بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

«
»

په ځنګلونو چور ګډ دی؛ څوک شته چې غږ يې واوري؟

مشرانو جرګې تيره ورځ په کونړ ولایت کې د ځنګلونو په پرې کولو اندېښه وښوده او له حکومته ‌یې وغوښتل چې د ځنګلونو د پرې کولو مخنیوي ته پام او خوندي ساتلو ته يي جدي اقدام وکړي. په ورته مهال د کونړ اوسېدونکي وایي اوس هم په یو شمېر سیمو کې ځنګلونه پرې کېږي خو تراوسه حکومت په دی نه دی بریالی شوی چې د ځنګل وهونکو مخه ونيسي. دوی وايې دولتي چارواكو ورسره په وار وار د ځنګلونو وهلو د مخنيوي ژمنې كړې دي، خو تر دا مهاله يې په دې برخه کې هيڅ ډول اغېزناک ګامونه نه دي پورته كړي؛ بلكې قاچاقبر لا هم د شپې په تياره كې ځنګلونه وهي، د اوښانو او قچرو په مرسته یې راباسي او نورو هېوادونو ته يې وړي. د معلوماتو له مخې د کونړ ۷۲ سلنه برخه ځنګلونه جوړوي چې د هېواد ستره اقتصادي سرچینه بلل کيږي او د طبيعي ښکلا له مخې د وحشي ژوېو او مرغانو دايمي ټاټوبې هم ګڼل کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې تير کال د ليندۍ په مياشت کې د کونړ د ځنګلونو د قاچاقبرانو نوملړ مشرانو جرګې ته استول شوی و. تير کال د مشرانو جرګې يو شمېر غړو د چارتراشو د قاچاق وړونکو له نومونو څخه د پردې پورته کولو او د جرګې ټولو غړو ته د ياد نوملړ د وړاندې کولو غوښتنه وکړه، خو يو شمېر غړو بيا له دغه کار سره مخالفت وکړ او ويې ويل، چې د قاچاق وړونکو د نومونو په څرګندولو سره به هغوى له هېواد پښې سپکې کړي. مشرانو جرګې ژمنه کړې وه چې د قاچاق وړونکو نوملړ به په رسمي توګه عدلي او قضايي ارګانونو ته تسليم او د جرګې له لوري به تعقيب شي. خو د مشرانو جرګې دا ژمنه هم لکه د ملي يووالي د حکومت مشرانو د ژمنو په څېر په یخ وليکل شوه او لمر ته کيښودل شوه.

له کلونو راهیسې په کونړ کې د چار تراشو قاچاق په یو کار وبار اوښتی، داسي راپورونه هم موجود دي، چې د ځنګلونو د وهلو له درکه د حکومت مخالفینو ته هم ډېر څه په لاس ورځي، ځکه ځنګلې د هغوی تر ولکې لاندې سیمو کې وهل کېږي. دا چې دا ځنګلونه د چا لخوا په قاچاقي ډول وهل کيږي؛ د کونړ اوسنی والي وحيدالله کليمزی وايې چې مافيايی کړۍ او مختلفې ډلې له کلونو راهيسې د کونړ ولايت ځنگلونه پريکوي او قاچاقوي يی، سره له دی چې والي په ځانګړی توګه د کومې ډلې يا کړۍ نوم وانخيست خو ويی ويل په هغو سيمو کې چې امنيتي پرسونل دايمي حضور نلري د حکومت مخالفين همد خنګلونو په قاچاق او پريکولو کې لاس لري. دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې داسې راپورونه خپريږي چې پخپله د کونړ دولتي چارواکي د لرګيو په قاچاق کې لاس لري.

په کونړ کې د ځنګلونو وهنه وړه خبره نه ده، دلته ځنګلونه په ښکاره او غیر قانوني ډول د قاچاقبرو لخوا وهل کیږي او بیا پاکستان ، دوبۍ او د سیمي یو شمیر نورو هیوادونه ته لیږدول کیږي چې تراوسه د دغو ځنګلونو ۹۰ سلنه برخه وهل شوې. آن داسې هم ويل کيږي چې د لرګيو قاچاقبر وسله والو طالبانو ته هم پیسې ورکوي ترڅود دوې ته د ځنګلونو د قاچاق مخه و نه نیسي. دغه ځنګلونه د قاچاقبرو لخوا په پوره زړورتيا او د چارواکو د سترګو په وړاندې وهل کيږي؛ د شپې له خوا په کچرو باريږي او ګاونډي هيواد پاکستان ته وړل کيږي. که افغان دولت د کونړ د ځنګلونو د وهلو مخنيوی ونکړي نو ډير ژر دی چې کنړ له ځنګلونو پاک او په يوه سپيره دښتنه بدل شي.

ولس، سياسيون، مدني فعالان او مسول چارواکي ټول شکايت کوي چې په ځنګلونو چور ګډ دی او د مافيايي کړيو له لوري وهل کيږي. خو تر دې دمه هیچا دا جرأت ونکړ چې د يوې مافيا نوم واخلي. دلته دولت هم لکه د ولس په څېر له مافيايي کړيو شکايت کوي خو تر اوسه داسې نه دي شوي چې د دغو ځنګلونو قاچاقبرې مافيايي کړۍ رسوا شوي وي او د خپل عمل په سزا رسيدلې وي. دولت بايد دولت و اوسي نه دا چې لکه د ولس په څېر له مافيايي کړيو يواځې شکايت وکړي او  نور يې د نيولو او افشا کولو لپاره لاس په کار نه شي. ځنګلونه ژغورل غواړي، که ژغورلای يې نشي کم تر کمه دومره خو دې وکړي چې د وهل شويو ځنګلونو پر ځای دې نوي ځنګلونه جوړ کړي. ځکه همدا ځنګلونه د هيواد راتلونکې ملي سرمايه ده، همدا ځنګلونه د هوا په پاکوالي کې رول لري، همدا ځنګلونه د طبيعي ښکلا سبب کيږي او همدا ځنګلونه دي چې د وحشي حيواناتو لپاره يې د اوسيدنې زمينه برابره کړې ده، که خدای مه کړه ځنګلونه په بشپړه توګه له منځ ولاړ شي نو يوه ستره ملي سرمايه به مو له لاسه ورکړې وي.

لیکنه : خوشحال آصفي