خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

ولس مشر د« شورای نظار» په لوموکی

                                                                      انجنیر سید عبدالقادر  ۲۶ـ۲ـ ۲۰۱۶                                 

   ولس مشره ؛ تاسو حق نه لری چه داسی دولتی ټاکنی ترسره کړی ،چه دهغوی په عملی کولو سره ملت توهین ،هیلی یی په ناهیلو بدلی اوشورای نظاراوتنظیمی غله موپه خوښ کړی وی ۰تاسو ولس ته دخپل تبلیغاتی کمپاین پروخت ویلی وه، چه رایه راکړی ،چه خدمت وکړم، که ولس مشر سم دکادرونو په ټاکنوکی به مسلکی زده کړی،تجربه او پاکوالی په نظر کی ونیسم، څه سولی ستاسو هغه وعدی چه د ملت سره موکړی وی ؟ستاسو اداری خودیوه مسلکی شخص هضم هم ونه کړای سوای چه وی لری ۰ معلومه سول چه تاسو هم دکرزی په څیر پر جهادی غلو اوښکاره قاتیلینو تکیه کوی،که داسی نه وی نو ولس ته هغه لومي رسوا کړی ، چه ستاسو دکاردپرمخ تګ مانع ګرځی،چه ولس دهمکارۍ لاسونه درکړی ۰ کرزی خو لا د«شور ا ی نظار »سره دشراکت اړیکی لرلی او ساتلی ، دکرزی څخه ولس هم دکوم خدمت هیله نه درلود له۰ برعکس تاسو خو بیا جهادی غلو ته په داسی حال کی دولس دارادی څخه لیری دتسلیمی لاسونه پورته کړل ،چه دهغوی سره کوم شراکت هم نه لری۰ولس ستاسو څخه دخپلو رایو په بدل کی دنوروغوښتنو ترڅنګ دپاکو اومسلکی کادرونوټاکنی غواړی ،ولی تاسو څه وکړل ، دټولټاکنو دپایلو داعلان سره جوخت تاسودداخله وزارت څخه مسلکی باتجربه شخص لیری اوپه عوض کی موددې پر ځای چه یو بل مسلکی کس مودکورنیو چارو دوزارت په رآس کی ټاکلی وای ،تاسو بیسواده د نرسنګ د تقلبی اسنادو لرونکی غل دشورای نظار په مشوره ،په داسی حال کی چه په سوانح یی ټول ملت پوره خبردی ، دداخله چارو دوزارت دپاره وټاکی ۰ ایا په دې کارسره دی ټول رایه ورکونکی توهین اوناخوښه نه کړل؟ باید وویل سی چه افغان متعهد روشنفکران اودولس لویه برخه دسیمی اولیسانی تعصب کلتورنه پیژنی، و لی اوسنی سرایط د اپه ګوته کوی چه نوربه افغان ملی متعهد روشنفکران بل چاته هم دا حق ور نه کړی ،چه دوطن دیوی سیمی اوبانډ غله اوقاتیلین دی چه دیوی نیمی لسیزی راهیسی یی دپاکوملی کټوته متعهدوروشنفکرانو پرځای دوطن واک تر لاسه کړی دی ،نورنسی کولای چه د ولس برخه لیک دی په خپلو ناپاکو تنظیمی لاسونو کی ونیسی ، اوداناپاکه کړینی دی نوری مخ ته بوزی ،داځکه چه داویښ سوی ولس اوس ددې توان پیداکړی دی چه ددې وحشت ناکی «شورای نظار» ترقوماندی لاندی دژوند نوری شپې اوورزی تیری نه کړی ، اوخپل برخه لیک په خپله وټاکی۰ ددې پرځای چه تاسو ددې جنایت کارو کړیو دپاره یوه خاصه محکمه دولس دهیلو سره سمه جوړی کړی وای، تاسو یوپر بل پسی مو د مسلکی وزارتونو په رآس کی اوهم مو امنیتی سکتورنو درهبری لویه برخه دی ددوی پلاس کی ورکړی ده ۰لږ څه دولس ددې درینیمولسیرو تحمیلی جګړو قربانیو ته ددرناوی له پاره په قانونی توګه ددې قاتیلینو اوغلو لاسونه ددولتی واک څخه لیری کړه ،چه ولس دارامۍ تنفس وکړی ۰په ورستۍ برخه باید ووایم چه ولس ستاسو څخه په ډیره احترامانه توګه غوښتنه کوی چه پرټاکنو باندی دسره غور اودولس دهیلوسره سم چلند وکړی،ځکه رایی هم معلومی اوقانونی ولس مشر یی ۰ وطن دمسلکی پاکوکادرونو څخه ډک دی،ولی دایی باید ګناه و نه بلل سی چه هغوی دآی اس آی تررهبری لاندی جنایات نه دی ترسره کړی او دملت د شتمنيو په چور کولو کی یی سهم نه دی اخستی ،اویا دپنجشیر دولسوالۍ اوشورای نظار غړی نه دی ۰ په داسی حال کی چه دعلومی صاحب په یاداښت کی چه تاسو ته یی سپا رلی اودرسنیو دلاری خپور سوی دی ،تنها دیوه کال په جریان کی یی په قراردادونو کی«یو مبلیارډاوڅلورسوه اوه میلیونه » افغاننۍ صرفه جویی کړی ده چه دنورو مسلکی فعالیتونوتر څنګ یی دوه «میلیارډه» لیټره تیل هم صرفه جویی کړی دی،چه دشورای نظار ددی چور په حاکمیت کی دتصور څخه لیری کاربلل کیدلایسی ۰لاندی انځورونه تاسو دبیلګۍ په توګه وګوری چه د«شور ا ی نظار» کوم جنرال لوړ مسلکی تحصیل لری،لمړي دوه ا نځورونه دکورنیو چارو دنوی وزیر دی،دولس دپاره په ريښتېنه توګه ډیردتوهین اوشرم ځای دی ۰ په داسی حال کی چه اوس مهال ټولو خپله رتبۍ د سترجنرالۍ پراوږو باندی ایښی دی،چه اصلآ دقانون له مخی تقلبی رتبی اودتقلبی سوانح جوړول هم یوښکاره جرم بلل سوی دی، ومن الله توفیق