دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

ترجمه‌ی شعرهابی از دریا هورامی

بانو "دریا هورامی" (به کُردی: دەریا هەورامی) شاعر، دوبلور و…

تلویزیون حقوق ناشر یک اندیشه ملی و روشنگری 

نوشته از بصیر دهزاد  تلویزیون حقوق در پنجشنبه آینده،  ۱۱ جولای، …

افراطیت دینی و دین ستیزی دو روی یک سکه ی…

نویسنده: مهرالدین مشید در حاشیه ی بحث های دگر اندیشان افراط گرایی…

د مدني ټولنې په اړه په ساده ژبه څو خبرې

 زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دا ډیر کلونه او…

«
»

ټاکنې کولای شي ستونزې حل کړي؛ نو خلک باید څه وکړي!

ليکنه: امین الله حقپال

دې ورځو کې ټاکنیز کمپاینونه ښه په درځ روان دي او ټاکل شوې د ولسي جرګې د دوه سوه نهه څلویښت څوکیو لپاره څه باندې دوه زره کسان زور آزموینه وکړي.

دا چې څوک به دې څوکیو ته لار پیدا کوي لا نه ده معلومه خو څه چې معلوم دي هغه د افغانستان ترینګلي حالات دي.

د دې لپاره چې له دې حالته ووځو، باید، څه وشي؟

خلک په دموکراتیکو ټولنو کې د واک او قدرت اساسي محور دی، خو شرط دا دی چې دغه قدرت څه ډول استعمال شي. د خلکو عامه پوهاوی په کار دی، د هغوي ظرفیت باید لوړ شي، له هغوي باید دا مفکوره لرې شي چې وایي، یوه رایه به کوم ځای ونیسي! د ولسي جرګې ټاکنې د حکومت د مشروعیت لپاره اړینې دي، خلک باید په ډېرې علاقې سره دې ټاکنو کې ونډه واخلي او داسې کسانو ته رایې ورکړي چې حساب پرې کیږي. هېواد دا مهال له سختو حالاتو سره مخامخ دی، یواځې د ولس سمه پرېکړه کولی شي، حالات کابو کړي.

په افغانستان غوندې بېرته پاتې هېواد کې چې له څلورو لسیزو راهیسې یې جګړو او تاوتریخوالي په بې باکانه ډول هر څه ترې اخیستي، ټاکنې یو مهم اصل دی، خلک باید د کاندیدانو په تشو ژمنو ونه غولیږي، خلکو ته په کار ده چې د هر کاندید پروګرامونه دقیق وارزوي. زیاترو یې داسې ژمنې ورکړي، چې د دوي له توان او ځواک لوړې دي، ولسي جرګه یو قانون جوړونکی او قانون څارونکی بنسټ دی، دا بنسټ نه شي کولی اجرایي کارونه تر سره کړي، که هر  کاندید وایي چې ژمنه یې خلکو ته خدمت او بیا رغاونه ده، دروغ وايي، ځکه بیا رغاونه د وکیل کار نه دی.

د تلې اته ویشتمې ټاکنې ډېرې مهمې دي، د دې ټاکنو د بریالیتوب لپاره د خلکو مشارکت مهم دی. خلک باید د دموکراتیک بهیر د بریالیتوب لپاره په ډېرې علاقې سره را ووځي او د خپل برخلیک ټاکلو لپاره رایې وکاروي. د مشروع حکومت لپاره په کار ده چې مشروع ولسي جرګه ولرو، اوسنۍ ولسي جرګه د دې لپاره چې ټاکنې ونه شوې، درې کاله له خپل وخت زیات په کار اخته ده.

د ولسي جرګې ټاکنې ډېرې اړینې دي. که چېرې دا ټاکنې ښې تر سره شي، داسې نښې به ولیدل شي چې هېواد د ټیکاو په لور وخوځوي.

کابل کې چارواکو ته نور لوی مکلفیتونه هم په مخ کې دي. په  بهرنیو اړیکو کې له سیمې او نړۍ سره د اړیکو پراختیا مهم کار دی، خو یو بیلانس باید موجود ووسي،  مونږ له امریکا او لویدیځ پرته نوره نړۍ هم لرو، دا سمه ده چې امریکا او متحدین یې افغان ځواکونه تمویلوي، خو په نړیوالو اړیکو کې باید منظم تګلوری ولرو.

د یوې خپلواکې بهرنۍ پالیسي جوړولو هڅّه په کار ده. یوه داسې پالیسي چې هم متحدینو ته د منلو وړ وي او هم مو پرې ګاونډیان خوشحاله کړي ووسي.

د افغانانو یو ستر مسوولیت دې کال کې دا دی چې ولسي جرګې ته په کار پوه او په ملي ګټو مین کسان انتخاب کړي، پردي پاله کسان نور باید له حکومت او ملي شورا ووځي، په کار ده چې په ملي ګټو مین کسان انتخاب کړو.

دې برخه کې بیا هم د خلکو ویښ ضمیر اړین دی.

خلک نور باید څه وکړي؟

د یوې ښېرازې، په خپلو پښو ولاړې او پرمختللې ټولنې جوړول په کار دي، ښه نو چې داسې ده، په ۱۳۹۷ کال کې د خلکو په ځانګړې توګه رایو ورکوونکو ستر مسوولیت دا دی چې په کار پوه او په ملي ګټو مین کسان انتخاب کړي، زه ډاډمن یم چې دې څه باندې دوه زره کسیز اوږد نوملړ کې داسې  کسان شته.

په راتلوونکي کال کې هم  افغانان له سترې آزموینې سره مخامخ دي، یو داسې کس باید د ولسمشر په توګه انتخاب کړو، چې د خلکو نبض درک کړي، د خلکو په اقتصادي حالت وپوهیږي، د ژمنو او تشو خبرو پر ځای عملي کار وکړای شي، یو داسې کس باید د ولسمشر په توګه غوره کړو، چې له نړیوالو په ځانګړې توګه امریکا سره اړیکو کې خپلو ګټو ته ژمن وي. خپلې ګټې د هېواد ګټې  دي نه د خپل جیب او کورنۍ ګټې.

له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شوی، خو ‌ډېرې مادې یې ځکه نه دي تطبیق شوي، چې د ملي یووالي حکومت یې په زغرده ور سره مطرح کولی نه شي دا هم په دې خاطر چې پیاوړی حکومت جوړ شوی نه دی. د ملي یووالي حکومت د سر سړی خود منمه او مغرور شخص دی. هغه له ځان پرته نور کسان او ملګري نه ویني، د هغوي مشورو ته غوږ نه ږدي او څه چې کوي فکر کوي، سم دي حال دا چې داسې نه ده، او هر څه باید په ډله کې تر سره او تنظیم شي. د بهرنۍ پالیسي لپاره  باید د متخصیصانو یوه ډله وګمارل شي، د اقتصادي ودې لپاره باید بله ډله کار وکړي، کړنې باید عملي وي، نه د ټاکنیزو شعارونو په څېر سمبولیکې او نمایشي.

د وسلوال پوځ سراعلی قومندان باید هر اړخیز اصلاحات راولي، اصلاحات دا نه دي چې تجربه لرونکي جنرالان د لوړ عمر په پلمه تقاعد او په کور کینول شي ویل کېږي چې د دولت د دې کړنې ډېر سرسخت مخالف پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر و چې هغه دا درک کړې وه چې د با تجربه کسانو لرې کول به د امنیت په راوستولو د ګټې پر ځای زیان وکړي چې همداسې وشول د حنیف اتمر د نظریې خلاف چې کوم عمل وشو او پر ځای یې بې تجربې ځوانان وګمارل شي، دا سمه ده چې ځوان کهول د ډېر کار توان لري؛ خو پخواني منسوبین او چارواکي هم د کار خلک دي، له تجربو یې باید هره برخه کې کار واخیستل شي.

د دې لپاره چې ولس او هېواد د پرمختګ په لور ګامونه پورته کړي، خلک باید چټک خو مسوولانه ګامونه پورته کړي.

که ووایو چې په یوه ګل نه پسرلی کیږي، تېروتي یو او باید په دې هکله اساسي کتنه وکړو، د خپل هېواد راتلوونکي مونږ او تاسو جوړولی شو؛ خو شرط دا دی چې رایې سمې استعمال کړو او چارواکي دې ته متوجه وي چې د نظر خاوندان باید وستایل شي نه دا چې د حنیف اتمر په سرنوشت اخته شي او دومره کړۍ پرې راتنګه شي چې استعفا ته اړ شي.