د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

               کاروان وحدت 

بر خیز تا هم آ ییم ، با  کاروان وحدت  جا…

«
»

ولسمشر به له خپلې لمنې اور واخلي

په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د ارګ سرپرست وياند شاحسين مرتضوي په يو ټلويزيوني بحث کې ژورناليستانو ته د کچالو پلورونکو خطاب وکړ؛ د مرتضوي د يادو څرګندونو پر وړاندې د ژورناليستانو غبرګون لا پای ته رسيدلی نه دی چې يو ځل بيا يې ژورناليست ته د ټليفون پر کرښه د بې عقل خطاب کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې تير او اوسنی حکومت د بيان آزادي او د رسنيو پراخ فعاليت خپلې لويې لاسته راوړنې بولي.

مونږ ولسمشر غني ته وايو چې ښاغلی ولسمشره ! ستا مطبوعاتي ټیم ستا د حکومت او ولس تر منځ، ستا او د هېواد د مطبوعاتو تر منځ د ورځې په تېريدو د لوی واټن سبب کرڅېدلی او لا هم دا لړۍ دوام لري. ستا مطبوعاتي ټیم له مرتضوي نیولی تر دوا خان پورې د ارګ ټربيون نشي کېدلی او نشي کولي د حکومت له کارونو نه په روان حساسو شرایطو کې دفاع وکړي. ستاسو سرپرست ویاند دا څووم ځل دی چې له خبريالانو او د رسنيو له کارکوونکو سره د قانون خلاف خبري کوي او غیر انساني، غیر افغاني او غیر قانوني چلند کوي.

کله ورته کچالو فروشان وايې او کله هم خبریالانو ته د بې عقل خطاب کوي. آن تر دې چې په رسمي غونډه کې په ارګ کې ستا پر وړاندې د جمهوري اسلامي افغانستان پر ځای، جمهوري اسلامي ایران وویل، ستا سرپرست ویاند مرتضوي له دري ژبې پرته نور نه په پښتو پوهيږي او نه هم د انګليسي له الف و با څخه خبر دی. ته خبر نه يې او ستا سرپرست ویاند مرتضوي د مطبوعاتو په نړیواله ورځ د ژورناليستانو په نوم خپلو شخصي ملګرو او انډیوالانو ته همدا ستا په لاس مډالونه ورکړل. په داسې حال کې چې رښتيني او مسلکي خبریالان او ژورنالیستان له دغه پروګرام څخه خبر شوي هم نه ول. ستا دغه سرپرست ویاند اصلآ له رسنیو او خبریالانو سره سم چلند نه کوي او یوازې د ارګ له امکاناتو په استفادې خپل ملګري او انډيوالان پالي او بس. ستا دغه سرپرست ویاند نه د ژبې فصاحت او نه بلاغت هغه چې  یو ویاند یې باید ولري؛ نلري آن کنفرانس ته د خبرو پر مهال په خپلو خبرو کې بنديږي. نو دا چې په خپلو خبرو، کردارو او سلوکو کې اصلاح نشي راوستلای نو د حکومت له کارونو به څنګه په سمه ټوګه دفاع وکړي.

را به شو ستا د سرپرست ویاند مرستیال ښاغلي دوا خان مینه پال ته. زه په دې نه پوهيږم چې دا دوا خان مینه پال تاسو ته چا در پیژندلی او څه وړتیا لري، په څو ژبو باندې لیکل او لوستل کولای شي؟  آیا ماسټري لري که دکتورا؟ په کومه ملي او نړيوالې رسنۍ کې کاري تجربه لري؟ اصلاً د دې مسلک او شغل څه دی؟  ستا د سرپرست ویاند ښاغلی مینه پال یوازي له پښتو پرته نور په هیڅ ژبه په مسلکي او اکاډمیکه بڼه لیکل او لوستل نشي کولی او نه هم د رسنیزو کارونو د پام وړ تجربه لري. زه حيران دېته يم چې دا دې څنګه او د کوم معيار له مخې مرستيال وياند ټاکلی دی؟ دی خو په هیڅ صورت د وياندۍ په معيارونو لکه ( اخلاقي جرات ، په څو ژبو لیکل او لوستل ، د ماسټرۍ يا دکتورا درلودل ، کافي رسنیزه کاري تجربه، د افغانستان له اساسي قانونه نیولی تر یو عادی قانون پورې معلومات درلودل، له رسنيو سره ښې اړيکې درلودل ) چې يو ویاند يې بايد ولري؛ برابر نه دی.

رابه شو ستا مطبوعاتي سلاکارانو ته. زه شخصاً لس کاله کيږي چې د افغانستان په رسنیو کې کار کوم او په سلګونه لیکنې په دري او پښتو ژبو لرم او لا مې هم دغه لړۍ روانه ساتلې چې له ډيری ټولو هغو کسانو سره چې په مطبوعاتو کې سپيڅلی رسالت سر ته رسوي؛ زه يې پيژنم. اما تر اوسه زه په دې نه پوهيږم چي ستا مطبوعاتي سلاکاران څوک دي؟ څه کوي؟ څه وړتیا لري او ستاسو او په ټوله کې د نظام د بقا لپاره د حکومت له کارونو د دفاع لپاره ، له رسنیو او خبریالانو سره د اړيکو ښه کولو لپاره له حکومت او په ځانګړي توګه له ارګ سره او بالاخره د روانې جګړې د مهارولو لپاره کوم کوټلي ګامونه پورته کړي دي؟ څه یې کړي دي؟

زه خو چې ګورم او ووینم اصلآ هیڅ هم ندي شوي او ورځ پر ورځ وضعیت د خرابیدو په لور روان دی. په دې برخه کې ستا پر دغه نوي ګومارل شوي مرستیال ویاند ښاغلي نجیب الله آزاد باندې به اوس قضاوت نکوو. ځګه تازه په کار ګومارل شوی دی. د دې وړتیآ او مهارتونه به وروسته معلوم شي. اما د يو ځوان په توګه وړانديز تاسو ته دا دی چې ښاغلی ولسمشره خدای ته وګوره او په کار پوه او مسلکي کسان، نا پیلي کسان، هغه کسان چې د خولې او د قلم د نوک نه یې اور باديږي؛ په کار وګوماره. دا قومي او مذهبي وېش نور بند کړه. يو اهل هنود راوله خو چې لږ تر لږه د هيواد په رسمي پښتو او دري ژبو او يوه نړيواله ژبه باندې لیکل او لوستل وکولاې شي. هيله ده نور د قوم، سمت او مذهب پر اساس نه بلکې د وړتيا، پوهې، تجربې او تعهد معيار له مخې ټاکنې وکړئ.

لیکنه : خوشحال آصفي