قلم
لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د مي دریمه ۲۰۱۴کال
نن یو ځلې بیا دیوه مهم مضمون په هکله تاسې د افغنستان هغو خلکو ته چې لیک او لوست کولای شي او کله نا کله مضامین ، مقالې ، شعرونه ، ناولونه ، تاریخ او نور ډول ډول علمی او ادبی مضامین لیکی او لوني او د خلکو ذهنیتونه روشانه کوې مخصوصا ځوان نسل ( نارینه او ښځینه ) چې نن په افغانستان کې تر لسو ملیونو ډیر دی ، ځوانان مخصوصا هغوی چې د انترنیت او فیسبوک سره علاقه لري او یا ورته لاس رسۍ لري باید د قلم په مقام – قوت – عزت – درجې – اهمیت ښه پوه وي او ښه پوه شي ، په خاطر ددې چې د قلم مخه څوک نه شي نیولای ، قلم دی چې ( کودتا – انقلاب- میتنګ – اعتصاب – مارش- جګړه – او بل اخره صلحه ) را منځ ته کوې او یا پورتنیو عبارتو ته لاره همواره وي ، زموږ په تاریخ کې زه د ۳۵ کالو تاریخ ته اشاره کوم قلم زموږ خلک په عوض ددې چې د یوه مثبت تغیر یا بدلون خواه ته رهنمایی کړي بلکه زموږ خلک ېې د جنګ – وینه تویولو – تبعیض – تفرقه اچولو – یو بل ته په بده سترګه کتلو – یو بل نه منلو او ددشمن امر او فرمان ته تابع کولو طرف ته تشویق ، رهنمایی ، او مجبور کړل ، علت ېې فقط د قلم تاثیرات او د باسیواده کسانو نه لاره ورکول او سیواد لرونکی په مغرضانه او خاینانه افکارو او امیالو ګمارل هدف وو ، قلم لرونکو ډیر کم د قران عظیم شان او د توحید او د محمد ( ص ) ارشاداتو ته خلک جلبول بیا هم دلیل دا وو چې خلکو په قران باور نه درلودلو – خلک د قران له ارشاداتو نه خبر نه وو ، قران همیشه خلکو ته رهنمایی کوې چې تاسې د الله او قران خواته لاس واچوۍ او ډیره توجه وکړۍ ، ملانو – امامانو – روحانیونو اکثرا خلکو ته د قران پاک په ارشاداتو خپل وعض او نصیحت ته ادامه ورکوله ، خو خلک چون د ځنو خلکو د قلم د منفی لیکنو او منفی تبلیغاتو تر تاثیر لاندی را غلی وو توجه ېې ډیره کمه د قران خواته وه ، هره ورځ زموږ ځنې مریض مجاهدین او مرتجعین د کمونستانو نه شکایت کوی په کمونستانو حملی کوی – کمونستان د ټولو بدبختیو مجرمین بولي ، هره ورځ د ۵۰۰۰۰ مړیو خبری کوی ، خو یوه ورځ نه وای او قلم ېې یوه ورځ د خپلو منافقو – خود غرضو – مافیایی کړیو – قاچاقبرانو – غلو – غاصبینو – رشوت خورو – په اداری فساد کی د شریکو کسانو نامونه ونه لیکل او مصروف ېې نه کړو – یوه ورځ ېې د مسعود او حکمتیار په منځ کې د جنګ د پایلو او د ۷۰۰۰۰ زرو کابلیانو قتل عام او ۲۴۰۰۰۰ زره نورو چې محاجر شول اشاره ونه کړه ، یوه ورځ ېې د شورا یا پارلمان په جلساتو کې وزیران دفاع – امنیت او داخله وزیران استماع نه کړل چې د افغانستان د ملی وسله وال پوځ محاربوی تخنیک څه شوو ، چا چیرته په چا په څو ملیونو ډالرو خرڅ کړو او دلته مجرمین غرب یا خپله مجاهدین وو ، یوه ورځ قلم ونه لیکل چې د افغانستان ملي سرمایه ( فابریکان – ترانسپورت – زمینی او هوایی – بانکونه – ارشیفونه – ګالری- دولتی تعمیرونه سیلو ګانی د ریاست جمهوری د موبل او فرنیچر په شمول څه شول او چا غلا کړل ، منقول او غیر منقول شیان چپاول شول ، غرب په زوره افغانستان اشغال کړو تر نن ورځي پورې ېې د روسانو په اشغال مجلسونه او تلویزیونونه مصروف کړي دی خو یوه ورځ ېې ونه ویل چې ( اقایون احمدشاه مسعود – عبدالله عبدالله – قانونی – مارشال فهیم – ربانی وغیره ) امریکا ته د اشغال زمینه برابره کړه او طالبان ېې ورباندی خاوری خمیر کړل او نن د طالب سره جوړ جاړی ته هم نه دی حاضر ، دلیل ېې دا دی چې زموږ خلک مخصوصا ځوانان خاصتا هزاره ګان او پشتانه د قران په تقدس او اهمیت نه پوهیژي ؟؟
پوهیژۍ ؟؟ که پوهیدلاي نو ولې مو هغو سړې ته چې د انتخاباتو نشان ېې د خدای پاک کلام (قران پاک ) دی یعنی دکتور اشرف غنی ته رایه ور نه کړه ، ایا تاسې خپل تقدس په ځای کړو ، ایا تاسې د قران پاک دارشاداتو مخالف عمل ونه کړو ، ایا تاسو مخ د قران پاک نه ونه کرزولو ، اشرف غنی چې هر کار او عمل ېې د قران پاک په بنا ولاړ دی همیشه ېې د خدای له در باره غوشتل او غواړي چې همیشه د ( خرابو – ناولو – خونینو – غلاوو – رشوت – غصبولو – وژلو – تخریبولو – اذیت او ازارولو – طرفدار انسان نه وو او نه دی ، ) له همدی خاطره ېې انتخاباتی نشان قران پاک تاسې ته معرفی کړي، ګویا چې دده ټول سیاست – اداره – دولت داری به د قران پاک په ارشاداتو ولاړه وي او زما هیله د سایتو او فیسبوک له خلکو – ځوانانو نه داده که په قران اعتقاد لری نو دا ځلي دیوه سره هر یو ۲۰ ملګري وهڅوي چې د قرانی ارشاداتو په رڼا کې خلک وهڅوۍ چې اشرف غنی ته رایه ورکړي او هغه چې قران ېې په مکه کې نقض کړو ورته رایه ور نه کړۍ . مننه .