نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

ټوپک سالاري یا ښایسته سالاري

AKAGUN0214D.jpg wordt weergegeven

د کار او دندې پیدا کولو معیار  په افغانستان کې تر اوسه پوری ( ټوپک، جهالت، زور، واسطه، اړیکې، بډې ورکول، میلمستیا ورکول، مذهبي ، قومي، ژبني او سمتي اړیکي پالل، شراب او کباب ورکول، په فساد ککړه مخیه لرل، قانون ماتوونه ، ګوندي مسایل، جهاد او مقاومت، خلقي او پرچمي  یا چپ لاسی او ښې لاسی، ښکاره چمچه ګیري، غوړه مالي ، ختیځ او لويدیځ ځپلي، د یو بهرني هیواد ملاتړ، د تش په نامه د فلاني رهبر ملاتړ، د بهرني هیواد پاسپورټ درلودل  او په لسګونه نور غیر اسلامي، غیر افغاني او غیر قانوني لارې چارې دي؛ چې د ځوانانو زړونه یي له درس او سبق نه تور کړي دي. ډیری ځوانان وایي چې دلته شایسته سالاري نده دلته ټوپک سالاري او زور سالاري ده. که چیري لیرې لاړ نشو د ښاغلي کرزي حکومت نه را پدیخوا او همدارانګه اوسني ګډ حکومت کې هم په لوړه کچه باندې پر بیلابیلو لوړو دندو او پوستونو داسې کسان ګومارل شوي وو او دي چې تاسو باور په خدای وکړۍ چې په خپل مورنۍ ژبه نه سم خبرې کولای شي او نه لیکلی شي. تخصص، لوړې زدکړې، کاري تجربه او وړتیا خو پرځای پریږده؛  د ګډ حکومت مشرانو ښاغلي غني او عبدالله د ولس سره ژمنه کړې وه چې دوی به پوه او متخصص کسان په دندو ګماري. او نو دا دی چیرې دي هغه پوه او متخصصین زه خو یی نه وینم. د ګډ حکومت د مشرانو د سلاکارانو نه نیولی تر ټیتې کچې کارکوونکو پورې ایا داسې کوم متخصص او با تجربه کس تر اوسه ټاکل شوی دی او که نه؟ او که چیري داسې وای نو به لږتر لږه د افغانستان په یو برخه کې به ( سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز مثبت بدلون) خو به په تیر یو کال راغلی و. خو دا دی تاسې یې ګورۍ چې حالت له بدو؛ بدتر شوی دی. همدا اوس هم زمونږ يه سیاسي نمایندګیو کې د افغانستان څخه دباندې داسې کسان په دندو ګمارل شوي او یا بوخت دي چې د دیپلوماسۍ په الف او ب خبر ندي، د هیواد  په تاریخ یي سر نه خلاصیږي، د هیواد په رسمي ژبو نه لیکلی شي او نه هم خبرې کولای شي. د علمي اثر یا کتاب په نوم خو قطعاٌ څه نلري، فعاله دییلوماسي نلري، همدا اوس تاسو وګورۍ زمونږ کابینې ته  لس میاشتې کیږی چې دوی غیر له غونډو، کنفرانسونو، عکس اخیستنو او خبرو څخه نورو ولس ته څه ورکړي دي؟ ایا که چیرې دوی واقعاٌ په کار پوه وای، متخصص وای، ستراتیژي او کاري پلان یې درلودلی، آیا وضعیت به همداسې وای لکه اوس چی دی؟ همداسې زمونږ لسانسه، ماسټران او ډاکټران په کور ناست دي او یا کچالو یا پیاز خرڅوي؛ اما برعکس داسې کسان په دندو ګمارل کيږي او یا شوي دي  چې دوی کافي سواد نلري، کافي د کار کولو وړتیا نلري، خو یو څه لري چې واسطه، زور، ټوپک، بهرنی پاسپورټ، غوړه مالي (بلې صاحب او نخیر صاحب ) او یا هم دوه کلمې انګلیسي یې زده ده هغه هم د Hi   او  Bye څخه  نور زیات نه پوهیږي ، تراوسه پورې په افغانستان کې ټوپک، واسطه او پیسې لومړيتوب لري؛ نه سواد، نه کاري تجربه، نه تخصص، نه تعهد  او نه هم زړسوی ظاهراٌ ویل ګیږي چې آزاد رقابت؛ اما ولس تر اوسه پورې د کوم آزاد رقابت شاهد نه و او نه هم دی. هغه په ځینو اداراتو کې فرمایشي او نمایشي ازموینې اخستیل کیژي. هغه هم د ولس د دوکه کولو په خاطر. اصلا نفر لا له وړاندې په دنده ټاکل شوی وي. دا واقعاٌ د افسوس خبره ده چې زمونږ هره خبره او ژمنه یوازې د ولس غولول او دوکه کول دي او بس .

نو تر څو چې قلم او کتاب د ټوپک او مرمۍ ځای ونه نيسي، تر څو چې لوړې زدکړې او کاري تجربه د واسطې او پیسو ځای ونه نيسي، تر څو چې وړتیا او پلان د میلمستیا او غوړه مالۍ ځای ونه نیسي، تر څو چې انسانیت او اسلامیت د قومیت او ژبې ځای ونه نیسي، تر څو چې آزاد رقابت د اړیکو او معامعلو ځای ونه نیسي او بالاخره تر څو چې قانون او اصول په اداراتو کې پر ټولو باندې یو شان پلي نشي نو همدا دیګ او همدا ټیپر به وي او بس.