افغانستان در مدار واگرایی؛ تراژیدی‌های اجتماعی، سیاسی و رسانه‌ای

نویسنده: مهرالدین مشید با ادعا های فراتر از « پنج چاریک»…

آیا طالبان دروغ می گویند یا وزارت خارجه ی روسیه؟ …

  نوشته ی : اسماعیل فروغی       بتاریخ بیست و سوم…

د سعوديانو او تر دوی بر لاسونه هم بيا د…

عبدالصمد ازهر                 …

چهل و یکمین سالگرد وفات مولانا داکتر استاد محمد سعید…

روز پنجشنبه مورخ « هفت حوت سال ۱۴۰۴ هجری شمسی…

محکومیت تجاوز نظامی پاکستان بر افغانستان

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

وزیر دفاع پاکستان؛ از ناگفته های ساختاری تا راهبرد های…

نویسنده: مهرالدین مشید سیاست ابهام استراتژیک پاکستان؛ ازاعتراف‌های تاکتیکی تا ناگفته‌های…

بمناسبت روز های جهانی عدالت اجتماعی و زبان مادری

بنام خداوند حق و عدالت هموطنان گرامی، ۲۰ و ۲۱ فبروری روز…

مارکوس تولیوس سیسرو

هغه د لرغوني روم فیلسوف، سیاستوال، وکیل، ویناوال، شاعر او…

مبانی نظری عدالت اجتماعی

نور محمد غفوری بررسی نظریه‌ها و رویکردهای معاصر چکیدهعدالت اجتماعی از بنیادی‌ترین…

اینشتین؛ جمهوری خواه، سوسیالیست احساسی

Albert Einstein (1879-1955) آرام بختیاری آلبرت اینشتین: دانشمند، فیلسوف، هومانیست، جهان وطن.  آلبرت…

آموریم خود کفایی !

امین الله مفکر امینی                    2026-16-02! هـــر که آمد در این خطه ی…

آگاهی، عدالت و دموکراسی؛ سه رکن تحول پایدار

نور محمد غفوری تحول سیاسی و اجتماعیِ پایدار، نه با شعار…

بحران روایت ملی در افغانستان؛ غلبه گفتمان‌های قومی و ایدئولوژیک

نویسنده: مهرالدین مشید  بحران داعیهٔ ملی و جست‌وجوی رهبری راستین در…

نمونه های اشعار کهن فارسی، بخش دوم با اضافهء اشعار…

******** در ادامه مطالب فبلا ارايه و نشر شده در سایتهای…

پارادوکس انرژی در افغانستان: زغال‌سنگ یا آب؟

​تحلیلی بر گذار از سوخت‌های فسیلی به توسعه پایدار ​ ​افغانستان در…

افتضاح اپستین و فروپاشی وجدان بشریت در سرمایه‌داری پسین

نویسنده: مهرالدین مشید در دهه‌های اخیر، مطالعات انتقادی قدرت و جرم…

«او با تلخی، بیهوده‌گویی و خودپسندی را تمسخر می‌کرد…»

 به مناسبت دویستمین سالگرد تولد م. ای. سالتیکوف- شچدرین برگردان: رحیم…

مرگ ارزش و اخلاق

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

از دوری ی میهن سوزم!

امین الله مفکر امینی     2026-01-02! چنان از دوری ی میهن سوزم بجان…

        یک نـامـه به تاریخ؛ و یک نـخوانـدنی ترین!

با هدیه سلام ها و احترامات قلبی و وجدانی؛ این…

«
»

مور د هسک ستوری

مور د هسک ستوری ، د نړۍ رڼا ، د ټولنیز ژوند یوه زرینه پاڼه

وايي : (ناپېلیون بناپارت)

(مور په یوه لاس زانګو، زنګوي او په بل لاس جهان ښوروي.)

په رښتیا سره چې مور د ژوند ستره هستي او لویه شتمني ده .

د مور د ورین تندي ځلا او ښکلا لکه د سباوون سپینه رڼا  او د لمر وړانګې له ورایه ښکاري. د مور سپېڅلی او پاک زړګی د جنت باغ دی، چې په کې رنګارنګ ښکلي او ښایسته ګلونه خاندي، ټوکېږي، زرغونېږي او غوړېږي . 

د مور په پټ او ښکاره زړګي کې د خوږ عمر ارمانونه، د رښتینې مینې ژور احساس، د زړه سواندۍ او خواخوږي رازونه، د پوهې او هوښیارتیا ډېوې او څراغ لکه د لمر او رڼو ستورو د روښانه او ځلانده رڼا په څېر ځلېږي او بلېږي . 

مور د سبا هغه تکه سپینه لیکه او د بلو ډیوو رڼایي ده، چې په خپلو وږمو، وړانګو او شغلو یې په ټولنه کې تورې او تپې تیارې روښانه او رڼا کړېدي .

د مور په سپا او سوتره زړه کې د ښکلا، ښایست او جمال، هنر، فن او کمال، لویوالي او مشرتوب انځورونه له ورایه ښکاري. 

مور جانې! ته هغه درنه، سپېڅلې، پتمنه او زړه سوانده مور یئ، چې د خپلې ډکې خولې پر خندا او د څپانده او پاکې مینې او مهرباني په خوږه او پراخه غیږ کې دې، د کور او کاله کړۍ له مینې، وفا او محبت څخه ډکه ساتلې ده . لکه شمع ځان په اور سوزی، تر  سحره بلېږې، خپل د کور او خونې خوا و شا ته  رڼا راولې او خپل چاپیریال دې توود ، روښانه او ځلانده ساتلی دی.خپل خواږه او نازولي اولادونه دې د علم او پوهې په رڼا کې روزلي، پاللي او پاڅولي دي . 

 مورجانې ! ته د خپل  کور د کړۍ رڼا یې، ته د خپل ښکلي بڼ د غوړیدو او ټوکیدو د ګلونو او شین فصل د روغې او سالمې پالنې، ښوونې او روزنې اغېزمنه مالیاره یئ.

  مور جانې!  ته په ټولنه کې هغه لویه هستي یئ، چې ستا په نیازبین زړګي کې  د احساس او انساني عواطفو انځورونه له ورایه څرګندېږي .

 مور جانې : تر دې لوړ پوړۍ او مقام نور نشته چې جنت ستا تر پښو لاندې دی.

زما درنې او پتمنې مورې ! لاسونه دې په ډیر درنښت او رښتینې مینې سره ښکلوم، نور ما ته هیڅ مه کوه خو راته وکړه دوعا.

مور جانې ! ته په ټولنه کې هغه لوی مقام لرې، چې ستا له روښنایي نه نړۍ رڼا شوې ده، ستا درنې او پتمنې سټې ته، پوهې او هوښیاري ته، ستا عزت، لویوالي، مشرتوب، برم، شان و شوکت ته درناوی او سلام، ستا لوړ او اوچت پوړۍ او مقام ته سر ټيټوم.

زما غیرتي او پتمنې مورې!  ته هغه سپیڅلې مور یئ ، چې د غیرت، مېړانې او زړورتیا وږمه دې هر لور ته ځلېږي او چلېږي او په خپله غیرتي او د عزت و ننګ په لویه او پراخه غېږ کې دې حق پالونکي زمریان ، توریالي او ننګیالي اتلان، ستر عالمان،  نوښتګر، مخکښ او روڼ اندي لیکوال، ادیبان او شاعران پاللي، روزلي، پاڅولي او پارولي دي.

زما خواخوږې مورې! دا نړۍ د خدای کور دی،  او ته د اسمان په زړه کې لکه سپینه سپوږمۍ بلېږې او ځلېږې. ته هغه درنه مور یئ، چې د ژوندانه ترخې او خوږې دې زغملي دي.

زما درنې او غیرتي مورې! ته د جنګ او جګړو په ډګر کې لکه غر په هسکه غاړه دریدلې یئ او د ټپیانو او ژوبل شویوو میړنو د ټپونو او زخمونو د رغیدلو په سوچ او خیال کې یئ .

مور جانې! ته هغه درنه، زړوره، با عزته او پتمنه مور یئ، چې د بندي توب او غلامۍ ځنځیرونه دې شوکولي او لوړ قدرتونه دې په شا تمبولي او تیري کوونکي دې د خپلې خاورې شړلي دي، او د خپل لرغوني هیواد او هیواد والو او د خپل ښکلي او تاریخي تمدن او فرهنګ په ساتلو او د غیرت، نام او ننګ په لاره کې دې خپل د میړانې او سرښندنې کفن په سرو وینو رنګ کړیدی. ته هغه څوک یئ چې د خپلواکۍ، آزادۍ، د تړون او پیوستون، دسولې او روغې جوړې، د سوکاله او ګډ ژوند بېرغ دې تل ځواکمن او اوچت ساتلی دی .

زما ګرانې او درنې مورې! ته لکه د  تنکو ګلونو څانګه، نازولې، ښکلې د شرم او له حیا څخه ډکه څېره لرئ. ته زما د ژوندانه شمعه، څراغ، ډېوه او زما د زړه رڼا یئ. ستا په خوږه خوله کې د غوټی په شانته خندا ده او په کتلو کې دې د مینې او مهرباني خوندور رازونه نغښتې دي. 

زما ګرانې او مهربانې مورې ! ستا هغه خوږې خاطرې او نه هیریدونکي یادونه نه شم هیرولئ، چې تل به دې په خپلو خوږو خبرو کې ویل، موږ باید له واړه کوره راووزو، ځان له نړۍ سره اشنا کړو، له ځان او قام نه را اوچت شو له انسان سره اشنا شو.

تا به ویل، په خپل ژوند او په دې فاني نړۍ کې لکه غر په هسکه غاړه اوسېږه، له هغو زړونو ځارېږه چې په کې د هیواد او هیواد والو سره ژوره مینه نغښتې وي. ته باید د یو زړه سواندي او خواخوږي انسان په شان د خوارانو، غریبانو، کونډو، رنډو، بې وزلو، خوارو او وږو تږیو یتیمانو او د غم ځپلو انسانانو په غمونو، دردونو، ستونزو، کړاوونو او د دوی د داغلي، سوزیدلي زړونو سره وژاړئ او اوښکې ورسره تويې کړئ.

 مور جانې! ته هغه مور یې، چې ستا سپاه او سُتره زړګی تر نړۍ لوی دی، ستا په خوږو خبرو کې خوند او رنګ او ویناوې دې له ملغلرو، ورمونو او ښوونو ډکې دي. ته هغه روښانده مور یئ چې له کتاب، علم، پوهې، اخلاق او ادب سره ځانګړې مینه لرئ او تل په سوچ او تفکر کې لاهو او ډوبه یئ. ته د لوړو اوصافو او اخلاقو په مشال رڼا یئ. او تل دې هڅه کړیده چې د ژوندانه کړاونو او ستونزو ته لار دې حل ولټوئ .   

زما کړیدلې او پتمنې مورې! ته په تورو شپو کې لکه شمع  بلېږې. ته د تورو تیارو بله رڼا یئ او په نیمه شپه کې د قناعت، اطاعت، زغم، صبر او حوصلې په رڼا کې لکه روښانه ډیوه ځلېږې.  

زما دردیدلې، ستړې او ستومانه مورې !  ستا په ټپي او زخمي زړګي کې د ټولنیز ژوند بیلابیلې ستونزې، کړاوونه، دردونه، ستا په سینه او د زړه په هینداره کې د زړګي نارې سورې او ستا په خوږه ژبه کې ځګیروي او اسویلي او له احساس او عواطفو څخه ډک پیغامونه له ورایه ښکاري.

مورجانې! کله چې زه ستا د تلپاتې مینې، زړه سواندۍ او مهربانۍ د سوچ او خیال په سمندر کې لاهو او ډوب شم، په رښتیا سره چې ته د ژوند هستي یئ، ته د رښتنولي او پت پالنې، د لویوالي او سړیتوب، د سرلوړي او با عزته ژوند سیمبول یئ.

اې زما پاکې او سپېڅلې مورې!  ته د جنت هغه پرښته یې چې ستا په څېره، پوهې او زیرکتیا کې ، کلک هوډ او اراده، خوشالي، سوکالي او نیکمرغي پرته ده.

زما ځوریدلې، کړیدلې او غمجنې مورې !

زما سوی، ټپي، ژوبل او له وینې او غمه ډک زړه ستا د مړینې په ستر ویر کې غمجن،  او ستا د غم په لمبو کې ستي په سور انګار دی. زما له سترګو د غم اوښکې څکېږي . ستا نه ځار او کربان شم، چې مرګي له مونږه کړې بې وخته جلا. ستا زغم او صبر، زړه سواندي او خواخوږي وه د زخمي زړونو دوا او درمل . دا یو څرګند حقیقت دی چې مور د کور رڼا او یوه ځانګړې اسماني ډالۍ ده . مور هغه څوک ده چې د وخت په تروږمیو کې خپله لکه ډیوه سوځي خو په ټوله مینه او پېرزوینه د خپلې کورنۍ ژوند له تورو تیارو څخه ژغوري . په رښتیا سره چې د مور د رښتینې او سپېڅلې مینې ډېوه به د زمانې په تیاره کې تل ځلانده او روښانه وي . 

زما د سوي او ویرژلي زړګي، زړه سوانده او مهربانه مورې!

هغه وخت چې تا له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې، ستا غم ماته توره شپه وير او وا ویلا جوړ کړ، زړه مې خوړین او سوری سوری او له پرهارونو ډک شو. زما په زړه کې ستا د غم چیغه، وير او ژړا پرته ده او د غم باران اورېږي. زه خپل د ویر او غم ډک زړه په ترخو سوچونو او اندېښنو کې ، په ساندو، زګېرویوو او اوښکو تشوم . ستا د بیلتون او هجران په سور اور کې بې کچه سوزېږم او کړیږم. 

دا منل شوی حقیقت دی چې مرګ او مړینه حق دی، خو ستا د مړینې سره تورو ورېځو د غمجن توفان په وسیله د ټولنیز ژوند په بیلابیلو برخو او د ادب، مینې او ښکلا په بڼ کې د بیلتون درانه او سوي داغونه ګډ کړل. 

زما غم ځپلې په سرو وینو لمبیدلې مورې!

 ته هغه سره لمبه د احساس، مینې او مهرباني وېئ چې د خپل سور او ګلګون کفن سره په ایرو کې پټه شوئ، خو وینه دې مسته او سرشاره ده پاڅون لري . ستا په مړستون او ډورۍ کې سرې جنډې رپېږي، سرې سکروټې او ډیوې بلېږي او چاپېریال یې ټول څراغان کړیدی.

زه د خپل لوی او سپېڅلي خدای (ج) لوړ حضور ته لاسونه پورته کوم چې ته پر هسکه غاړه د جنت په څلو کې وګرځې. اې زما خوږې، درنې او پتمنې مورې، اې زما د سترګو تورې ، اې زما د ولس مورې الله او مولا دې مل شه . په دې نړۍ کې ستا ویاړلی یاد دې تل ژوندی او تلپاتې وي او اروا دې خوشاله او ښاده غواړم .

په ډیر درنښت او مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود