زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

کابل که اسلام آباد، اسفنديار ولي خان د چا ګټي پالي؟

 

په داسې حال کې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په ۷۲ غونډې کې د ګډون لپاره نيويارک ته تللی او تمه کېدله چې غني به د ملګرو ملتونو غړو هيوادونو ته او امريکا ته د پاکستان څېره لا هم بربنډه کړي؛ په پاکستان کې د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي چې د امریکا نوې ستراتېژي د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره تباهي ده. ولي خان ويلي واشنګټن دې دلته پر بل شوي اور تېل نه پاشي، ډونالډ ټرمپ که د درېیمګړي رول نه شي لوبولی، لږ تر لږه دې داسې پالیسۍ نه خپلوي چې دلته پر وار دمخه بل شوي اور تېل وپاشي.

د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتېژۍ ته د پاکستان د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان غبرګون په داسې مهال دی چې تيره ورځ د پاکستان لومړي وزير په افغانستان کې د څه مودې وړاندې ترسره شوي خونړي بريد کې د پاکستانيانو په لاس لرلو اعتراف وکړ. شاهد خاقان عباسی، منلې چی د کابل زنبق څلور لارې ځانمرګی بريدګر افغانستان ته په احتمالی توګه د پاکستان څخه داخل شوی دی. د زنبق څلور لاري برید کی ۱۵ زره کیلوګرامه چاودیدونکي توکي کارول شوي وو او د ۱۵۰ تنو څخه ډیر يې شهیدان او ۵۰۰ څخه ډیر نور يې ټپیان کړل.

اوس پوښتنه دا ده چې اسنفنديار ولي خان د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتېژۍ ته ولې غبرګون ښودلی دی؟

نوموړی له څه ډاريږي چې وايې د امریکا نوې ستراتېژي د افغانستان او پاکستان دواړو لپاره تباهي ده؟

اسفنديار ولي خان که دومره د افغانستان په درد درديږي او د افغانانو غم ورسره وي نو بيا ولې په افغانستان کې د زنبق څلور لاري د بريد اړوند د شاهد خان عباسي پر اعتراف چوپه خوله پاتې شو؟

ولې يې د عباسي له اعتراف وروسته د پاکستاني حکومت پر دوه مخي، منافقانه او د افغانانو د وژلو په سياست نيوکه ونه کړه؟

د ټولو پوښتونو ځواب يواځې همدا کيدلی شي چې اسفنديار ولي خان هم د آی آیس آی له پيسو خړوبه کيږي او کله هم چې ظاهراً د افغانستان په ګټه کومه خبره کوي تر شاه يې د پاکستان لويې ګټې نغښتې وي. ځکه پاکستان هميشه له ډيورنډ کرښې هاغاړي پښتانه مشران د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترينګلو اړيکو د رغولو د يوې سترې وسيلې په توګه کارولي دي او کله هم چې پاکستان خپل هدف ترلاسه کړی دی نور يې پښتانه مشران لکه د پيپسي خالي بوتل شاته غورځولي دي.

کله چې په افغانستان کې د شاه شهيد خونړی بمي بريد ترسره شو چې په کې په سلګونو ملکيان شهيدان او ټپيان شول؛ ولسمشر غني پاکستان ته تند غبرګون وښود او په دغه پيښه کې يې مستقيماً پاکستان پړ کړ. له دغې پيښې وروسته د کابل او اسلام آباد اړيکې بيخي سړې شوې چې پاکستان يې د رغولو لپاره ډيرې هڅې وکړې. د افغان ولسمشر غني د پخلا کولو لپاره د پاکستان پارلماني پلاوی راغی خو ناهيلی بيرته ولاړ، د ژورناليستانو پلاوی يې راغی خو ناهيلی ولاړ، د پوځ مشر يې کابل ته راغی خو ناهيل ولاړ، بلاخره پاکستان د «پښتو» له کارد څخه ګټه واخيستله او د کوزې پښتونخوا پښتانه مشران يې ولسمشر غني ته جرګه کړل. هماغه و چې غني هم د پښتنو مشرانو بلنه ومنله او د کابل او اسلام آباد اړيکې بيا ځلي نورمالې شوې.

دا چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکي د امریکا نوې تګلارې سخت اندېښمن کړي دي او د خپل ځان د ژغورلو لپاره یې په هرې ممکنې لارې چې وي لاس پورې کړی دی. نو په همدې اساس ويلی شو چې د امریکا نوې ستراتيژۍ ته د اسفنديار ولي خان غبرګون هم د آی ايس آی په لارښوونه ترسره شوی او يواځې د پاکستان ګټې تعقيبوي. ځکه له يوې خوا د پاکستان حکومت په دې هڅو بوخت دی چې په نوې ستراتيژۍ کې پر پاکستان د امريکا شته فشار څخه د تيښتې لار پيدا کړي او له بلې خوا د آی ايس آی په پيسو خړوبه کيدونکي مذهبي او سياسي ګوندونو مشران.

نه يوازې اسفنديار ولي خان بلکې له ډيورنډ کرښې هاغاړې ټول پښتانه مشران يا له مجبورې ورځې او يا هم په شعوري توګه د پاکستان ګټې تعقيبوي او هغه څه کوي، کوم چې ورته د پاکستان پوځ يا هم د استخباراتو له خوا امر شوی وي.

لیکنه : خوشحال آصفي