، په داخل کې وروري او په خارج کې مساویانه دوستي ښه سلوک دی، په خارجي سیاست کې توازن ضرور دی، خو پښتانه د نېکۍ او احسان بدله په ځان پور گڼي!               

– دلته په دې ملک کې سپرغی دي او لمبې، پټې په ایرو کې پرتې دي او ویدې، په دې غرونو کې اورتونونه دي پټ، نه ښایي چې په تیلي شي پاشان، دا ملک دی د افغان. 

– خوشال په ټوله مانا شاعر دی، خو رحمان تر شاعر پورته مقام لري. 

–  سياستوال بايد د ټولنې د پرمختګ، سرلوړۍ او سوکالۍ په فکر کې وي. 

– دین، وطن، دولت او ملت ته په احترام قایل یو، شرع او قانون محترم گڼو، ولې چې دا د بهبودۍ او سړیتوب لویه لار ده، په دې کې دی د هر چا وقار. 

– شاعر د بيتونو سازوونکی نه، د قومونو جوړوونکی دی. 

– پښتانه، شاعري په غزل شروع کوي. 

– استاد قیام الدین خادم د (علم، شعر، سياست) په تړاو داسې وایي:

علم: اکتشاف! شعر: احساس! او سياست: کول دي!

عالم فکر کوي. شاعر خبرې کوي او سياست عملا کار کوي!

عالم ګوري، شاعر خاندي او ژاړي او سياستدان لوبې کوي!

علم د مغز، شعر د زړه او سياست د ګېډې او غړيو پورې تعلق لري!

عالم قوانین، شاعر ملل (ملتونه) او سياست دان ډلې جوړوي!

عالم تخم پیدا کوي، شاعر يې کري او خړوبوي او سياست دان يې رېبي او حاصل يې اخلي!

زنده ګي يو سرسبزه او ښېرازه ونه ده. علم يې بېخ، شعر يې تنه او سياست يې مېوه ده!

– استاد قیام الدین خادم د (مینې او محبت) په اړوند داسې وایي:

– د سبا د باد په شان مې هره څانگه وخوځوله،

د غرو سرونه مې وکاته، صحرا او چمنونونه مې ولټول،

د شینلیو په فرش ورغښتم، د گل په پاڼو و گرځیدم،

له بلبل سره هم اواز شوم،

د نریو ویالو د خرامان تگ سره ملگری شوم،

ولې، شیرین اشنا مې نه کړ پیدا !!! 

بلبل را نه والوت! گل را نه مخ د پاڼو په پلو پټ کړ!

اوبه را نه په مستۍ مستۍ تېرې شوې! 

زه د مینې تږې او د محبت وږی!!! 

آه، زه مینه او محبت لټوم!!! 

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود