زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

طالبان له يو کفر سره جنګيږي خو له بل کفر نه خيرات غواړي

طالبان ځان غولوي؛ ولس نور نشي تېر ايستلی

په داسې حال کې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د افغانستان په اړوند د پاليسۍ د اعلان په درشل کې ده؛ وسله والو طالبانو ټرمپ ته په يو پرانيستي ليک کې ويلي؛ که امريکا نور سرتېري راولېږي، نو دوی به يې له سيالانو مرسته وغواړي. طالبانو زياته کړې افغانستان ته د نورو سرتېرو په لېږلو سره امریکا ته له نورې پوځي او اقتصادي تباهۍ پرته بل هيڅ توجيه نه لري. په ليک کې راغلي طالبانو په افغانستان کې د ډير فتنو او ګډوډيو مخه نيولې ده او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي. د طالبانو په دې ليک کې همداراز ويل شوي چې په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل د بهرنيو ځواکونو شتون دی.

که څه هم وسله والو طالبانو په دغه ليک کې په ښکاره نه دي ويلي چې د امريکا په سيالانو کې به له چا مرسته وغواړي؛ خو د مسکو او دوی له پخوانۍ يارانې داسې معلوميږي چې د روسانو په غېږ کې به ځانونه غورځوي او د مرستې خيرات به ترې غواړي. ځکه د امريکا په سيالانو کې تر ټولو ستر سيال روسيه او شمالي کوريا دي. له کيم جونګ اون سره خو يې ملاقات نه دی شوی نو ښکاره ده چې مسکو ته به ذاري کوي.

طالبانو په دغه ګواښ سره د افغان حکومت، شنونکو او نړيوالو هغه ادعا ته کره والی ورکړ چې ويل کېدل د طالبانو جګړه استخباراتي ده او مشروعيت نه لري. ځکه دوی دلته د يو کفر پر ضد جنګيږي خو له بل کفر نه خيرات غواړي. د طالبانو مفکوره داسې ده چې افغان حکومت له امريکا سره د ستراتېژيکۍ همکارۍ له امله د امریکا غلام او لاسپوڅی ګڼي، خو پخپله چې له نصاراوو د خپل نامشروع جنګ لپاره خيرات غواړي او ورسره په مسکو کې ګډ محفلونه نيسي؛ ځانونه ورته اصلي د جنت ټېکه داران او سپينې کوترې ښکاري.

که څه هم د طالب اصليت له وړاندې خلکو ته معلوم و خو وروستيو کې چې د دغې ډلې او مسکو له يارانې پرده پورته شوه نو ولس په دې پوره ډاډه شو چې طالب خپل اصليت له لاسه ورکړی او اوس يې په افغانستان کې روانه جګړه د پرديو لپاره ده. خو د طالبانو وروستي ګواښ پوره ثابته کړه چې دوی څوک دي، د څه لپاره جنګيږي او د چا لپاره جنګيږي؟

طالبانو همېشه عجيب او غريبې څرګندونې کړي دي، خو دا ځل خبرې يې ډيرې د مکس وړ دي. ځکه دوی (طالبان) له يو لوري په افغانستان کې خپله جګړه مقدسه بولي او له بل لوري بيا له کفر سره د يارانې مزي غځوي. همداراز د دغې ډلې بله جالبه خبره دا ده چې ويلي دي طالبانو په افغانستان کې د ډير فتنو او ګډوډيو مخه نيولې ده او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي. ځکه د افغانانو د بربادۍ سبب خو همدغه ډله ده، فتنې خو اصلي له همدوی راولاړيږي، څه ولس مو طالب انحصار کړی او په بيلابيلونو نومونو يې وينې زبېښي، او څه ولس مو بيا د همدوی ( طالبانو ) د لاسه بهرنيانو انحصار کړی دی.

د طالبانو د لاسه بهرنيانو ځکه انحصار کړی دی چې طالب د عام ولس کور، ديره، مکتب او کلينيک خپل پوځي مرکز ګرځولی او بهرنيان به د وچو له کبله لمدو ته هم اور ورته کوي. په ځای کې چې طالب سر راښکاره کړي بيا پرې بهرنيانو هوايې يا ځمکنی بريد کړی وي چې په کې عام ولس ته زيان ورسيږي. دلته بيا هم د ولس د بربادۍ سبب همدوی شول. ځکه که دوی له بهرنيانو سره ستونزه لري او ولس ته ځان وفادار بولي نو ولې بيا په يوه صحرا کې له د دوی په اصطلاح له دښمن سره نه ښکر په ښکر کيږي؟ همدا شوه چې د طالبانو ادعا غلطه ده چې ويلي دي دوی په افغانستان کې د فتنو او ګډوډيو مخه نيولې ده. اصلي ګډوډي او فتنې همدوی راولاړې کړي دي.

مهمه خبره دا ده چې وسله وال طالبان په دا ډول څرګندونو او ګواښونو فقط او فقط خپل ځان غولوي او ولس نور د دوی په لاپو شاپو نه غوليږي. ولس ته نور د طالبانو اصليت او ماهيت لکه د لمر په شان روښانه شوی او اوس که د ملايکو لباس هم پر تن کړي؛ دوکه کيږي پرې نه.

مونږ باوري يو چې د طالبانو وروستی ليک چې د ټرمپ لپاره يې ليکلی دی؛ د پاکستاني استخباراتو په لارښوونه ليکل شوی وي. ځکه پاکستان په وروستيو کې د امريکا له سخت فشار لاندې دی او اوس چې د پاکستان او افغانستان لپاره ټرمپ په خپله پاليسۍ جوړولو بوخت دی نو پاکستان هڅه کوي چې پر دوی د امریکا فشار راکم کړي. يعنې دا لیک هم پر پاکستان دامريکا د فشار د کمولو لپاره طالبانو د آی ايس آی  په لارښوونه ليکلی دی.

لیکنه : خوشحال آصفي