ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

ابو نواس اهوازی؛ نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی

(بخش 1)، علی میرفطروس ۳۱٫ شهریور ۲۵۸۵ شاهنشاهی هم باده، گوارا وُ هم…

نگاهی هنری و زیبایی‌شناختی

به آثار آیبک (موسی تاش‌محمدوف)  نویسنده بزرگ ازبکستان دوران شوروی برگردان. رحیم…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد؛…

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

دیوانگان نفت و ثروت

رسول پویان از خواب بخیز که دشمنان بیدار اند غافل منشین که…

میان مبارزه طبقاتی- و هنر عشق ورزیدن

Erich Fromm (1900- 1980 ). آرام بختیاری اریش فروم؛ التقاط مکاتب جهت…

  تاریخ در آینهٔ نویسنده؛ از حقیقتِ روایت تا روایتِ حقیقت

 نویسنده: مهرالدین مشید باور بر این بوده است که نویسندگان داستان‌ها…

وقتی بحران دیگر در مرز متوقف نمی‌ماند

Wahidullah Noorzai | NIDA Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field-Based Strategic…

از فارسی‌ستیزی استعمار بریتانوی در هند تا دگرگونی نام‌های فارسی…

سلیمان کبیر نوری دوست ای ویدیویی برایم فرستاد که از جهات…

                       کام بلا 

جهان در معرض نابودی و کام  بلا  تاکی همیشه مردمان در…

میان چشمه‌های شعر

مجموعه اشعاری از روناک آلتون برگردان به فارسی:زانا کوردستانی بانو "روناک توفیق…

افغانستان؛ میدان رقابت قدرت‌ها پس از خروج آمریکا

 نویسنده: مهرالدین مشید جایگاه مردم افغانستان در میدان رقابت های کشور…

عربستان در افغانستان چه می‌خواهد؟

Wahidullah Noorzai — Former Senior Military Officer, Field Strategist &…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش دوم)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

«
»

عادل زعامت او نیکمرغه ټولنه

دټولنېز نظم اوسوکالې رښتینی ضامن قانون دی چې باید دټولنی دمشرتابه اوواکدارانوله خوادکوم توپیراوتبعیض پرته په ټول ولس اوخلکوپه پوره جسارت پلی شي اودقانون په سپیڅلي هنداره کې بایدټول ملت ځان وګوري اود هغه په پام کې ساتلواوپلی کیدوپه لاره ځانونه مکلف وبولي دتخلف اوسرغاړوی مرتکبین باید دخپلوتیروتنواواعمالوسزاوویني په داسی ټولنوکې هرڅوګ دنیکمرغۍ اورښتینې هوسایې احساس کوي اودبدمرغه منفې پیښومخه ډب کیږي دقانون دپلی کیدودروندمسولیت دټولنې دچارواکواوواکدارانوپه غاړه دی چې ناغیړي اوبی توپیري ېې په ټولنه کې ستروبې نظمیواوانارشیوته لاره اواروی اودټولنې هیڅ وګړی ځان سوکاله نه احساسوی اودهرچاژوند دګواښ اوویرې سره مخامخ وي هغه مهال چې لوی شیرشاه سوري دهند دسترهیوادبریمن ویاړلی واکمن اوپاچاو د ډیلې په ښارکی یو نیازی پښتون استوګن ودهغه دلوردبی ساري ښایست اوازه دشیرشاه دزوی غوږوته هم رسیدلی وه یوه ورځ دسوری شیرشاه زوی پخپل سلطنتي فیل باندی سپوراودنیازی دکورپه لوری په ډیره دبدبه کې روان شوکله چی دهغه کوڅې ته ورسید دخپل فیل له پاسه ېې له دیوال څخه سرپورته کړپښتنه پیغله دکورپه انګړه کې ناسته وه اودبیګانه سړی په لیدوسره لکه دهسکوغروهوسۍ وبوږنیده اوپه ترهیدلی منډه ېې خپل پلارته ناری کړې اوله پیښې څخه ېې خبرکړکله چې ېې پلارکوڅې ته راووت په کوڅه کې ېې څوک ترسترګونه شول له پوښتنی ګرویږنې وروسته یوچاورته وویل چې په همدې شیبه کې دشیرشاه سوري زوی په سلطنتي فیل سپورله کوڅې څخه تیرشو نیازی له غوسې لکه دغره زمری غړمبیده بې له ډیله دشیرشاه د دربارپه لوروخوځیداو ځان ېې دپاچا حضورته ورساوه اواعلیحضرت شیرشاه سوری ېې له پیښی خبرکړعادل پښتون پاچا بې له ځنډه دخپل زوی داعدام سزآعلان کړه.د درباراراکین او وزېران ټول په اندیښنه کې پریوتل په خورازیاتوزاریواوخواریوېې له نیازې پښتون څخه هیله وکړه چې دپاچازوی وبښي هغه د دوی زاری ا وهیلی ومنلې اوپه خورادرنښت اوعاجزی بیادشیرشاه حضورته ورغی اود درناوی له وړاندی کولووروسته ېې پاچاته عذروړاندی کړچې له خپلې پریکړې تیرشي اوستاعدالت اوپښتني ننګ ته د درنښت سرټیټوم پاچاورته وویل په یوشرط دی عذرمنم هغه داچې ته به هماغه فیل سپریږی اوزمادزوی میرمن چې زمانږورکیږی دفیل له پاسه ګوری دپاچادامرسره سم دځوان شهزاده پرفیل نیازی سپوردهغه کورته ورغی اوله دیواله ېې دشهزاده دمیرمنۍ ننداره وکړه اودعادل شیرشاه حکم پرځای شو. رښتیا هم عادل اونیاومن مشران پخپل رښتیني زعامت اوجسارت سره کولای شي چې دخپل رعیت اوولس لپاره عدالت تامین اوتحکیم کړي .

له بده مرغه دریغا! دریغا ! له مودومودوراهیسې زموږټولنه دخپل سریوبی بندوباریودزراوزوردخاوندانوله لاسه سخته شړیدلي ده اوپه دی لاره کې له مشرانونیولی دټول افغان ولس اسلامې ملي وجداني اوایماني دنده اومسوولیت دی چې دهیوادپه بیاجوړیدنه،غوړیدنه دعدالت اوامن په ټینګښت کې جدي برخه واخلي اوپه ځانګړي توګه دهیواد مشران اوواکداران دعدالت اورښتینې واکمنی دټینګښت لپاره لومړی باید خپل ځانونه دقانون حاکمیت اومنلو ته چمتوکړي هغه مشهوره مقوله ده چې واېې: کفرګرزمکه خیزدکجاماندمسلمانی .

رښتیاهم کله چې دیوه هیواداوټولنې مشران په درغلیو،بېقانونیو،خپل سریو،غلا اونورونارواعملونوسروي هیڅکله هم داسې ملوث مشران په ټولنه کې ټیکاو،عدالت اورښتینی ټینګ نظم نه شي رامنيځته کولی اوعام ولس به تل دبې نظمیواوډول ډول منفي پدیدوپه جال کې راګیروي اوهرڅوګ به ېې پخپل سرډنګوي واېې چې دامیرعبدالرحمن دپاچاهۍ په مهال یوه ورځ په یوه دستمال کې پیسې غوټه شوی اودکابل دشوربازار په عامه لاره کې لویدلي وی اوهیچادا جرات نه درلودچې دپیسوډک دستمال راپورته کړي دکوټوالی سپاهی یعنی پولیس راغی اوهغه ېې واخیستی اودښارپه چوک کې ېې ځوړندکړی وروسته دهغه څښتن پیداشودنښانی په ویلوسره ېې خپلې پیسی ترلاسه کړی. همدارازدمحمدکاظم نومی بزازله دوکان څخه غلاشوی وه امیرعبدالرحمن دهغه په خبریدواوله پلټنی وروسته امروکړچې مامورجلا ل الدین اودپولیسوکوټوالی ملازم دی په داروځړول شي اودپایان چوک استوګن صاحب زاده ګانوسترګی دی په نشترووهل شي اوله چونی دی ډکی شي ځکه غلاشوی مالونه دهغوی په کورونوکې پیداشوی وو.( افغانستان درمسیرتاریخ مرحوم علامه غبار). همدارازخلک کیسه کوی چې دکابل ښارپه یوه ښخینه حمام کې دسهارپه خړه کې یوه خوان ځان پټ کړی و کله چې څوتنه میرمنۍ حمام ته ننوتې هغه لکه دځنګله ځناورپرې راودانګل اوپه شیبه کې ېې نامشروع عمل ترسره کړکله چې امیرخبرشوامرېې وکړچې دحمام په دننه کې دکوتکوپه سوټیودومره وډبوی چې سا ېې وخیږی اوامرېې پلی کړ. دامیرعبدالرحمن دخونړیوظلمونووینوبهولواوتاریخی تیروتنوتوجیه مې هدف نه دی خوهغه دجدی دسپلین او قانون په پلی کولوسره وکولای شول په ټول هیوادکې بشپړاوسرتاسری امنیت رامنځته کړي.

څوورځی دمخه دپغمان په سیمه کې زړه بوږنوونکې شرموونکې اووجدان لړزوونکې پیښه رامنځته شوه دهغه تورمخی اوناولي عاملین په سخته سزاورسیدل چې دټول افغان ولس غوښتنه اوارمان ودهغومړوته هم سزاورکړشوه پخپلوپلرنیوهدیروکې داړوندسیموخلکودخښولواجازه ورنه کړه

.چې بدګرځی بدبه پرځی               خپل عمل دلاری مل دی

   دافغان ولس مشرښاغلي داکټراشرف غني اودهغه له ملګري ټیم څخه افغان ملت خوراستری هیلي لري چې دکلونوکلونو بې ثباتیو،خپل سریو،غلا،چورچپاول،فساداوبداخلاقیومخه ونیسي اوخپلوژمنوته دعمل جامه ورواغوندي اوپه پوره جسارت اومیړانه دقانون په پلی کیدوکې تاریخي ګامونه پورته کړی.

دګران افغانستان دسوکالۍ پرمختګ اوسرتاسري سولی دټینګښت په هیله.

بسم الله اکبري هالنډ ۱۰/۱۰/۲۰۱۴