خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

«
»

سيمه ايز هيوادونه به څنګه له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي؟

ترهګریز ګواښونه په ځلونو د افغانستان د دولتي چارواکو له ‎خوا سیمه ‎ایز او له سیمې څخه وتلي بلل شوي دي. ترهګري د سیمې لپاره ګډ ګواښ بلل شوی؛ د ګډ ګواښ د له منځه وړو لپاره ګډې همکارۍ ته اړتیا ده، روسیه، چین، هند او امریکا له هغو اړینو هېوادونو څخه دي چې تمه کېږي له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له افغانستان سره یولاسي شي.

په وروستيو کې د افغان حکومت بيلابيلو چارواکو په بيلابيلو وختونو کې له ترهګرۍ سره د سيمي او نړۍ د هيوادونو پر ګډې مبارزې ټينګار کړی دی. تيره ورځ د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر هم له د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي  استازي سره په کتنه کې له ترهګرۍ سره پر ګډي مبازې ټينګار وکړ. له دې وړاندې هم د افغان ولسمشر په ګډون د کورنيو او بهرنيو چارو وزيرانو هم له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سيمې د هيوادونو د ګډې همکارۍ غوښتنه کړې وه.

دلته اساسي پوښتنه دا ده چې آيا د سيمي او نړۍ هيوادونه به په ريښتيا هم د ترهګرۍ د لمنځه وړلو لپاره له افغانستان سره په ګډه مبارزه کې همکاري وکړي او که نه؟

د دغې پوښتنې د ځواب لپاره لومړی د ترهګرۍ سره د نړيوالو د مبارزې څو بيلګو ته اشاره کوو:

که څه هم افغان دولت په ځلونو له ترهګرۍ سره د سيمې د هيوادونو د ګډې همکارۍ غوښتنه کړې ده خو پوښتنه دا ده چې د سيمي هيوادونه به څنګه همکاري وکړي په داسې حال کې چې ترهګري په خپله د همدغه سيمه ایزو او نړيوالو هيوادونو زيږنده ده؟ ترهګري پخپله د سيمې د ځينو هيوادونو د ګټو د خوندي کولو وسيله ده په ځانګړي توګه د هغو هيوادونو چې د نورو هيوادونو په جنګ کې خپل پایښت او ګټې ويني لکه پاکستان، ايران او ځينې لويديځ هيوادونه. دوی به څنګه د ترهګرۍ د لمنځه وړلو لپاره عملي اقدام وکړي؟ ترهګري خو د دوی ګټې خوندي کوي.
پاکستان، ايران او سعودي عربستان په افغانستان کې د ترهګرۍ او جنګ پر مټ خپلې ګټې ترلاسه کوي، ايران په افغانستان، پاکستان، سعودي عربستان، امريکا او سوريه کې د ترهګرۍ په وسيله خپل اهداف ترلاسه کوي، روسيه هم د همدې موخې لپاره په وروستيو کې کله چې ترکيي د روسيي الوتکه وويشتله؛ په ترکيه د داعش د ملاتړ تورونه پورې کوي، یعنې روسيي پخوا هيڅکله هم په ترکيه د تروريزم د ملاتړ تور نه و پورې کړی خو اوس چې يي له ترکيي سره خپلمنځی اختلاف پيدا شوی نو په ترکيه يي د تورونو لړۍ پیل کړه، بل پلو فرانسې هم تر اوسه چې نوره نړۍ په ځانګړي توګه اسيايي هيوادونه؛ له هغه وخته چې ترهګري ترې قرباني اخلي؛ فرانسې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره هيڅ ډول اقدام نه کولو خو کله چې په ورستيو کې داعش په پاريس کې خونړي بريدونه ترسره کړي؛ فرانسې هم شور او ځوږ جوړ کړی دی. یعنې که په لنډه توګه ووايو نو دې پايلې ته رسيږو چې ترهګري نړيواله ريښه لري چې د لمنځه وړلو لپاره يي هم نړيوالې مبارزې ته اړتیا شته خو لکه څرنګه چې د سيمې او نړۍ هيوادونه د نورو هيوادونو په جنګونو کې خپلې ګټې ويني نو په داسې شرایطو کې بيا له ترهګرۍ سره د نړيوالې مبارزې څخه هم ډیره تمه نشي کيدلای. ځکه د شلمې پيړۍ له نيمايي او آن تر ننه ( تر یوويشتمې پيړۍ) پورې؛ د سيمې او نړۍ ځينې هيوادونو له ترهګرۍ د خپلو سياسي ګټو د تر لاسه کولول لپاره د وسيلې په توګه ګټه اخيستې ده.

د ترهګرو وروستيو پرمختګونو وښوده چې دا يوه نړيواله پديده ده او دغه اور د هر هيواد لمنې ته رسيدلای شي. په اوس وخت کې لوی ترهګريز ګواښ د اسلامي دولت ډلې یا داعش شتون چې هيڅ پوله او بريد نه پېژني، ټولو مسایلو ته د تورو او سپینو عینکو له شا ګوري. داعش غواړي چې ټولې نړۍ ته د خپلې خوښې وړ اسلام صادر کړي.

دا حقيقت بايد درک کړو چې اصلاً په افغانستان کې روانه جګړه سیمه ییز اړخونه لري او نړېواله ټولنه باید د دې سیمه ییزې ستونزې په حل کې له افغانستان سره مرسته وکړي. اړینه ده چې  د سیمې او نړۍ هېوادونه باید له افغانستان سره همکاري وکړي څو د تروریزم ریښه له منځه ولاړه شي. ترورېزم نه مذهب او نه هم پوله پيژني او هیڅ هېواد دا ادعا نشي کولای چې ورڅخه به خوندي وي. له همدې امله له دغې ستونزې او د هغې له عواملو سره مبارزه یو نړېوال مسوولیت دی چې باید یوځای او اوږه په اوږه وشي. تر هغو چې د پاکستان په شمول ټول سيمه ايز هيوادونه له تروریزم څخه خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره د یوې وسیلې په توګه ګټه اخلي؛ نو جګړه به دوام وکړي او دا وضعیت به په خپله همدغه هيوادونه هم له ګڼو ستونزو سره مخامخ کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي