نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

عبدالظاهر قدير او نورو کورنيو مشرانو ته يې پرانستې ليک

 

اسلام عليکم ورحمت الله

درنو! د پښتونولۍ شمله مو له سره ټيټه مه شه، وياړونه مو ځلانده او راڼه اوسه، ستاسې د ډېرې بوختيا له وجې له مقدمې تېرېږم او مخامخ موضوع ته ورځم.

زه يو کابل مېشتی ختيځوال يم، هره ورځ دندې ته دتلو پرمهال له ګڼو څلور لارو او لويو واټونو تېرېږم، خو ډېری يې د نومول شوو اشخاصو د کورنيو لخوا په عجيبو او غريبو تصويرونو ښکلي او رنګين شوي وي په ځانګړي ډول چې کله کومه ملي او يا يو د همدغو اشخاصو د نمانځنې ورځ وي.

د پلازمېنې ختيځه دروازه عبدالحق څلور لاری ليدل بيا زما په څېر د ډېری ختيځوالو د زورېدنې او کړاوو لامل ځکه وي چې نه يې په دا څو تېرو کلونو کې چا کوم تصوير بدل کړ او نه يې څوک په پلازمېنه کې د ورځنمانځې جشنونه کويچې تېر شو هغه هېر شو!.

هغه اشخاص چې د پلازمېنې ګڼې څلور لارې پرې نومول شوي شايد کورنۍ يې ژوندي او ويښ وګړي ولري؛ ځکه خو يې په مړينه هم د قدرونې هېڅ کمی نه وي او نه ترې خپله نمانځغونډه پالل هېرېږي؛ خو د مرحوم عبدالحق د پالنې او پوښتنې برخه بيا دومره خواره ده چې نه يوازې کورنۍ يې په دالویه پلازمېنه کې د هېرولو ترشاه غورځول شوی فکر لري؛ بلکې له څلور لاري يې د نورو د نمانځو لپاره د تصوير ځړولو ګټه اخيستل کېږي، زه يې بېلګه کې يو تصوير رااخلم.

تاسې هم لکه چې د ملت شهيد د ځان په څېر بې پوښتنې ملت ته پرېښود؟

دا رښتيا ده چې عبدالحق د ملت شهيد او افتخار دی، په ځانګړي ډول د پښتنو لپاره؛ خو ستاسې لخوا همدا سې بې پوښتنې پرېښودل يې تر بل هر چا ډېر زوروونکي او دردوونکي ځکه دي چې نن ستاسې دا موقف د همدغو مشرانو (عبدالحق او حاجي عبدالقدير) د برکت سيوری ګڼل کېږي، که دوی قربانۍ نه وې ورکړې او په ملي کچه نه وای پېژندل شوي، نن هېڅ چانس نه و چې تاسې به د دومره پراخ نفوذ خاوندان او اغېزښندونکې څېرې وای.

هر قوم ته خپل افتخارات مهم دي، موږ هم باید پر خپل نومیالي وویاړو او تل یې یاد ژوندی وساتو، مثلاً احمد شاه مسعود خپلو خلکو او خپلې کورنۍ ته ډېر کار کړی، دوی پرې ویاړي او ښه یې ستايي هم. د شهيد عبدالحق او احمدشاه مسعود څلور لارې سره نېږدې او څنګ پر څنګ دي؛ خو په ظاهري توپير ليدو يې د سړي زړه د نهيلۍ په کړاوو ارې ارې کېږي، باور وکړه چې دا څلور لاری د يوې بې پوښتنې يتيم خانۍ بڼه لري. اخخخخخخ چې له بره سره د ملتولۍ حس راکې ژوندی وای!!! د پښتونولۍ تش په نامه راپورې مشران ډېر کله د وجداني پېغور او تانې راکولو درد پرېخی او بس.

دواړه سیمي د جهادي مشرانو په نامه نومول شوي؛ خو فرق یې دا دی چې د احمد شاه مسعود څلور لارې ډېر منظم، لوکس، په ګلونو پوښتل شوی، په انځورونو يې پټ، پاک، لوحه او لیکنې یې روښانه دي؛ خو برعکس عبدالحق څلور لارې یوازې یو زړه لوحه لري، چې که ډېر ورته نېږدې نه شې نو لوستلی يې هم ګران دي، یو پخوانۍ زړه پنجره لري چې نیمه جوړه او نیمه ويجاړه ده، څوک نشته چې مراقبت یې وکړي، لوحه یې نوې کړي، لږ په کې ښایسته ګلان وکري، د منار جوړولو توقع خو يې بېخي ناشونې راته ښکاري.

اوس پوښتنه داده چې د مسعود څلور لاري څلی ولې ودان او د عبدالحق وران او ویجاړ دی؟ داسې هم نه شي کېدای چې احمد شاه مسعود پخپل ژوند کې دا کار ځانته کړی وي، معلومه خبره ده چې د مسعود کورنۍ ا او قوم یې دا کارونه کړي دي، نو موږ ته هم پکار ده چې باید خپل افتخارات ژوندي وساتو .

تاسې (حاجي عبدالظاهر) چې کله په تلويزيون کې کومه سياسي موضوع تربحث لاندې نيسئ، فکر کېږي چې يو پياوړی عملي سياستوال ياست؛ خو پوهېږې چې اوسنی سياست ددغسې نوم پټو شهيدانو د ياد تازه کولو په نمانځو څرخېږي او د خپلو خلکو زړوه خپلوي. هغه خلک چې د ملت په زړونو کې ځای لري او خپل شهيد يې بولي بايد څلي او ياد ځايونه يې هم د هېرولو قرباني نه شي.

د حاجي صیب دین محمد دې کور ودان وي، چې د شهید عبدالحق په اړه یې یو کتاب لیکلی، ټول مې ولوستل خوښ مې شو.

یادونه: دا ليک د کوم تملق يا بل کوم غرض په موخه مه اخلئ او نه وګڼئ چې د ژبنۍ او سيمې تبعيض له مخې دې ليکل شوی وي؛ بلکې بنسټيز او زړه تلی هدف ترې د يو سالم رقابت او هېرو شوو وياړونو د ياد تازه کول دي.

صیام الدین پسرلی