جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

له طالب مه ډاريږئ

په داسې حال کې چې له يوې خوا د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې روانو خبرو ته د خلکو هيله مندي زياته شوې؛ بل لور ته يو شمېر خلک د سولې له روانو خبرو اندېښمن دي. خلک دوه ډوله اندېښنې لري. يوه اندېښنه د سولې د روانو خبرو د جريان په اړه او بله يې يې بيا له سولې وروسته په حکومتي او سياسي نظام کې د طالبانو د راڅرګندېدو په اړه ده.

يوه ډله خلک اندېښنه لري چې د حکومت له استازو پرته د امريکا او طالب تر منځ رښتيا هم د سولې لپاره صادقانه خبرې روانې دي او که د د دواړو لورو تر منځ د افغان سولې په نوم معامله روانه ده. د دوی اندېښنه له دې امله ده چې د زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ د ټولو پړاونو د ترسره شويو خبرو پوره جزيات نه رسنيو او نه هم افغان حکومت ته معلوم دي. دغې چارې خلک د سولې په روانو خبرو شکمن کړي چې ګويا خدای مه کړه چې د سولې په نوم کومه معامله ترسره شي.

دويمه ډله خلک بيا له طالب سره له سولې وروسته د افغانستان په سياسي او حکومتي نظام کې د طالبانو له ورګډېدو او د دغې ډلې له حکمرانۍ څخه اندېښنه لري. دوی وايې که چيري له طالبانو سره سوله کيږي نو آیا افغانستان به يو ځل بيا اوولس کاله پخوا وختونو ته ځي او که طالبان به له خپل پخواني شريعيته تېر شوي وي؟

دغه ډله خلک ټول له افغانستانه د امریکا له وتلو او په واک کې د طالبانو له شريکولو سره مخالف دي. دوی وېره لري چې ګويا طالبان به له خپل پخواني دريځه چې د خپلې واکمنۍ پر مهال يې د خلکو پر وړاندې په ځانګړې توګه د ميرمنو پر وړاندې درلود؛ نه وي تېر شوي. که څه هم طالب سرچينو له رسنيو سره په خبرو کې له سولې وروسته د خپل اوسني او پخواني درځ د بدلون خبره کړې خو بيا هم هغوی چې د طالبانو د نظام خونړی انځور يې په ذهن کې دی؛ د طالبانو د مفکورې او ذهنيت په بدلون باوري نه دي.

 

څه بايد وکړو؟

که څه هم پورته دواړه یادې شوې اندېښنې پر ځای دي خو د حل لار هم دا نه ده چې يا د سولې د روانو هڅو په  اړه منفي فکر وکړو او یا هم له سولې وروسته له طالبه وډار شو او اوس له امریکا پورې کلک ونښلو چې له افغانستانه دې نه وځي. ځکه تر څو به مونږ په بل چا باندې متکي اوسو. تر څو له یوې ډلې د ډار له امله بل چا ته محتاج اوسو، تر څو به خپل ځانونه په نورو ساتو؟

راشئ چې نوره په خپل منځونو کې لاس په کار شو. نه بايد له سولې وروسته له طالبه وډار شو او نه له افغانستانه د امریکا په وتلو. نه مو بهرنيان سرنوشت ټاکلی شوي او نه مو طالبانو د سرنوشت په اړه پرېکړه کولی شي. طالبان که ځانونه افغانان بولي نو بايد د تېرو کلونو ترلاسه شوې لاسته راوړنې چې د زده کړې، بيا رغاونې، تجارت، سياست، حکومتولۍ، بيان آزادي، د ښځو حقونو او رسنيو د فعاليت برخه کې ترلاسه کړي؛ وساتي. دوی بايد نور ځانونه د نورو هيوادونو او استخباراتو له کړيو راخلاص کړي. نور بايد خپل افغان په غيږ کې ونيسي او دښمن ته له ولس سره په ګډه ځواب ورکړي چې نور نو د دوی په خبرو نه دوکه کيږي.

ولسونه هم بايد د طالبانو لخوا تېر ترسره شوي کارونه معاف او طالبان وبخښي. مدني بنسټونه او د بشر حقونو کميسيون هم بايد له طالب سره له سولې وروسته د هغه جنګي ډلو پر وړاندې قضيې راونه سپړي چې په تېر کې يې د جهالت او مجبوريت پر مهال له دې ولس سره ترسره کړي دي. ولس دې دوی وبخښي او دوی (طالبان) دې هم ځانونه ثابت کړي چې نور يې د پرديو د غلامۍ ځنځير له غاړې ويستلی دی.

افغانستان بايد له ټولې نړۍ سره د يو آزاد او قوي دولت په توګه خپلې اقتصادي، سياسي او ډيپلوماټيکې اړيکې ولري. هیڅ هيواد ته بايد د افغانستان په کورني سياست کې له حده ډير او کم ځای ورنکړل شي. یعنې له هيوادونو سره دې د افغانستان د ولسونو او ملي ګټو پر اساس دولت په دولت اړيکې جوړې شي څو نورو هيوادونو ته دلته د نيابتي جګړې لپاره بهانه پاتې نه شي. د يو سرتاسري او با وقاره سولې په هيله.

لیکنه : خوشحال آصفي