آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ولې اړين دی؟

بلاخره له بلها جنجالونو او کشمکشونو وروسته حکومت اعلان کړی چې د روان کال د تلې مياشتې په ۲۸ مه نېته به په ټول هېواد کې د ولسواليو شوراګانو او پارلمان سرتاسري ټاکنې ترسره کيږي. د ورې په ۲۵ د ټاکنيزو کارتونو اخيستلو بهير هم پیل شو. دلته په ټاکنو کې د خلکو د ګډون په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي. ځکه تېرې ټاکنې د بهرنيانو او کورنيو مغرضو کړيو لخوا داسې بدنامې شولې چې ولس يې په ډيموکراسۍ او ټاکنو تر اعظمي درجې بې باوره کړو. د بهرنيانو او کورنيو مغرضو کړيو لخوا د تيرو ولسمشريزو ټاکنو بدنامولو سره اوس راتلونکو ټاکنو په اړه هم خلک زړه نازړه دي چې ګډون په کې وکړي يا نه؟

په دې بحث نه کوو چې پخوانۍ ټاکنې چا او ولې بدنامه او بحراني کړلې خو دلته ځينو هغو ټکو ته اشاره کوو چې ولس د خپل مسوليت په درک کولو سره اړ دی چې بايد په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي. يا هغه مواردو ته اشاره کوو چې ولس يې بايد په پام کې نيولو سره په ټاکنو کې په پوره رضايت برخه واخلي.

د اسلام له نظره په ټاکنو کې د ګډون ګټې

  1. په ټاکنو کې د ګډون له امله هغه ګډون کوونکی چې د ولس غم او درد حس کولی شي او غواړي چې د ولس په سرنوشت باندې سم شخصيت وټاکي، د روحي او جسمي آرامۍ احساس کوي ځکه خپله شرعي، عقلي، سياسي او ټولنيزه وجيبه يې ادا کړې ده.
  2. د الهي مسوليت ادا کول، کله چې يو څوک خاص د خدای د رضا او د ولس د آرامۍ په خاطر په ټاکنو کې ګډون وکړي نو په حقيقت کې يې د خدای او ولس په مقابل کې خپل هغه الهي مسوليت ادا کړی دی چې خدای نوموړي شخص ته ورکړی چې بايد د ټولنې د اصلاح لپاره په خدای، وطن او خاورې مين شخص د خپل ولس زعيم وټاکي.
  3. هغه څوک چې په ټاکنو کې برخه واخلي، بيا د خپل هيواد په اداري امورو کې ځان شريک ګڼي او له بې تفاوتۍ او بې انګيزه توب څخه خلاصيږي او خپل وجدان ته ځان ملامت نه احساسوي.
  4. په ټاکنو کې پراخه ونډه اخيستل د نظام د اقتدار او بيا خلکو ته د ښه خدمت ترسره کولو برخه کې د مسولو چارواکو د هڅونې سبب کيږي، همداراز په ورته مهال د  هيواد د پرمختګ او سوکالۍ د دښمن د ناهيلۍ او زړه خوراک باعث کيږي.

په ټاکنو کې د ګډون سياسي ګټې

  1. په ټاکنو کې ولس پراخ ګډون د هيواد د دښمن په سترګو او زړه کې د اغزو او چړو ننوېستل دي. دا يوه سياسي حماسه ده او دا چې د هيواد د پرمختګ تاريخي دشمنان مو په بېلابېلو لارو غواړي خلک په حکومت بې باوره او حکومت له خلکو جلا کړي نو راځی د دښمن په شوم پلان د ناهيلۍ خاورې واړوو او په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخلو.
  2. په ټاکنو کې پراخ ګډون د يو هيواد لپاره اقتدار او د دښمن له شومو موخو ترلاسه کولو څخه مصونيت ورکوي چې پر اساس يې د هيواد په کورنيو چارو کې د دښمن د لاسوهنې مخنيوی هم کيدلی شي.
  3. په ټاکنو د پراخ ګډون له امله بايد د نورو مغرضو هيوادونو لاسونه لنډ کړو څو بيا د تيرو ټاکنو په شان د خلکو په رايه لوبې ونه شي او دريېمګړي ته اړتيا پيدا نه شي څو زمونږ سرنوشت وټاکي. خلک بايد د خپل سرنوشت په خپله ټاکلو لپاره په ټاکنو کې ګډون وکړي.
  4. په ټاکنو کې د خلکو پراخ حضور په نړيواله کچه د يو هيواد باور زياتوي چې په دې سره بيا ياد هيواد په پوره وړتيا کولی شي چې له خپلو حقوقو څخه په غوره توګه په نړيواله کچه دفاع وکړي. ځکه د يو هيواد خلک چې په ټاکنو کې پراخ ګډون کوي مانا يې دا ده چې دوی ټول په ديموکراسۍ باور لري او غواړي چې د خلکو لخوا جوړ شوی حکومت دې په خلکو حکومتداري وکړي، نه د پردي په لاس جوړ شوی حکومت.
  5. په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون په کورنۍ او بهرنۍ کچه د نوموړي هيواد د کلک او مقتدر حکومت ضمانت کوي. ځکه هغه حکومت چې د خلکو په رايه رامنځته شي نو بيا د خلکو له پراخ ملاتړه برخمن وي او هغه حکومت چې دخلکو ملاتړ ورسره وي بيا په نړيواله کچه له خپل او ولس له حقه په کلکه دفاع کولی شي.

نو راځی په ټوليز ډول د خپل ایماني، وجداني او هيوادني احساس او مسوليت له مخې په پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخلو او له پورته يادو شويو ګټو څخه مو ټولنه او دولت برخمن کړو!

لیکنه :خوشحال آصفي