جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

نړیړال امپریالزم هم په میخ وهی هم په نعل

دوی دواړه د یوې سیکې دوه مخونه دي

د افغانستان خلک چې ۸۹ ٪ بې سیواده دی په ۳۶ کالو کې نه دروسانو او نه هم
د غربیانو ( په راس کې ېې امریکایانو ) په شیطانت ، فساد ، توطیو ،
چالبایزیو ، خیانت او تذویر ځانونه و نه پوهول ، همدا وجه ده چې هر چا چې
د (غلو ، لارې وهونکو ، رشوتخورو ، قاتلینو ، غاصبینو ، مافیا ، قاچاق
وړونکو ، قوم پرسته ، تفرقه اچونکو ، د پاکستان او ایران ) سره ناروا –
بیشرمانه – خاینانه – د افغانستان د بې سترۍ په خاطر معامله کړی وه نن هم
ددوی د رهبرانو او قوماندانانو سره د مجبوریته – له شرمه – خجالته پخوانۍ
اړیکې ساتلي او ساتی ېې ، ځکه که چیر ته دوی ور نه نا فرمانی وکړي هرو
مرو ورته فلمی اسناد او ویدیويي اسناد چې ددوی د ښځو او لورانو او شکلیو
زامنو ور سره دی ورته ښيي او ورته وایی که د یوه زره سرکشي وکړه دغه
رازونه تلویزیونو ته ورکوي ، ددغو پالیسۍ نه د ( ایران او پاکستان
استخباراتی ) ادارو ډیره کلکه او مستقیمه استفاده قانونی مداخله اوحق
بولي ، دغه ناروا او شیطانی توطیه ګرانه استخباراتی بازی چې اساس ېې
انګریزانو څو قرنه  مخکې زموږ په خلکو تطبیق کړی وه نن ېې یو ځلې بیا د
امریکا – روسیېې – چین – هیوادونه زموږ په خلکو تطبیق کوي او همدا علت دی
چې زه وایم دواړه د یوې سیکې دوه مخونه دی ،  زه غواړم د روس او امریکا د
پالیسیو تکراری اړخونه ډیر مختصر درته بیان کړم ، روسانو په افغانستان کې
اول د حزب دیموکراتیک سیاسی بیرو په خلقی او پرچمی او بیا په ترکی
پرستانو او امین پرستانو او د پرچم په رهبری کې د ببرک کارمل او دکتور
نجیب الله په رهبری دغه لوی ګوند وویشلو، بیا ېې وزیران – معینان – ریسان
– دهغو ادارو مشران چې هلته ډیرې پیسې وی خپل طرفداران د ففټي ففټي په
حساب مقرر کړل ، او بیا ېې د سبز قطعی په نامه د اشرارو سره مستقیمه
اړیکه ونیوله او د امدادی توکو په ویشلو ېې د اشرارو سره ارتباطات محکم
کړل ، په مجاهدینو کې دچرسیانو – شرابیانو – بیرو – زنکه بازیو – بچه
بازیو – غلاوو – رشوت – قاچاقبری – تروریست کسانو سره اړیکې ټینګې کړې او
ډیر زیات اشرار ېې  ددولت خواته تسلیم کړل او په دغو ناروا کارو کې
روسانو ځانونه ملیاردران او د ډیرو موثقو اطلاعاتو خاوندان کړل او بل
اخره د انګریز د فورمول نه ېې استفاده وکړه ( تقسیم کړه تفرقه واچوه
حکومت وکړه ) روسانو هم رشوت خوړلو – هم ېې مجاهدینو ته تیل او وسلی او
مهمات اکمالول او هم ې د هر قوماندان سره اړیکی درلودلې او په دی تر تیب
ېې د حزب دیموکرا تیک دروازه قلف کړله او د شکست سره ېې مواجه کړو .

غرب امریکا او انګریزان –فرانسه او جرمنان ) دنورو ۴۸ هیوادو سرغنه هم
عین پلانونه او تاکتیکونه په افغانستان کې په افغانانو تطبیقوی ، دوی په
اول کې حزب دیموکراتیک په اشرارو د ( پاکستان او ایران ) په مشرۍ او
مستقیمه مداخله د شکست سره مواجه کړو او بیایی مجاهدین په خپلو منځو کې
سره په جنګ واچول – بیاېې د پاکستان په رهبری طالبان د افغانستان په خلکو
حاکمان کړل ، او د افغانستان دخلکو دین – کلتور – فرهنګ ېې خاصتا ښځو په
شمول  سپک او بې ستره کړل او طالبان ېې دومره تشویق اوحمایه کړل تر هغو
چې انګریز د احمد ولی سره چې په انګلستان کی سفیروو د مسعود په ذریعه چې
فرانسې ته را دعوت شوو او ډبل عبدالله ېې تر جمان وو غرب وهڅولو چې
افغانستان اشغال او طالبان خورد او خمیر کا حتی ۲۰۰۰ نفره طالبان ېې
ژوندي په کانټینرو کی غلبیل غلبیل کړل او دحیرتانو په دشته کې ماسیکر کړل
او زمینه ېې د بن د کنفرانس په ذریعه دیوه عبوری حکومت  له پاره جوړه کړه
او هغه تاریخی انتیک شیان چې انګریزانو په مختلفو نقاطو د پکتیا کی پټ
کړی وو هغه د ۱۸۰۰ انګریزی سربازانو په مرسته د میرزکی او نورو ځایو نه
را ټول او لندن ته ولیږدول او بیا هلمند ته چې هلته مختلف انتیک شیان او
یورانیم او مخدره مواد وو لاړل او ځای پر ځای شول امریکا هم د افغانستان
مهم تاریخی شهرونه او ابدات لوڅ او خپلو هیوادو ته ولیږل او بیا خبر شول
چې باید دهلمند له معادنو او مخدره توکو نه هم بې بهری پاتی نه شي غرب هر
کال د ۵۰- ۶۰ ملیارده ډالر مفاد وړې او زموږ خلک خبر نه دی ، اوس چې د
انتخاباتو په سر ددوی ګوډاګۍ ډبل عبدالله د شکست سره مخامخ شوۍ نو ېې د
امریکا د سنا د مجلس څو چارواکی کابل ته را ولیږل تر څو هر څه د ډبل
عبدالله په نفع تنظیم کړي او فروفیسور اشرف غنی ورته څملوی ، او حتی نن
چې د جولای څلورمه وه د امریکا د دفاع وزارت نماینده اعلان وکړو چې دریم
واري باید انتخابات تر سره شي او موږ ېې حمایت کوو ، اخر زموږ وطنداران
به څه وخت په حقایقو پوهیژي آو څه وخت به د غلو او داړه مارو رشوت خورو
غاصبینو دغو د پنجشیر د ډاکو منګلانو نه ځانونه خلاصوي ، اشرف غنی احمد
زۍ باید د رایو د شمیرو وروسته فورا د انتخاباتو د مستقلو کمیسیونو نه
وغواړی چې فورا رایی اعلان کړي او زموږ خلک د تشویش نه خلاص کړی او نور
غرب یا شرق ته موقع برابره نه کړې چې د افغانانو په سرنوشت بازۍ وکړې ،
اخر هندوستان هم قرنونه د انګریز مستعمره وه خو نن هلته میړونه دی او نه
د امریکا او نه د انګرزانو پروا لرې موږ هم باید اشرف غنی په کلکه حمایت
کړو تر څو د غدارانو سلسلې ته خاتمه ورکړي .