تلاشی های خانه به خانه و حرمت شکنی مهاجمان انتحاری

نویسنده: مهرالدین مشید جنایت های جلیقه پوشان انتحاری و سفید نمایی…

خانقاى دل

نوشته نذیر ظفر بیا که حضرت می شیخ خانقای منست بیا…

دموکراسي د ګډ کار کولو هنر دی

نور محمد غفوری سریزه: دموکراتان باید پخپله د دموکراسۍ د بنستیزه کېدو،…

نگاهی به یک نگاه نادرست در مورد نام زبان پارسی 

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ————————————‫-‬ از مدت ها به این سو در…

زبان پارسی چون ستاره!

امین الله مفکرامینی                    2025-23-02! درآسمـــــانِ ادب، نورافشان است پارسی چون ستـاره چه بازیب…

چیستی عشق؟

چیستی در پی علت و مبدا گرایی پدیده می باشد٬ که…

میدان هوایی بگرام

گیریم که ادعای غلط ترامپ در مورد حضور چینائی ها…

دلبری مهرورز!

امین الله مفکر امینی                         2025-22-02! دلبـری مهــــرورزی دارم که دیـــده و دلم…

غیابت رهبران طالبان بازی استخباراتی یا آغاز یک سونامی وحشتناک

نویسنده: مهرالدین مشید خود کامگی ملاهبت الله و نارضایتی و خشم…

خانه های مردم افغانستان دور از دسترس مردم

زمانی " خانه ملت " که منظور پارلمان افغانستان است…

عاشق وفاسق!

امین الله مفکر امینی      2025-20-02! درعشـق وعاشقـــــی گردربزم عشق نمیســـــــوزی مشـــــو ز این…

«حزب باد»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات غالب…

«حزب باد Opportunism»: تحلیل پدیده فرصت‌طلبی و تبعیت از جریانات…

        زیارتگاه امام صاحب ولایت کندز دومین شهر مذهبی افغانستان

  نوشته کریم پوپل مورخ ۲۱ فبروری ۲۰۲۵    مقدمه  ولسوالی امام صاحب با داشتن…

روایتی از کشت زار های خستۀ رنگین کمان خاطره ها

نویسنده: مهرالدین مشید این هم می گذرد ما مرده ایم، مرده ی در…

             تاریخچه نام گردیز

نوشته : کریم پوپل مورخ ۱۵فبروری ۲۰۲۵ بسیاری از دوستان یکی از…

مماشات خویشتن دارانۀ غرب با طالبان و پراگنده گی مخالفان…

نویسنده: مهرالدین مشید نشست های بیرونی پیرامون افغانستان؛ بستر سازی برای…

چاپنداز

بزکش، پهلوانی که  با سواری اسب، بز را به دایره…

انارستان دل 

رسول پویان  دل ز درد و داغ هجران بی‏نوا افتاده است  برگ…

فیلسوف شدن دانشمند اتمی، بعد از یکسال زندان

Weizsäcker, k.F.(1912-2007) آرام بختیاری فیزیک دان اتمی، میان فلسفه و رسالت صلح. کارل…

«
»

له طالبه ویره نده په کار

په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې روانې خبرې نهم پړاو پیلېدونکی دی او دواړه خواوې پر مهمو مواردو د هوکړې خبره کوي؛ دغو خبرو ته د خلکو هیله مندي زیاته شوې، خو یو شمېر خلک د سولې له روانو خبرو اندېښمن دي او ځيني سیاسیون هم له دغو خبرو او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د اوسني نظام د لنډ عمر خبره کوي.
عام خلک بیا دوه ډوله اندېښنې لري؛ یوه اندېښنه د سولې د روانو خبرو د جریان په اړه او بله یې یې بیا له سولې وروسته په حکومتي او سیاسي نظام کې د طالبانو د ورګډېدو په اړه ده.
د افغان حکومت ترڅنګ ځیني خلک اندېښنه او پوښتنه لري، چې د حکومت له استازو پرته د امریکا او طالب لوري تر منځ رښتیا هم د سولې لپاره صادقانه خبرې روانې دي که د دواړو لورو تر منځ د افغان سولې په نوم معامله روانه ده؟
د دوی اندېښنه له دې امله ده، چې د زلمي خلیلزاد او طالب استازیو تر منځ د ټولو پړاونو د ترسره شویو خبرو پوره جزئیات نه رسنیو او نه هم افغان حکومت ته معلوم دي او ظاهراً ارګ هم د دې خبرو پایلو ته په تمه دی.
دغې چارې خلک د سولې په روانو خبرو شکمن کړي، چې ګواکې خدای مه کړه د سولې په نوم کومه معامله ترسره نه شي. دویمه ډله خلک بیا طالبانو سره له سولې وروسته د افغانستان په سیاسي او حکومتي نظام کې د دوی له ورګډېدو او د دغې ډلې له راج چلولو څخه اندېښنه لري. دوی وایې که له طالبانو سره سوله کیږي نو آیا افغانستان به یو ځل بیا اتلس کاله پخوا وختونو ته ځي او که طالبان به له خپل پخواني سخت دریځۍ څخه لاس په سر شوي وي؟
دغه ډله خلک ټول له افغانستانه د امریکا له وتلو او په واک کې د طالبانو له شریکولو سره مخالف دي. دوی وېره لري چې ښايي طالبان به له خپل پخواني دریځه، چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د خلکو پر وړاندې په ځانګړې توګه د مېرمنو پر وړاندې درلود؛ نه وي تېر شوي.که څه هم طالبانو ته نږدې سرچینو رسنیو سره خبرو کې له سولې وروسته د خپل اوسني او پخواني دريځ د بدلون خبره کړې، خو بیا هم هغوی، چې لا یې هم د طالبانو د نظام خونړی انځور په ذهن کې دی؛ د طالبانو د مفکورې او ذهنیت پر بدلون باوري نه دي.
اوس بايد څه وکړو؟
که څه هم پورته دواړه یادې شوې اندېښنې تر ډېره پر ځای دي، خو د حل لار هم دا نه ده چې یا د سولې د روانو هڅو په اړه منفي فکر وکړو او یا هم له سولې وروسته له طالبه وډار شو او  له امریکا پورې کلک ونښلو، چې له افغانستانه دې نه وځي، ځکه دا به ناشوني وي،چې تل دې پر بل چا متکي واوسو.
تر څو به له یوې ډلې د ډار له امله بل چا ته محتاج اوسو او تر څو به خپل ځانونه په نورو ساتو؟
راشئ، چې نور په خپل منځونو کې لاس په کار شو؛ نباید له سولې وروسته له طالبه وډار شو او نه له افغانستانه د امریکا په وتلو، نه له طالبه ویره په کار ده او نه هم د بهرني ځواکونو له وتلو، ځکه اوسمهال طالبان هم په دې پوه دي، چې یو ملا په یواځې ټوګه نشي کولای جامع الکمالات واوسي او په بهرنیو اړیکو، ستراتیژي جوړولو، اقتصادي ، انجینري ، طب او… برخو کې نظر ورکړي.

بل لور ته یو څه، چې د وېرې او ډار کچه له صفر سره ضربوي هغه د روسیې او چين په شمول د افغانستان په کرکېچ کې د ښکېلو او با نفوذه هېوادونو د تضمین خبره ده، چې د سولې هوکړه به تضمینوي.

باید په یاد ولرو، چې نه مو بهرنیان سرنوشت ټاکلی شي او نه مو طالبان د سرنوشت په اړه پرېکړه کولی شي. اوس په کار ده، چې که طالبان ځانونه افغانان بولي نو باید د تېرو کلونو ترلاسه شوې لاسته راوړنې، چې د زده کړې، بیا رغونې، سوداګرۍ، سیاست، حکومتولۍ، د بیان آزادي، د ښځو حقونو او رسنیو د فعالیت برخه کې ترلاسه کړي؛ وساتي.
لکه څنګه، چې دوی ویلې د واک د انحصار په فکر کې ندي؛ باید نور ځانونه د نورو هیوادونو له نفوذه را خلاص کړي. نور باید خپل افغان په غیږ کې ونیسي او دښمن ته له ولس سره په ګډه ځواب ورکړي، چې نور نو د دوی په خبرو نه دوکه کیږي.
ولس هم باید د طالبانو په وړاندې نرمښت وښي.
مدني بنسټونه او د بشر حقونو کمیسیون هم باید طالب سره له سولې وروسته د هغه جنګي ډلو پر وړاندې قضیې راونه سپړي، چې په تېر کې یې د جهالت او مجبوریت پر مهال له دې ولس سره ترسره کړي دي.
او دوی (طالبان) دې هم ځانونه ثابت کړي، چې نور خپلواک دي افغانستان باید له ټولې نړۍ سره د یو آزاد او قوي دولت په توګه خپلې اقتصادي، سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې ولري. هیڅ هېواد ته باید د افغانستان په کورني سیاست کې له حده ډېر یا کم فرصت ورنکړل شي. یعنې له هېوادونو سره دې د افغانستان د خلکو او ملي ګټو پر بنسټ دولت – دولت اړیکې جوړې شي څو نورو هېوادونو ته دلته د نیابتي جګړې لپاره پلمه پاتې نه شي؛ له دې لارې کولای شو، چې تلپاتې سوله تجربه کړو او د په نظام کې د طالبانو له ورګډېدو مو پر کوڅو او ښارونو وېره خوره نکړي.

لیکنه: خوشحال آصفي