دل دادن و دل بردن!

امین الله مفکر  امینی                2026-25-09 دلـــــدادن ودل بردن ودل بستن نباشد…

ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

ابو نواس اهوازی؛ نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی

(بخش 1)، علی میرفطروس ۳۱٫ شهریور ۲۵۸۵ شاهنشاهی هم باده، گوارا وُ هم…

نگاهی هنری و زیبایی‌شناختی

به آثار آیبک (موسی تاش‌محمدوف)  نویسنده بزرگ ازبکستان دوران شوروی برگردان. رحیم…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد؛…

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

دیوانگان نفت و ثروت

رسول پویان از خواب بخیز که دشمنان بیدار اند غافل منشین که…

میان مبارزه طبقاتی- و هنر عشق ورزیدن

Erich Fromm (1900- 1980 ). آرام بختیاری اریش فروم؛ التقاط مکاتب جهت…

  تاریخ در آینهٔ نویسنده؛ از حقیقتِ روایت تا روایتِ حقیقت

 نویسنده: مهرالدین مشید باور بر این بوده است که نویسندگان داستان‌ها…

وقتی بحران دیگر در مرز متوقف نمی‌ماند

Wahidullah Noorzai | NIDA Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field-Based Strategic…

از فارسی‌ستیزی استعمار بریتانوی در هند تا دگرگونی نام‌های فارسی…

سلیمان کبیر نوری دوست ای ویدیویی برایم فرستاد که از جهات…

                       کام بلا 

جهان در معرض نابودی و کام  بلا  تاکی همیشه مردمان در…

میان چشمه‌های شعر

مجموعه اشعاری از روناک آلتون برگردان به فارسی:زانا کوردستانی بانو "روناک توفیق…

افغانستان؛ میدان رقابت قدرت‌ها پس از خروج آمریکا

 نویسنده: مهرالدین مشید جایگاه مردم افغانستان در میدان رقابت های کشور…

عربستان در افغانستان چه می‌خواهد؟

Wahidullah Noorzai — Former Senior Military Officer, Field Strategist &…

«
»

په هالند کې د سهیلا اصغري وردک حسرت نظیمي د ادبي او فرهنګي هاندو و هڅو په ویاړ نمانځ غونډه

 دغه غونډه پر (۲۰۱۴) زیږدیز کال د فبروري میاشتې پر یو ویشتمه (۲۱) نیټه د هالند د (الکمار)  په ښار کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې پر کوربه هیواد سربیره له بیلابیلو اروپایي هیوادونو څخه د پښتو او دري- پارسي ادب و فرهنګ پیژندل ښویو او نامتو څیرو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو، او ګڼو مینه والو هم برخه اخیستې وه.

– غونډه د پاک قرآن د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې زموږ د هیواد خوږ ژبې ویاندې،  اغلې فوزیه میترا  او زموږ د هیواد تکړه ژورنالیست بسم الله اکبري د غونډې په اړه په پښتو او دري ژبې معلومات ورکړل.

– ښاغلي محمد قاسم عثماني د لوی ننګرهار د ټولنې مشر د خپلو خبرو په ترڅ کې  ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ووایه، او له دوی  څخه  چې په دغه غونډه کې یې برخه اخیستې وه د زړه له کومې مننه وکړه.

– په دغه غونډه کې مخکښ لیکوال او شاعر ښاغلي هدایت الله وطنیار د  سهیلا اصغري د ادبي او فرهنګي شخصیت په هکله خپله وینا واوروله اوبیا یې خپل یو شعرچې د دې په اړه لیکل شوی و هم ولوست.

 – ورپسې زموږ د هیواد پیژندل شوی لیکوال،  پیاوړې داستان لیکونکې او تکړه ژورنالیست ښاغلي ډاکټر ببرک ارغند ته بلنه ورکړل شوه چې خپله وینا د غونډې ګډون والو ته واوروي.

 ښاغلي ډاکتر ببرک ارغند په خپله یوه لنډه ادبي کیسه کې، د سهیلا اصغري ادبي او فرهنګي شخصیت داسې انځور کړئ و چې د اوریدونکو له خوا یې په ډیره مینه او د چک چکو سره یو ځای توود هر کلی وشو.

– په دې پرتمینه غونډه کې ښاغلي انجنیرعبدالقادر مسعود هم ګډون درلود.

 ده په خپله وینا کې د سهیلا اصغري د  زده کړې،  ادبي او فرهنګي هاندو هڅو په اړه په بشپړ ډول اوریدونکو ته معلومات وړاندې کړ، چې د اوریدونکو له خوا یې ډیر په  مینه هرکلی وشو.

– زموږ د هیواد د ملي، حماسي او رزمي  ولولوخاوند، هیواد پال او اولس پال شاعر ښاغلي عبدالوهاب سرتیر، چې په دغه غونډه کې  هم حضور درلود په خپلو خوندور او زړه وړونکو شعرونو یې دغې غونډې ته لا ښکلا ورکړه.

– ښاغلی واحد نظري چې زموږ دهیواد یو نامتو لیکوال او مخکښ طنز لیکوونکې دی په خپله لیکنه کې یې  د سهیلا اصغري د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه رڼا واچوله او په پای کې یې خپل یو ښکلی او خوندور طنز اوریدونکو ته  واوروه، چې د ګډون والو د تاوده هرکلي سره مخامخ شو.

– ښاغلی عزیز سرشار چې زموږ دهیواد یو دروند، هڅاند او فعال ادبي او فرهنګي شخصیت او تکړه شاعر دی او په المان کې د کونړ د فرهنګي ټولنې په استازیتوب خپله وینا او یو شعر یې اوریدونکو ته واوروه. ده دا خبره هم څرګنده کړه چې زموږ ټولنې یو ستاینلیک اغلې سهیلا اصغري ته ترتیب کړئ و خو له بده مرغه د تخنیکي ستونزو له مخې دا ستاینلیک ما له ځان سره دغه غونډې ته نه دی راوړئ او ژمنه یې وکړه چې وروسته به دا ستاینلیک اغلې سهیلا اصغري ته په ډیره مینه سره ډالۍ کړي.

– ښاغلی مدد صاحب چې یو نامتو، وتلی ادبي ، فرهنګي شخصیت او د بیدل پژندنې د کړۍ یو تکړه غړۍ دی، هم په دغه غونډه کې ګډون درلود، چې  په خپلو ښکلو او په زړه پورې شعرونو یې دا غونډه نوره هم رنګینه کړه.

– ښاغلی انجنیر مطیع الله روفي په آلمان کې د کونړ د فرهنګي ټولنې په استازیتوب خپله وینا اوښکلي او خوندورشعرونه ګدون والو ته واورول چې غونډې ته  یې  نوره هم ښکلا ورکړه.

– اغلې حمیرا نګهت دستګیر زاده چې زموږ د هیواد یوه پیژندل شوې او مخکښه  شاعره ده. دې هم په دري- پارسي ژبه خپل شعرونه او یو شعر یې په پښتو ژبه  په دغه غونډه کې د غونډې برخه والو ته  واورول.

– ښاغلي بشیر مومن چې یو تکړه لیکوال او خوږ ژبې شاعر دی، خپله وینا اوښکلي  شعرونه په دغه غونډه کې ګډون والو ته وړاندې کړل.

– ښاغلی عبدالوهاب فایز، چې یو پیژندل شوی ادبي ، فرهنګي شخصیت او د بیدل پژندنې د کړۍ یو تکړه غړۍ دی،  خپل خوندور شعرونه اوریدونکو ته واورول او دا غونډه یې نوره هم پسې رنګینه کړه.

– په دغه غونډه کې امین باوري چې د پښتو ادب او فرهنګ یو دروند او فعال شخصیت او تکړه شاعر او په  بلجیم کې  د افغاني ادبي او کلتوري ټولنې مشردی هم ګدون درلود چې په خپله وینا یې دا غونډه نوره هم لا درنه کړه او د خپلې  ټولنې مرستیال ښاغلي انجنیر حضرت سادات ته یې بلنه ورکړه  چې د ستیژ سر ته راشي. دوی په ګډه سره د خپلې ټولنې په استازیتوب یو ستاینلیک او یو شمیر کتابونه اغلې سهیلا اصغري ته ډالۍ کړل.

– په هالند کې د افغاني ټولنو د اتحادیو مشر ښاغلي ولي شاپور هم خپل پیغام ګډون والو ته واوروه. او د خپلې ټولنې د  مشرتابه غړو ته یې بلنه ورکړه چې د ستیژ سر ته راشي. دوی هم په ګډه سره د خپلې ټولنې په استازیتوب اغلې سهیلا اصغري وردک ته د تکړه ویاندې او غوره خبریالې په توګه یو باور لیک  ډالۍ کړ.

 اوهمداسې یې یو ستاینلیک  محمد قاسم عثماني ته او د ښاغلي انجنیرعبدالقادر مسعود ادبي او فرهنګي هڅې یې وستایلې او  ده ته یې هم  یو ستاینلیک ورکړ.

– په آلمان کې د کونړ د ځوانانو د فرهنګي ټولنې په استازیتوب ښاغلی انجنیر فرید ساپي چې یو تکړه ادبي او فرهنګي شخصیت دی، خپل پیغام د غونډې ګډون والو ته  واوروو.

– ښاغلي الهام الدین قیام چې زموږ د هیواد یو تکړه ادبي څیره او خوږ ژبې شاعر دی، په دغه غونډه کې دخپلو شعرونو په ویلو سره دا غونډه نوره هم رنګینه کړله.

– ښاغلی حسام الدین حسام چې زموږ د ادب او فرهنګ یوپیژندل شوی شخصیت او تکړه شاعر دی د دغې غونډې ګدونوالو ته خپل ښکلي او خوندور شعرونه واورول  چې له اوریدونکو له خوا په ډیر تاوده احساساتو د ده د شعرونه هرکلی وشو.

– په دې غونډه کې ښاغلي س. سیلنی چې زموږ  د ادب او فرهنګ یو تکړه شخصیت او شاعر دی هم ګډون درلود، چې خپل ښکلي او په زړه پوري شعرونه یې د غونډې برخه والو ته واورول.

– ښاغلی جلال عمرخیل چې د ځوانو شاعرانو په منځ کې یو پیژندل شوی، مخکښ او تکړه ځوان شاعر دی، خپل خوندور شعرونه یې اوریدونکو ته واورول چې د ګډونوالو له خوا د ډیر تاوده هرکلي سره مخامخ شو.

– په دغه غونډه کې یو شمیر نورو تکړه او هڅاندو ځوانو شاعرانو لکه نذیر احمد نذیر او جابر منظر هم خپل خواږه او ښکلي شعرونه اوریدونکو ته واورول.

–  ښاغلي ماما چې یو اولسي شاعر دی هم په غونډه کې خپل شعر واوروه.

– د یادونې وړ ګڼم چې په دغه غونډه کې یو شمیر پیژندل شویو او تکړه شاعرانو لکه :

ښاغلي نورالدین همسنګر، ښاغلي ځواکمن، ښاغلي خپلواک وطنیار، ښاغلي فضل الربي رستم، ښاغلي صدیق الله ملکزي، ښاغلي نزار او همداسې یو شمیر نورو ګډون کړئ وو چې د غونډې د وخت د کموالي له کبله دوی و نه شو کولای چې خپل شعرونه ګډونوالو ته واوروي.

– اغلې فوزیه میترا  د ښاغلي پوهاند استادمجاور احمدزیار او د ښاغلي استاد لطیف ناظمي پیغامونه چې د سهیلا اصغري د ادبي او فرهنګي شخصیت په اړه دغې غونډې ته رالیژل شوي وو هم یادونه وکړه.

– ښاغلي بسم الله اکبري اغلې سهیلا اصغري ته بلنه ورکړه چې خپله وینا اوریدونکو ته واوروي.

– اغلې سهیلا اصغري د تاوده هرکلي سره د ستیژ سر ته راغله او خپله وینا یې پیل کړه. دې له ټولو مینه والو څخه  چې په دغه غونډه کې یې  ګډون کړئ وو،  او له ټولو دوستانو څخه چې د دغې درنې او پرتمینې غونډې په جوړولو کې یې  فعاله برخه درلوده د زړه له کومې مننه او درناوی وکړ.

– د غونډې دویمه برخه د ماښام ډوډی او په زړه پورې هنري کنسرت ته ځانګړې شوې وه، چې زموږ د هیواد پیژندل شويوو او تکړه  هنرمندانو ښاغلي محبوب الله محبوب،  ښاغلي کریم لمر، چې د طبلې په برخه کې  ښاغلي شعیب اسحق زي او ښاغلي شیر شاه سلطاني  ورسره فعاله برخه  درلوده د ټنګ ټکور په برخه کې  ښکلې او  په زړه پورې مستې سندرې واورولې چې په تودو ولولو او چک چکو سره بدرګه شول .

– د یادونې وړ ګڼم د دغې غونډې په غوړیدلو او رنګینولو کې د آغلې فوزیه میترا د یوې خوږ ژبې او تکړه ویاندې او د ښاغلي بسم الله اکبري د یو تکړه ژورنالیست په توګه  د غونډې د مخته بیولو په برخه کې  د دوی دواړو هلې ځلې او ونډه  د خورا قدر او ستاینې وړ دي.

– د دغې غونډې په سمبالولو کې  ښاغلي کریم لمر هم کارنده برخه درلوده.

– او همداسې د یادونې وړ ګڼم د ښاغلي محمدکریم مومند فعاله ونډه په دغه غونډه کې او د  ښاغلي عتیق فقیري او پردیس فقیري هلې ځلې د فلم جوړولو او عکس اخیستلو په برخه کې د قدر اودرنښت وړ دي.

– په پای کې  پیژندل شوي ټولنیز، ادبي او فرهنګي شخصیت ښاغلي زلمي جهش د خپلو

خبرو وروسته د ګلونو یوه ښکلې ګیډۍ اغلې سهیلا اصغري ته ډالۍ کړه.

– همداسې  ټولو درنو اغلو او ښاغلو لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو ته د ګلانو ګیډې ډالۍ شوې او د شپې پر یوه بجه دا درنه او پرتمینه غونډه پای ته ورسیده.

په ډیر درنښت او ادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود