جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

څوک رښتیا وايي؛ خلیلزاد که شاهین؟

که څه هم،چې د سولې په برخه کې وسله والو طالبانو ته د ډېرو امتیازاتو پر ورکړې نیوکه کېږي،خو بیا هم مشورتي لویې جرګې او دیني عالمانو له حکومته وغوښتل،چې په ښه نیت کې څو ګامه وړاندې ولاړ شي او نور امتیازات هم وسله والو طالبانو ته په پام کې ونیسي.

امریکا هم د افغان حکومت لخوا د زیات شمېر طالب بندیانو د خوشې کېدو هرکلی وکړ او دا یې د سولې په برخه کې غوره اقدام وباله.دا،چې وسله والو طالبانو تر اوسه څه ښه نیت ښودلی بیا د پوښتنې وړ ده.

د دې ترڅنګ د امریکا او طالبانو په شپږ پړاویزه خبرو اترو کې هم مهم مسایل مطرح شول،چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یې په اړه په وار وار څرګندونې او پر خپل دریځ ټینګار کړی او په همدې لړ کې یې پرون ماښام پر خپل ټویټر ولیکل،چې د سولې په جامع تړون کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ډاډ تر لاسه کول، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، بین‌الافغاني خبرې چې سیاسي جوړجاړي ته زمینه برابره کړي او دایمي اوربند شامل دي او دا هغه چارچوب دی،چې طالبان یې مني.
د طالبانو د سیاسي ډلې ویاند سهیل شاهین بیا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي،چې په مذاکراتو کې امریکا منلې چې خپل ټول پوځیان باسي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي سفیر هم خوشبیني ښودلې او ویلې یې دي،چې تر بل هر وخت اوس سولې ته شرایط برابر دي، خو امریکا بیا د سهیل شاهین د ټویټ په غبرګون کې وویل،چې له طالبانو سره د خبرو اترو بل پړاو لپاره په چمتوالي بوخت دي او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره د هوکړې په لټه کې نه دي، بلکې د سولې يو هر اړخيز تړون غواړي.

دا،چې ولې د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي ” امریکا منلې چې خپل ټول ځواکونه له افغانستان وباسي.” ؟

په دې برخه کې څو موارد شوني او اغېزمن ګڼلی شو:

– وسله وال طالبان غواړي امریکا ته د نرم دریځ  خپلولو په خاطر شین څراغ روښانه کوي.
– له وسله والو طالبانو لار ورکه شوې،ځکه یې دروغو تبلیغاتو ته مخه کړې.دوی یو ځل وایي،چې امریکا د سولې په خبرو کې صادقه نده او داعش زموږ پر ضد پیاوړی کوي،خو بېرته بیا وايي،چې امریکا یې هغه غوښتنه منلې،چې تل به یې تأکید پرې کاوه.

– د طالبانو پر وسله والو پوځي فشارونه ډېر شوي دي،نو ځکه داسې مسایل مطرح کوي، څو فشارونه ورباندې کم شي،ځکه سږکال دوی د ولایتونو د سقوط خوب له سره ایستلی دی.

– دا هم له پامه نشو غورځولای،چې ممکن د پاکستان په مرسته یې نیت بدل شوی وي او په رښتینې معنا د سولې هوکړې ته تلوسه او بېړه لري.

– بل مهم مورد،چې سولې ته د وسله والو لېوالتیا پکې حس کېدای شي؛ هغه د ملګرو ملتونو وروستی راپور دی،چې پکې ویل شوي “افغانستان کې ځانمرګي بریدونه ۷۰ سلنه کم شوي دي.”

د ښاغلي خلیلزاد په غوښتنو کې هم ظاهراً هغه څه پراته دي،چې افغان ولس یې له کلونو راهیسې تمه لري.
افغان حکومت که څه هم ظاهراً پر خلیلزاد بي باوره شوی و،خو د اعلامیو له لارې یې وویل،چې امریکا یې تشویشونه ور رفع کړې دي.
خو یوه اندېښنه لا پر ځای ده؛ اوهغه دا،چې ولې افغان حکومت په دغو خبرو اترو کې شامل ندی؟

دا،چې څوک رښتیا وايي او ولې د طالبانو تعبیر خلیلزاد سره له غونډو دا دی،چې ګواګې امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي؛ د مکث وړ  خبره ده.
په هر حال؛ افغان ولس له دواړو لوریو دا تمه لري،چې د سولې په اړه واحد نظر رامنځته کړي،خپله رښتینولې ثابته کړي او خپلو خبرو ته د عمل جامه ور واغوندي بیا به معلومه شي،چې څوک رښتیا وايي او څوک رښتونی ندی؟

لیکنه: خوشحال آصفي