رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

«
»

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح کونکو او آزاد فکر کونکو ترټولو نامتو استازی دی چې لیکنې یې په (۱۸)مه پیړۍ په فرانسه کې د اندونو او افکارو خوځښت او حرکت را پېژني او تعریفوي.  

ولټر د نومبر میاشتې په (۲۱)مه، پر(۱۶۹۴)زېږدیز کال کې د فرانسې په پاریس کې زیږیدلی دی. دی اوه کلن وو، چې خپله مور یې له لاسه ورکړه. فرانسوا ولټر خپلې زده کړې د «لوي کبیر ښوونځي» کې د عیسويانو د څارنې لاندې ترلاسه کړې. نوموړي په دې ښوونځي کې لاتیني او یوناني ژبې زده کړې. هغهٔ په دې لار کې ډیرې هڅې وکړې او په هسپانوي، ایټالوي او انګلیسي ژبو کې یې هم مهارت درلود.

اتلسمه پیړۍ د روښانتیا د دورې په نوم یادیږي. فرانسوا ولټر په اروپا او فرانسه کې د روښانتیا د پېر او دور یو له خورا نوموتو فیلسوفانو څخه دی. ولټر یو نامتو او پیژندل شوی لیکوال دی چې د پام وړ نښیرونه (اثار)یې پریښي دي. دی په خپل ژوند کې، د ځینو اندونو او فکرونو له امله، بندیخانې او زندان او جلاوطنۍ ته هم اړ شوی دی. ولټر ډېر مهم او ګټور نښیرونه(اثار)کښلې دي. د ده په ادبي نښیرونو(اثارو) کې ډرامې، شعرونه، مقالې، تاریخي او علمي نښیرونه (اثار)  شتون لري. ولټر له شل زره څخه زیات لیکونه او ډېر زیات کتابونه او رسالې کښلې دي. د ده ترټولو مهم نښیر (اثر)چې نن ورځ په ټوله نړۍ او فرانسه کې پیژندل شوی دی، د (کانډیډ) ناول دی. دا فلسفي ناول په نړۍ کې د ژوند په اړه د انسانانو مثبت لید او نظر څرګندوي.   

فرانسوا ولټر د می میاشتې پر (۳۰)مه، پر (۱۷۷۸)ز کال  کې مړ شوی دی.

تاسو مینه والو ته د فرانسوا ولټر ګڼ شمېر مهمې او له ارزښت څخه ډکې خبرې او ویناوې وړاندې کوم.  

– هر څه چې شته، شتون یې چیغې وهي، چې څښتن شته. 

– مور د ژوند، مینې او محبت ستر سمبول دی. 

– مینه هغه وسیله ده چې ټول کوچیني دردونه او کړاوونه په یو غټ درد او کړاو بدلوي. 

– مینه له دوا او درمل څخه خوږه ده لکه څنګه چې کیسه او رومان له تاریخ څخه اغېزناکه دی. 

– مینه پیاوړی اور دی، په یوه شیبه کې زړه او ماغزه تر برید لاندې نیسي. 

– د مینې پیوند په بېلتانه څه چې په مرګ هم نه شلېږي. 

– کله چې دوه میین سره یو ځای شي او بیا سره جلا کېږي دغه دواړه شېبې له ډېرو ګرانبیه او قیمتي شېبو څخه شمېرل کېږي. 

– مینه ډیری وخت د خندا وړ ده، خو بې کچې دوستي د شاه له حکم او امر څخه هم ډیره ځواکمنه او اړینه ده. 

– ښځې د کب په څېر دي؛ د دوی ترلاسه کول اسانه دي او ساتل یې سخت دي. 

– خدای ښځې یوازې د نارینه وو د تابع کولو لپاره موندلې دي. 

– هر څومره چې خلک ودونه کوي په هماغه اندازه جرمونه کمېږي. 

–  په ژوند کې تر ټولو خوږ شی د خپل میړه لپاره د ښځې د پاک زړه مینه ده. 

– د ښځو دنده د نارینه وو اخلاقي روزنه ده. 

– تر ټولو خوږ شی په ژوند کې د یوې پاکې زړې ښځې مینه له خاوند سره ده. 

– زما د ټول ژوندانه بریاوې، هڅې، پوهه او ویاړونه له ښځې سره په یوه شېبه مینه نه ارزي. 

– تاسو، امکان لري وکولی شئ، ګل له پښو لاندې کړئ خو امکان نه لري چې د هغه عطر له هوا څخه ورک کړئ. 

– نیکمرغي او خوشبختي د هر کور دړه، ور او دروازه وهي، خو خلک هغه وخت نیکبخته او خوشبخته کېږي چې دړه، ور او دروازه ورته  پرانیزي. 

– د دې لپاره چې ښه لیکل وکړو باید په یو خپلواک هېواد کې ژوند وکړو. 

– هر څوک دوه ځلې مري: لومړی هغه مهال چې له زړه نه یې مینه لاړه شي، دویم هغه مهال چې ژوند ته سپکې او سپورې وایي، خو د ژوند مرګ د مینې د مرګ په وړاندې نا څیزه دی. 

– که پر بېوزلو غوسه شې، نو دلیل یې دادی، چې ځواکمن نه یې. 

– اوښکې د غمونو چُپه او خاماشه ژبه ده. 

– زما په لاس کې چې تل د ادب قلم وي، نو د پاچاهۍ د تاج پروا نه لرم. 

– ادب بل څه نه دی، خو له مهربانۍ سره خبرې او چلند. 

– هغو کسانو چې علم او فرهنګ ته ستر چوپړ کړی دی هغه لیکوال او څیړونکي دي چې په انزوا کې یې ژوند کړی او هیڅکله یې په علمي بحثونو کې برخه نه ده اخیستې او په اکاډمیو کې یې سل په سلو کې نا ثابت حقایق نه دي بیان کړي. 

– مطبوعات داسې ماشین دی چې په خپله نه ماتېږي خو محصول یې د نوي کېدو او پرمختیا په لړ کې د ورستیو شیانو، د ناپوهۍ او ظلمونو خاورې ایرې کول دي. 

– ټول هنرونه یو د بل وروڼه دي؛ هر هنر په نورو هنرونو رڼا اچوي. 

– کار له موږ څخه درې سترې بدۍ لرې کوي: ناروغي، بدمرغي او کمښت. 

– دوستي د اروا واده دی په هغه کې د بېلېدو او طلاق اجازه نه شته. 

– د دو مینو یو ځای کېدل او بېرته بېلېدل د ژوندانه دوې ارزښتمنې شېبې دي. 

– له زړورتیا او جرئت پرته خوشحالي نشته او له مبارزې پرته فضیلت نشته. 

– انسان باید د ژوندانه په لاره کې د توُرې په برکت په مخ لاړ شي تر څو خپله وسله تر لاسه کړي. 

– تاسو کولی شئ لوی شئ او حتا زوړ شئ، خو ستاسو مور ته تاسو لاهم کوچنی ماشوم یاست. 

– دوه شیان ماته د ژوند مانا لري یو آزادي او بله هغه ښځه چې مینه ورسره لرم. 

– آزادي د ټولو انسانانو داسې شریک حق دی، څنګه چې ژوند کول د ټولو انسانانو حق دی. 

– ټول خلک د ازادۍ سره مینه لري، خو دوی د هغې په ویجاړولو کې یو عجیب مهارت کاروي. 

– کله چې تاسې وکولی شئ معنوي بریا ته ورسیږئ، نو به وګورئ چې مادي بریا هیڅ ارزښت نه لري. 

– کتابونه په نړۍ یا لږ تر لږه په هغو قامونو، چې لیک و لوست یې زده وي واکمني کوي، نور قامونه یې ارزښت نه لري. 

– د کتاب پاڼې داسې وزرونه دي، چې اروا مو د رڼا په لوري الوزوي. 

– څومره چې ډېر کتابونه لولئ، هغومره به له رښتیني او حقیقي ژوند څخه خوند اخلئ. 

– ګټور کتابونه هغه دي چې لوستونکی وهڅوي او بشپړ یې کړي. 

– کتاب پر نړۍ د تمدن واکمني کوي. 

– د ورځپاڼې قلم د تبر په څېر دی چې ماتول یې ناشونی دی، دغه تبر د دې موخې او هدف لپاره جوړ شوی دی، چې زړې نړۍ ته تاوان ورسوي ترڅو نوې نړۍ رامنځته کړي. 

– کار انسان له دغو درېیو سترو بلاوو څخه ژغوري: سستي، بې لاري، اړتیا. 

– وزګارتیا او مرګ یو دي. 

– د نورو خلکو د رازونو ویل خیانت دی، د خپل راز ویل ناپوهي او حماقت دی. 

– یو پاک زړه د نړۍ تر ټولو ښکلیو جوماتونو او معبدونو ښکلی دی. 

– زه خپل خدای ته درناوی کوم، خو له بشریت سره هم مینه او محبت لرم. 

– د ښځو دنده ده، چې د نارینه وو اخلاق وروزي. 

– چې خبره د پیسو شي، بیا ټول یو دین و قانون مني. 

– تاریخ،  د بشر د جنایتونو او بدبختیو انځور دی. 

– لکه څنګه چې انسانان تاریخ جوړوي، تاریخ هم انسان جوړوي. 

– موږ ټول یو شان له میندو زېږېدلي یو، یوازې ښه والی او پرهېزګاري مو تر منځ برید ټاکي. 

– هر انسان هغه هستي ده، چې په خپل پېر او عصر کې ژوند کوي، خو یو شمیر لږ کسان یوازې د هغه وخت له دودیزو اندونو او افکارو څخه بهر ژوند کولئ شي. 

– د بدیو وروستی پړاو، د تېري په لار کې د قانون کارول دي. 

– له حق او حقیقت سره مینه وکړه خو تیروتنې او خطا ته بښنه وکړه. 

– انسان هماغه شیبه چې د خپلواکېدو پرېکړه کوي، خپلواک دی. 

– اختلاف د انسان تر ټولو لوی شر دی او زغم یې یوازینۍ لار ده. 

– هنرونه ټول سره وروڼه دي، هر یو پر بل وړانګې اچوي. 

– تر هغې چې د ادب قلم زما په لاس کې دی، دا غم نه راځي چې د پاچاهۍ تاج مې پر سر نه شته. 

– هغوی چې غواړي د کال څلور موسمه د پسرلي وي نه ځان پېژني، نه پنځ (طبیعت) او نه هم ژوند. 

– په یوه ټولنه کې چې کار د وړتیا او  استعداد پر بنسټ نه وي وېشل شوی په حقیقت کې یې ټول خلک بېکاره دي. 

– موږ ټول د زېږېدو له ورځې برابر پیدا شوي یو، خو د امتیاز توپیر مو په رښتینولۍ او سپېڅلتیا کې دی. 

– د پنځ (طبیعت) ځواک تل د روزنې او پالنې نه زیات دی. 

*** 

په درنښت او ادبي مینه : انجنیر عبدالقادر مسعود