پلان شهری یا مهندسی قدرت؟ واکاوی اهداف پنهان طالبان در…

نویسنده: مهرالدین مشید نگاهی به پروژه‌های عمرانی در شهر کابل با…

شوخ طبعی 

رسول پویان  خنده داروی طبع غمگین است  شـادخواری طبیب دیرین است  خنده روباش…

جنگی که بجای فروریزی دستگاه تروریست پرور، دندان های آن…

نویسنده: مهرالدین مشید جنگی که امید ها برای نابودی بزرگ ترین…

به یاد مادر

مادر به خوی عادت طفلانه ام هنوز از بهر تو سرخوش…

توهم پولی، دستمزد، تورم ـــ برشی از کتاب: «درس‌گفتارهای کاپیتال»

دانش و امید، شمارهٔ ۲۹، اردیبهشت ۱۴۰۴ ــ  اوایل سال ۱۴۰۳،…

     انزوای نمایشی، همکاری پنهانی: از انکار علنی تا توافق پشت…

نویسنده: مهرالدین مشید انزوای دیپلوماتیک تا معامله در سایه: روایت دوگانه…

یوغلط خبر د جنجال منبع

نور محمد غفوری په دې ورځو کې د مغرضو او دروغجنو…

و.ای. لنین- وحدت فلسفه و سیاست

ترجمه. رحیم کاکایی اوگورودنیکوف ولادیمیر پتروویچ، دکتر علوم فلسفه، پروفسور، رئیس کرسی…

ناله یی میهن

رخت سفر ببستم و سوی وطن شدم در آرزوی دیدن مهد کهن…

از شمس النهار ، بنیاد گزاری مطبوعات مدرن

1میرعبدالواحد سادات ترقیات عالم روبه بالاست  ما از بالا به پایین می…

روز جهانی مطبوعات و روزگار آشفته و نابسامان روزنامه‌نگاری در…

نویسنده: مهرالدین مشید هرچند روز جهانی مطبوعات (۳ می) فرصتی است…

ریشه‌یابی پیدایش سادات، خواجه، آقا و بار بی‌معنای مذهبی دادن به…

محمدعثمان نجیب بخش نخست:  مراد من این‌ است تا بدانیم، چرا مردمان…

مارکوزه؛- فیلسوف التقاطی جنبش دانشجویی

Herbert Marcuse (1898-1879) آرام بختیاری نیاز  فیلسوف "چپ نو" به فرویدیسم. مارکوزه (1979-1898.م)،…

مسئولیت اخلاقی رسانه ئی  در دفاع مشترک از روشنگری ،…

نوشته  از: بصیر دهزاد   قسمت دوم  ادامه قسمت اول   نباید یک اصل عمده…

مسئولیت اخلاقی رسانه ئی  در دفاع مشترک از روشنگری ،…

نوشته  از: بصیر دهزاد   قسمت اول   انگیزه این مقاله  تداوم بحث های…

وحدت ملی یگانه ضامن بقای کشور است

اگر از چهار راهی ها گذر کنی مزدور کار ،…

تقسیم جهان 

رسول پویان  زمیـن در بین غـولان جهـان تقسیم می گردد  تـوگـویـی از…

یووالی د بریا کيلي، د نن ورځې اړتیا

ليکنه: حميدالله بسيا په تاریخ کې ډېرې داسې شېبې شته چې ملتونه…

نقش و جایگاۀ اصلی دین در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فشرده عصر حاضر، که با بحران‌های هویتی، اخلاقی، زیست‌محیطی…

 ماکار گرو نیروی توانای جها نیم 

             به استقبال روز بین المللی کارگر  انسان بخاطر زنده ماندن خود…

«
»

ملي ځواکونه

نور محمد غفوری

ما د ملي، دموکراتو او ولسي ځواکونو په اړه څو کاله د مخه او څو وارې مفصلې لیکنې کړې او نشر کړې دي چې ورپکې د هغوی په ماهیت، ورته والي او ځانګړنو باندې تماس نیول شوی. اوس دادي بیا دا مسئله د افغانستان د سیاسي ټولنیزو فعالینو ترمنځ را پورته شوې چې د هیواد اوسنیو ستونځو ته په کتو د هر څه تر مخه د ملی ځواکونو اتحاد او غښتلتیا ته اړه لیدل کیږی. په دې خاطر لازمه ګڼم چې د سیاست د مینه والو ځوانانو او خپلو ځوانو ملګرو له پاره په دې لیکنه کې د ملي ځواکونو په اړه لنډ تیوریکي معلومات ولیکم. د نورو دوو اصطلاحاتو (دموکراتو ځواکونو او ولسي ځواکونو) په اړه که مې وخت وموند، بیا به بل وخت تماس ونیسم.

 د سیاسي ملي ځواکونو په اړه خبرې کول د یوې ټولنې د دولت‌ جوړونې، ملي حاکمیت او سیاسي ثبات له زاویې څخه ژور اهمیت لري. سیاسي ملي ځواکونه هغه عناصر دي چې د سیاسي، حقوقي او فرهنګي چوکاټ له لارې د یوه هېواد د ملي ګټو، ملي هویت او دولتي پالیسیو د ملاتړ لپاره فعالیت کوي. په سیاست او ټولنیزو علومو کې، ملي ځواکونه هغه بنسټونه، عناصر او فکري سرچینې دي چې د یوه هېواد د ملي هویت، سیاسي ثبات، ټولنیز نظم، او ملي ګټو د ساتنې لپاره اړينې دي. د ټولو هغو افرادو، ډلو، بنسټونو، سیاسي ګوندونو، سازمانونو او ډلو ټولګه چې په سیاسي ډګر کې د دولت په کچه د حاکمیت، د ملي یووالي او ملي ګټو د ساتنې او خوندي کولو لپاره کار کوي، ملي ځواکونه جوړوي. دا ډول ځواکونه لکه څنګه چې د موجوده دولت د رسمي سیستمونو په چوکاټ کې کار کوي، همدا شان د دولتي او حکومتي پولو د باندې د ټولنې په بیخ کې هم فعالیت کوي.

د ملي ځواکونو غوره ځانګړنه داده چې دا ډول شخصیتونه، ټولنیز سازمانونه او سیاسی ګوندونه، دولتي مؤسسې او بنسټونه په ملی تفکر سنبال او ملي ګټې ورته تر شخصی او ګروپی ګټو مقدمې وي. ملي تفکر د یوې ټولنې د وګړو هغه ګډ شعور، لیدلوری، او فکر دی چې د ملي هویت، ملي ګټو، او ګډو ارزښتونو پر بنسټ ولاړ وي. په بله وینا، ملي تفکر هغه ذهنیت دی چې د یو ملت د خیر، پرمختګ، او یووالي لپاره د وګړو ترمنځ پیدا کېږي او هغوی هڅوي چې د خپلې ټولنې لپاره په ګډه کار وکړي، زحمت وباسي او د قربانۍ ورکولو ته چمتو وي. ملي تفکر د هغه پوهې پر اساس جوړېږي چې د ملت وګړي یې د خپلې ژبې، کلتور، تاریخ، او ملي ارزښتونو سره پیوستون ولري. خپل ملي هویت (نه قومي او محلي هویت) وپیژني او ساتلو ته یې ژمن وي.

د ملي تفکر لرونکي وګړي، سازمانونه او سیاسي ګوندونه د هېواد په سطحه د ټولو وګړو او ټولو ټولنیزو ګروپونو ګډې ملي ګټې پر خپلو شخصي، ګروپی او ګوندي ګټو لوړې بولي. د هیواد په داخل کې د مشخص قوم، ژبې، محل، دین، مذهب او بل لوی او کوچني ټولنیزګروپ ګټي د وطن د عامو ملي ګټو په چوکاټ کې ګوری او هغو ته په ملی ګټو ارجحیت نه ورکوی. یا په بل عبارت، ملی ځواکونه اول د ټول ملت ګټې په پام کې نیسی او بیا د هغو په چوکاټ کې پخپلو ګروپی او شخصی ګټو پسې ګرزي. د ځان او ټولنیزو ګروپو ګټې تر ملی ګټو لوړې نه بولی، بلکې شخصي او ګروپي ګټې د ملي ګټو تابع بولي. که چیری ملی ګټې په خطر کې شی، نود ساتلو له پاره یې تر خپلو ګروپی او شخصی ګټو تیریږي او تر ملی ګټو یې قربانولو ته چمتو وي.

ملي تفکر د ټولنې د بېلابېلو برخو ترمنځ د همکارۍ او یووالي روحیه پیاوړې کوي، د هېواد اتباع د خپلې ټولنې په وړاندې بې پروا نه اوسي، بلکې د ټولنې د ښو او بدو په وړاندې د ځان د مسئول ګڼلو احساس لري. ملي تفکر پر دې باور ولاړ دی چې ملي ارزښتونه باید وساتل شي او راتلونکو نسلونو ته انتقال شي. ملی قوتونه د هېواد د سیاسي نظام د ثبات، قانون جوړونې او حکومتدارۍ لپاره کار کوي. څرنګه چې دولت د ملي حاکمیت بنسټیز استازی دی، ځکه نو ټول ملي ځواکونه په هیواد کې د باثباته دولتی نظام او غښتلی حکومت په جوړولو او ساتلو کې زیار باسي. ملي سیاسي ګوندونه او نور سیاسي او ټولنیز سازمانونه د خلکو د سیاسي- ټولنیز استازیتوب او د ملي ګټو لپاره د سیاسي مبارزې عمده وسیله ده. دوی د قدرت په ترلاسه کولو او د ملي پالیسیو په پلي کولو کې رول لوبوي. دا ځواک د قوانینو د جوړولو، د قانون پلي کولو، او د سیاسي اړیکو د جوړولو لپاره فعالیت کوي. که په هېواد او ټولنیز ژوند کې د بدلون او تغیر غوښتونکي وي، هغه په ټولنه کې د شر اچولو، بغاوت کولو او د داخلي او نیابتي جګړې د لارې نه غواړي، بلکې د سوله ایزې لارې د قانون په چوکاټ کې تدریجي اصلاحات او بدلونونه غواړوي.  

 ملي ټولنیز بنسټونه لکه د بشري حقونو د دفاع سازمانونه، صنفي اتحادیې، غیر حکومتي ادارې (NGOs) او ټولنیز خوځښتونه، مطبوعات او ټولنیزې رسنۍ، د ښوونې او روزنې بنسټونه، دیني جوړښتونه او د ملي ارزښتونو د ملاتړ لپاره مذهبي مشران او داسې نور د خلکو د نظرونو او احساساتو د جوړولو او د ملي ګټو لپاره د عامه پوهاوي او د خلکو د سیاسي او ټولنیزې پوهې د لوړولو لپاره حیاتي ارزښت لري. د سیاسي ملي ځواکونو فعالیت د کورني نظم او ثبات د رامنځته کولو لپاره مهم دی، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې د داخلي شخړو یا بهرنیو فشارونو سره مخامخ دي، ددې موضوع په نظر کې نیول خورا ډیر اهمیت لري. دا ملي بنسټونه د ټولنې د پوهې په لوړولو، د فکر په جوړولو او د ارزښتونو په وده ورکولو او ساتلو کې غوره رول لوبوي؛ د قانون او دموکراسۍ په چوکاټ کې د دولت له پاره مشروعیت رامنځته کوي، د خلکو ملاتړ جلبوي او د دولت د پالیسیو تطبیق ته مشروعیت ورکوي.

 بهرنۍ مداخلې او زموږ د وطن دښمنان غواړي چې د قومي، ژبنيو او مذهبي اختلافاتو له لارې زموږ ملي یووالي کمزوری او د افغاني ملي ځواکونو رول زیانمن کړي. دوی پوهیږي چې په هغو هېوادونو کې چې ملي بنسټونه او سیاسي سیستمونه کمزوري وي، ملي ځواکونه د داخلي بې‌ثباتۍ له خطر سره مخ کېږي، فساد ورپکې رواج مومي او دا بیا پخپل نوبت سره د خلکو اعتماد او ورسره پخپله ملي جوړښتونه زیانمنوي.

ملی شخصیتونه، سازمانونه او ګوندونه د خارجی استعمار او د پردیو هیوادونو د لاسوهنو پر ضد د ملی ګټو د ساتلو له پاره کلکه مبارزه کوی. د ځمکنۍ بشپړتیا، ملی خپلواکۍ او ملی حاکمیت ساتل یې په لومړي قطار دندو کې شمیرل کیږي. د خارجی جاسوسي شبکو له پاره کار نه کوي، د ګاونډیانو ګټې پخپل هیواد کی نه ساتي او د چوکیو، پیسو او نورو شخصي او ګروپی امتیازونو د ترلاسه کولو په خاطر له ملي ګټو څخه نه تیریږی؛ ملی ګټې د شخصی او ګروپی ګټو له پاره نه پایمالوی او ځان او وطن په پردیو یې نه خرڅوی. ملی ځواکونه د وطن هره لویشت خاوره د خپل وربایه خاوره بولي او په هر کونج کې چې د وطن دفاع ته اړتیا شي، هلته حاضر وي، نه داسې چی د بل ولایت او لری پرتو سیمو دفاع یوازې د هغه ځای د اوسیدونکو مکلفیت وبولی.

ملی شخصیتونه، ملی بنسټونه او ملی جوړښتونه کیدای شي چې د ملي عاموګټو د ساتلو له پاره په هیوادکې د یوه او یا بل سیاسي نظام پلوي وي. سیاسي ملي ځواکونه د ملي هویت د ساتلو، د سولې او ثبات د ټینګولو او د ټولنیز پرمختګ له پاره اساسي فکټور ګڼل کيږي چې د ملي ګټو په خوندي کولو کې بنسټیز رول لوبوي. د دې ځواکونو بریا د شفافیت، د قانون حاکمیت، او د خلکو د ملاتړ په شتون پورې تړلې ده. د سیاسي ملي ځواکونو ځواکمن کول د ملي سیاست او د ټولنې د راتلونکي لپاره خورا مهمه ده او په اغیزمنه توګه کارول یې د هېواد د سیاسي بریا او ټولنیز پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.

۱۲/۱/۲۰۲۵