آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

ټال مجلې پنځمه ګڼه چاپ شوه

نجیب الله پاڅون

له بلخ څخه د ماشومانو لپاره علمي، ښوونیزې، روزنیزې، ادبي، معلوماتي او تفریحي ټال میاشتنۍ خپرونې پنځمه ګڼه د  ۲۰۰۰ زرو ګڼو په شمېر په ۴۴ مخونو کې چاپ او خپره سوه، په دغه مجله کې د ماشومانو لپاره او د ماشومانو په ژبه هر اړخیز ګټور مطالب راوړل شي.

ټال مجله له بلخ ولایت څخه د ماشومانو لپاره لومړنۍ پښتو خپرونه ده، چې لومړۍ ګڼه یې د ۱۳۹۵ـ ل، لمریز کال د لړم په ۱۴ مه، د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د نومبر په ۱۴ مه، د ۲۰۰۰ ـ  دوه زره ګڼو په شمېر په ۴ مخونو کې له یاد ولایت څخه خپره شوه.

همدا راز د ټال دویمه ګڼه، د ۲۰۱۶ زېږدیز کال د دسمبر په ۲۹ مه. خپره شوه.

درېیمه ګڼه یې د ۲۰۱۷ زېږدیز کال، د فبرورۍ په ۲۸ مه چاپ او خپره سوه.

څلورمه ګڼه د ۲۰۱۷ کال د اپریل په ۳۰ مه په رنګه ډول چاپ او خپره شوه.

او پنځمه ګڼه بیا د مجلې په ډول په ۴۴ مخونو کې د کلکې پښتۍ په درلودلو سره په رنګه ډول په لوړ تېراژ چاپ او خپره سوه. په دغه مجله کې د ماشومانو په ژبه او د ماشومانو لپاره ګټور مطالب، همدا راز د ماشومانو د پلرونو لپاره د ماشوم روزنې علمي او په زړه پورې مقالې هم راوړل شوي په دغه مجله کې د ماشومانو انځورونو، رسمونو او لوبو ته هم پاملرنه شوې ده.

د ټال مجلې په پنځمه ګڼه کې ګڼ شمېر مطالب خپاره شوي، چې زه یې دلته صرف د یو څو سرلیکنو یادونه کوم:

د خدای ستاینه، آیا پوهېږئ، د اسلامي تاریخ له پاڼو، د افغانستان لومړني اخبارونه، د پښتنو اتل، د فکر څېرې، د هیلو ټال، بریالیتوب، د ماشوم روزنې سل اروایي رازونه، ذهني پیاوړتیا، د خلکو فرهنګ، سمندر په لپه کې، د ماشوم لپاره خوندي او سالم چاپېریال، د کور کتابتون او ماشومان، ټوکې، روغتیا، د سګرټو زیانونه او د روږدو پایلې، په پښتو ادب کې د ماشومانو ادبیات، خپل هېواد وپېژنئ، د ماشومانو فولکوریکې سندرې، لوبې د ماشومانو روح پیاوړی کوي، لوی افغانستان، په ټولنه کې د ښوونکي مقام، ماشوم او راتلونکی یې، ساینسي پرمختیاوې، د حضرت عمر فاروق ویناوې، د نن غوټۍ د سبا ګلان، هر اړخیز معلومات او په لسهاوو نور ګڼ شمېر عملي، تفریحي، ادبي، شعرونه، انځورونه، تعلیمي، ساینسي، لنډې کیسې، د ماشومانو حقوق، د ماشومانو کانکور، د استعداد لرونکو ماشومانو پېژندنه، ښوونیز او روزنیز مطالب، لیکنې او مقالي راوړل شوي.

د ټال مجلې ځانګړتیاوې: ټال مجله د ماشومانو استعدادونه روزي او د هغوی پوهه زیاتوي. د ټال مجلې غټه او لومړنۍ موخه په لرې پرتو ولسوالیو کې نوي ماشومان له تعلیم او مطالعې سره آشنا کول او د هغوی مخه له افراطیت، تاوتریخوالي او تشدد څخه راګرځول دي. ټال مجله ماشومانو ته د غوره ژوند لارې چارې ښيي او د اخلاقو روزنه یې کوي. ټال مجله به ماشومان او تنکي ځوانان په دې باوري کړي، چې راتلونکی د دوی دی او کولای شي نړۍ بدله کړي.

د ټال مجلې اغیزې او ګټې: د ماشومانو، والدینو او ښوونکو تر منځ به د اړیکو یو نوی فصل پرانیستل شي. ماشومان به په زړه راکښونکې توګه د مطالعې فرهنګ خپل کړي. ماشومان به پر خپلو وړتیاوو او پوهې باور پیدا کړي. ماشومان به په ټولنه کې د ښه مشرتابه وړتیاوې ترلاسه کړي. ماشومان به د نوي عصر د غوښتنو په رڼا کې د نړۍ له نورو ماشومانو سره سیالان شي.

د ټال مجلې د خپرېدو څخه زموږ موخه: په بلخ ولایت کې ګڼ شمېر چاپي، انځوریزې او غږیزې خپرونې شته؛ خو په پښتو ژبه کې تر اوسه له دې ولایت څخه هیڅ خپرونه د ماشومانو لپاره نه وه، په لومړي ځل سره موږ د ټال مجلې، لومړی ګڼه په څلور مخونو، دویمه، درېیمه او څلورمه په اته مخونو کې چاپ او خپرې کړې. دغه خپرونه په مزارشریف ښار کې چاپ کېږي او بیا د بلخ په لرې پرتو ولسوالیو له هغې جملې، چهاربولک، دولت آباد، چمتال، بلخ، شولګره، دهداي او نهرشاهي ولسوالیو کې وېشل کېږي په یادو ولسواليو کې اکثره سیمې برق، انترنت، کتابتون او د نویو او عصري خدماتو ته لاسرسی نه لري، دغه سیمې زیاتره وخت د جګړو له امله زیانمنې شوي زموږ دغه خپرونه ټوله د بلخ په لرې پرتو ولسوالیو کې وېشل کېږي، ځکه د دغو سیمو ماشومان له دې خپرونې سره مینه لري او زیاتره وخت یې لولي.

زموږ غټ هدف د ټال مجلې څخه دا دی، چې د لرې پرتو سیمو ماشومان په خپله ژبه لیک، لوست، مطالعه او وینا وکړی شي، او همدا راز دوی د تاوتریخوالي، تشدد، افراطیت څخه راوګرځي. دا چې په لرو پرتو ولسوالیو کې ګڼ شمېر پلرونه په خپلو ماشومانو شاقه او درانه کارونه کوي زیاتره ښوونځیو ته ارزښت نه ورکوي. موږ په دغه خپرونه کې د زده کړې ارزښت ورته بیانوو او دوی هڅېږي، چې په راتلونکي کې خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوي او زده کړه پرې وکړي. د ټال مجلې مسؤول چلوونکی نجیب پاڅون او د کتنپلاوي ډلې مشر لعل جان آشنا دی.