درمراثی قربانییان زمین لرزه ی مشرق زمیـــن !

امین الله مفکرامینی                   2025-02-09! بدیــــــــده اشکِ ماتم و بدل خونم ز لغزشِ…

اشک قلم 

رسول پویان  اشک قلم به صفحـۀ دل ها چکیده است  صد لاله…

استاد عبدالروف بینوا

استاد بینوا د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه ستر…

کودکانی که کودکی نمی‌ کنند

خیابان، خانه بی‌در و پیکر کودکان فراموش‌ شده! فرشید یاسائی *  ما…

بحران هویت ملی؛ ناکامی ملت سازی و به زنجیرکشیده شدن…

نویسنده: مهرالدین مشید نیم قرن مبارزۀ سیاسی و فرهنگی و تبدیل…

سقراط، تیشه‌زنی به ریشه‌‌ی دانایی

دیدگاهی از مکتب دینی-فلسفی من بیش‌ از این نه می‌دانم. در…

خوشحال خان خټک

د ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو! ګڼ شمېر…

اعلامیه در مورد زلزله‌ی مرگبار در ولایت کنر 

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان  با اندوه فراوان و خشم عمیق از…

“طالبان، شطرنج بزرگ و رؤیای اوراسیایی روسیه”

نویسنده: نجیب الله قاریزاده  najeebulla.qarizada1@gmail.com +447887494441 سقوط حکومت غنی در افغانستان و بازگشت…

حکومت‌استبدادی و افراطی طالبان و ساز و برگ‌های استخباراتی و…

 نویسنده: مهرالدین مشید  از استبداد تا شایعه پراگنی؛ ساز و کار…

   امید زنده گی

زنده گی در همه حالات  بسر می آید گاه به تلخی…

از تو جدا نمیشوم 

نوشته نذیر ظفر 08/28/25 از همه گان جدا شوم از تو…

پرسش ۴: ساختار «پرس‌ومان» چگونه از گفت‌وگو به یک نظام…

-خراسان بزرگ دی‌‌روز، دانش‌مند، دانش و سبک کهنی نسبت به…

قهرمان‌پروری‌های احساسی و سقوط افغانستان در چنگال تروریسم

 نویسنده: مهرالدین مشید از اسطوره‌ پردازی های فریبنده تا بحران سیاسی…

پرسش ۵

از مکتب دینی فلسفی من بیش از این نه می‌دانم نقش…

نتیجه گیری از بحث های شبکه های تلویزونی و تحلیل…

بحث های داغ پیرامون این اقدام پاکستان راه افتید ،…

دموکراسي څه شی ده او سوسیال دموکراسي څه ته وايي؟

دا سوال د ډیرو ځوانانو پر مخ کې پروت او…

نام های بیشمار جنبش روشنگری غرب

Helvitius, C.A.(1715-1771) آرام بختیاری مقدمات: اصلاحات، انقلاب، عدالت، و سکولاریسم. روشنگری، جنبش برابری…

توضیحی بر فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع از…

نوشته از بصیر دهزاد  ‎فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان در دفاع …

آیا انسان، نسبت به انسان، از ته‌یی دل هم‌دلی دارد؟

پاسخ: محمدعثمان نجیب به نماینده‌‌‌گی از مکتب هم‌دلی!؟؟ شما از موردی پرسان می‌کنید که…

«
»

ډالرې راروانې دي؛ خو له غلو يې څنګه ساتلی شو؟

په داسې حال کې چې د بروکسل له غونډې وړاندې اوازې وې، چې افغانستان د بروکسل کنفرانس ته کومه لاسته راوړنه نه لري او ښايي له افغانستان سره د یوه کال له پاره د ۳ میلیارډو ډالرو مرستو ژمنې وشې، ولسمشر غني په دې توانيږي چې نړيوالو قناعت ورکړي او مرسته کوونکي هيوادونه له افغانستان سره لا ډیرو مرستو ته چمتو کړي. په دغه کنفرانس کې د نړۍ مرستندویه هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له افغانستان سره د راتلونکو څلورو کلونو له پاره ټولټال ۱۵،۲میلیارده ډالره مرسته اعلان کړه. ولسمشر محمد اشرف غني غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې افغانستان فساد سره د مبارزې، اقتصادي ودې او بشري حقونو برخه کې پرمختګ کړی دی، خو ټینګار يې وکړ، چې دغه هېواد اوس هم د نړیوالې ټولنې قوي ملاتړ ته اړتیا لري.

د بروکسل په کنفرانس کې نړيوالو له افغانستانه خپل پراخ ملاتړ څرګند کړ. د جاپان هېواد د پناه غوښتونکو او په کور دننه د بې ځایه شویو کسانو له پاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو تر څنګ افغانستان کې د پرمختیا له پاره د نورو ۴۰۰ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه. همدارنګه ترکيې هېواد هم ۶۰۰ میلیونه ډالرو مرستو وعده وکړه. پاکستان ۵۰۰ میلیونه، سعودي عربستان ۱۰۰ میلیونه او ډنمارک به په راتلونکو څلورو کلونو کې له افغانستان سره ۲۶۰ میلیونه ډالره مرسته کوي. دغه راز ناروې هېواد ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د څلورو کلونو په مودې کې هر کال د ۷۸ میلیونو ډالرو مرسته کوي. له دغې کنفرانس وړاندې هم نړيوالې ټولنې په پراخه کچه له پخواني افغان حکومته ملاتړ څرګند کړی و او په میلياردونو ډالره پيسې په تيرو څوارلسو کلونو کې افغانستان سره مرسته وشوه خو له بده مرغه چې دلته پرې چور ګډ شو او تالا و ترغۍ شوې. اوس پوښتنه دا ده چې د نړيوالو تازه مرستې به څنګه او چيرته په مصرف ورسول شي؟

په افغانستان کې د افغانانو د پرمختګ د دښمنانو له پراخو هڅو سره ـ سره بيا هم افغان ولسمشر غني په دې توانيږي چې د خپل خوار ولس د پرمختګ او هوساینې لپاره د نړيوالو مرستې جلب کړي. د هيواد د پرمختګ او ابادۍ دښمنانو ډیرې هڅې وکړې چې د بروکسل له کنفرانسه مخکې په افغانستان کې له هره پلوه اوضاع ترینګلې کړي او په بروکسل کې نړيوالو ته د افغانستان اهميت کم کړي. د افغانستان تاريخي دښمن ډیره هڅه وکړه چې په امنيتي او سياسي برخه کې افغان حکومت ته سختې ننګونې جوړې کړې څو په بروکسل کې نړيوالو ته د ګوت نيونې ځای پيدا کړي خو ولسمشر غني په ډيرې زیرکۍ د دښمن شوخې موخې شنډې کړې. ګاونډيانو په تيره ايران او پاکستان له افغانستان سره د دغو مرستو د مخنيوي لپاره ډیرې هلې ځلې وکړې، پاکستان او روسيه وسله ولا طالب ته د پخوا په پرتله د جنګ روحيه ډیره ورکړه، نوې او عصري وسلې يې ورکړې او په افغانستان کې ګډوډۍ جوړولو ته يې وهڅوو.

ايران بيا د خپلو ګوډاګيانو په لاس افغان حکومت ته په سياسي برخه کې ستونزې جوړې کړې. يو شمير افغان دښمنه کړيو ته په ميلونو ډالره ورکړل څو افغان حکومت له قومونو تر منځ په دوه ګوني چلند تورن کړي. دوی يې په ډالرو وپړسول د حکومت پر ضد په کور دننه او بهر د پراخو مظاهرو پلان يې ورکړ. که څه هم دغو کړيو د ايران څخه د ورکړل شويو پيسو د هضمولو لپاره په بروکسل کې هم مظاهرې وکړې خو ولسمشر غني په ډیرې هوښيارئ حالات قابو کړل. د ولسمشر سپيڅلې مبارزه او لابي ګرۍ رنګ راوړ او د هيواد دښمنه کړيو شوم پلانونه يې شنډ کړل. ولسمشر غني له خپلې تجربې، علميت او پوهې څخه په ګټه اخيستنې او د خپلو ګټورو اقتصادي پلانونو په وړاندې کولو سره د نړيوالو قناعت حاصل کړ او بلاخره يو ځل بيا يې دې کړيدلي ولس ته په ميلیاردونو ډالرو مرستې ترلاسه کړې.

چيرته بايد ولګول شي؟

لکه څرنګه چې هم د نړيوالې ټولنې او هم د افغان ولس غوښتنه ده؛ يادې پيسې بايد په داسې توګه ولګول شي چې د افغانستان لپاره د دايمي هوساينې سبب شي، مرستې بايد په زیربنايي پروژو ولګول شي، دا مرستې بايد د افغانستان لپاره په اږد مهال کې ګټور ثابتې شي او داسې نه شي چې د تير حکومت په  شان په موقتي ډول د نمايشي پرمختګ لامل شي. مرستې بايد د افغانستان د په ځان بسياينې سبب شي، پيسې بايد له فساد سره په مبارزه کې، د خلکو لپاره په ښې حکومتولۍ، دولتي اصلاحاتو، د امنيتي ليکو د پياوړتيا، او تر ټولو اړين دا چې يادې مرستې بايد د کډوالو د راستنيدونکو لپاره ژوند او کار د شرايطو برابرولو برخه کې ولګول شي.

له غلو يې څنګه ساتلی شو؟

دا چې څنګه دغه ډالري مرستې له تاراج او چور څخه ساتلی شو؛ په دغې کار په خپله ولسمشر غني ښه پوهيږي، غني بايد د دغو پيسو څار په خپله ولکه کې واخلي او حکومتي غله او داړه ماران دې ورته خوا ته هم نيږدې نه پريږدي. غني بايد د خپلې تجربې له مخې يادې پيسې د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره په خپلو لاسونو وکاروي او نه دې پريږدي چې د هر غل او ډاکو نظر پرې ولګيږي.

 

لیکنه : خوشحال آصفي