توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

«
»

سر خلاصۍ لیک معتصم اغاجان ته

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک فیبروری۲۰۱۴ لندن
محترم ورور معتصم اغاجان اسلام علیکم ورحمت الله تعلي .
دا زما دوهم لیک دی چې زه ېې طالبانو وروڼو ته لیکم ، محترمو د افغانستان خلکوکه دنړۍ تاریخ ته ځیر شۍ ټول جنګونه بل اخره د صلحې له لارې حل شوي او په صلح ختم شوي نن هم زه یو ځلې بیا دیوه لوړ رتبه ، یوه سیاست پوه او نظامی ارکانحرب چې یو وخت د حربي پوهنتون استاد او د وزارت دفاع د افسرانو دتیوریکو درسو مسول افسر وم او ۲۶ کاله مې تحصیل کړې وروسته له محترم فروفیسور جلالی نه زما تحصیلات بل څوک په وسله وال پوځ کې نه لرې ، د بلوک د قوماندان نه بیا د بطرېې د قوماندان نه د کور عالی ديپلوم اخیستل – ارکانحربی دوه کاله په هندوستان کې ختمول – ماستری په شوروی که دتاریخ په برخه کې اخیستل – بیا سیاسی ديپلوم په شوروی کی تر لاسه کول او بیا د فلسفی په برخه کې دکتورا اخیستل – د فرقې قوماندان – د زون غرب په سویه د سیاسی مسایلو مسول – د سیاسی پوهنتون استاد ، بیا د ۱۹۹۲ نه تر ۲۰۰۱ پورې تجارت ته مخه کړې ده او د جنوبي کوریا – چین مختلفو شهرو – هانکانګ ته هغه وخت چې د انګریز مستعمره وه په ۱۹۹۳ کې د تجارت له پاره لاړ یم – د شوروی ۱۵ګونه جمهوریتونه می لیدلي او هلته می بزنس کړۍ او د اورپاې شرقی جمهوریتو ته دتجارت له پاره لاړ یم ، ایران – هندوستان او عربي هیوادو افریقایی هیواد لکه حبشه – کینیا – ابیجان ته می سفرونه کړي او د نړي د خلکو ژوند او ترقی او لاس ته راوړنې مي تحلیل او ارزیابی کړې دی ، په سیاسی مسایلو کې می کتابونه لیکلی دی او هر څه مې تر سترګو لاندې تیر شوي خاصتا دغه ۳۵ کان خونین ناورین چې تر اوسه زموږ په خلکو د خارجیانو په علني او مستقیمه رهبریزموږ په خلکو تپل شوۍ دی را ته ډیر ښه معلوم دی  او د هغو پر بنیاد زه همیشه خپلو وطندارانو ته د خپل استعداد په اندازه کله ترخه کله نرم موضوعات لیکم ددغو ټولو تجاربو او د ژوند د مشکلاتو سره چې شخصا ما لاس او پنجه نرمه کړي او اخرینه نتیجه ېې تاسې ته همدا نن محترم معتصم اغا جان ته په سر خلاصې لیک کې لیکم  اغا صاحب دنړۍ هیوادونه یو دبل سره لکه د موتر د کاربیتر غونته یودبل سره پیوند لري او بیدون دیو بله د ژند کولو امکانات په تنهایی سره یو هیواد نه شي  کولای ، دوهمه خبره داده چې هر انسان خاصتا هر مسلمان په اخرت کې خپل ځواب په خپله وایی نو زما په عقدیه باید دازبکانو یو متل دی چې وايي ( بیرکله بیر خیال ) هر سړۍ او خپل خیال ېې ، نو زموږ طالبانو وروڼو لکه تا چې په مصاحبه کې ویل چې سخت دریزه طالبان زه نه خوښوم او زه ېې د روېې او برخورد طرفدار نه یم او بیا هم لکه تا چې ویل باید یو بل ومنو او تحمل ېې کړو او همپذیره شوو ، ملي وحدت ټینګ کړو او خلکو ته امنیت راولو او یو غوړیدلۍ او مترقی اسلامی معتدل اسلامی هیواد جوړ کړو زما په نظر چې هر هغه افغان چې پنځه بناوې د مسلمانۍ مني او په ژوند کې ېې عملي کوي نور د طالب او ملا له خوانه نوی دین یا وهابي یا سلفی – یا برلوی یا قادیانی باید په زوره تحمیل نه شي او د ښځو په وړاندې خشونت او د ښځو د ازادۍ مخه ونه نیول شي پریږدۍ چې نجوني او ښځینه که پوهنتون یا لیسو یا کالیجو ته ځي پطلون او کرتۍ دیوه یخن قاق یا بلوز سره واغوندي او او د خپل ژوند عامه تامه  دنر سره د مساوی حقوق لرونکې ښځه وي البته د ښځو لوڅ اندامونه – فرنوګرافی او عکسونه او فلمونه او ډیر مبتذل نور فحشا د افغانی ټولنی زیبنده نه دي او زموږله ټولنې نه ورک شي د احترام او انسانیت نه ډکه فضا په هیواد کی مستولي شي ، دښځو وهل – په زور نکاح کول – به بدو کې ورکول ډیر ولورونه ورباندې اخیستل منع شي – تحصیل او کار ته ېې دیره زمینه اماده شي مخصوصا په ( دفاترو – مخابراتو – تعلیم او تربیه – تحصیلاتو کي – لاسې صنایعو – د نساجۍ په فابریک اوخفیف صنایعو کې – نرس او طب کی – وسله وال پوځ کې – دریوری کې – رستورانو او هوټلو کې – فابریکو کې د ښو ونډه زیاته او ورته حق ورکړل شي موږ نه شو کولای د نړي د تمدن له حرکته وروسته پاتې شو او همیشه دنورو جیره خواره او تالي څټی ووسو ، هیڅ کله د غربی هیوادو ( امریکا یانو یا روسانو یا چینایانو یا هندوانو ) سره مخالفت ونه ښیو تاسې په خپله ولیدل چې دوی دتاسې سره د جهاد په دوران کې هر ډول مرستی کولې او هغه مو په ډیرو زاریو منلې او قبلولې او ددوی د فرمان سره مو حرکات او سکنات تنظیمول نو بیا ولې نن ورسره مخالف یاست و البته هغه شیان چې د اسلام او دین او دینی فرایضو مخالف یا ضد عمل کوي دهغو سره باید کلک مخالفت وکړۍ او هیچا ته اجازه ور نه کړۍ چې زموږ په رسومو -عنعناتو او رواجونو تجاوز ونه  وکړې یا زموږ دملي ارزشونو د له منخه وړلو باعث نه شي ، راشۍ نور هغه ددشمن خاینانه اصطلاحات ارشیف ته وسپارۍ کوم چې یوه ته ملحد یا کمونست وایاست – یا دوی تاسې ته اخوان یا اشرار وایی یا یو بل ته نوکراو مزدور وایی ، زموږ اساسی دشمنان ( خارجی هیوادونه په راس کې ېې پاکستان – ایران – عربستان سعودی او امریکا دي ) باید ددوی سره زموږ د ملي منافعو په نظر کی نیولو سره معامله – تفاهم – قرارداد- وکړۍ ، که زموږ دهیواد ملي منافعو ته خطر وی او زموږ ګټه نه وي په کې په هیڅ وجه ورسره تړون لاس لیک نه کړۍ .
 اغاصاحب ما په ژوند کې یو سړې یو ګروپ څو کسه او یا جمعا ( خلاصه هیڅوک نه وهلي – نه ورته کنځل کړي – نه بندي کړي نه وژلي – نه تبعید کړي ) هیڅ خراب کار می نه دی کړۍ او په ټول ماموریت کې یو دلیر او بیباکه – اعتدال پسند- جدي – با دسیپلینه – افسر وم او دهر چا سره – هرې ګرو سره هر قوم او ملیت سره – هندو او عیسوی سره انسانی رویه کړی ده له همدې خاطره زموږ د وطنوالو دردونه – خواریو- غمونو – یتیمانو – کونډو – بیکارانو – محاجرینو – جنګیالیو – مرورو – مخالفو – موافقو – افغانان په خاطر او ددوی د نجات په خاطر ددوی د ارامی او امنیت په خاطر غواړم په خپله سپینه ګیره چې ۶۷ کاله عمر لرم ستا نه او ستا له ملګرو او هم عقیده طالبانو – ملانو او مخورو نه هیله وکړم – خواهش وکړم او درته عذروکړم ( دهیوادوالو د امنیت او هوسا ژوند په خاطر ) چې نور په تندروه – سخت دریځه – جنګیالو پسې مه ګرزه او یوازې تاسې د افغانستان دخلکو د سعادت او ارامی په خاطر دهغو چا سره خبرې پیل کړۍ او ورسره نژدې شۍ چې هم ستاسې عزت او ابرو په ځای شي او هم دغو رنخور او خوار مخلوق ته صلح او امنیت راشي او تاسې دلویو افتخاراتو خاوندان ووسۍ ما د هلمند د ملا سلام اخوند دسنګین ولسوال صاحب سره د غیاث وردک په حضور او دمحترم سلیم خان دهلمند دشورا ریس په حضور په سرای غزنی کې چې ددولت یو میلمستون دی  ډیر بحثونه کړي دی – همدارنګه دیوه بل ورور طالب سره چې دهلمند نه د ( اغا لالا ) په نامه مشهور دی دوی میاشتی مجلسونه او خبری کړې دی همدارنګه ما د وردګو د ملا صاحب غلام جدید سره او نورو ملا صاحبانو سره چې مولوی صاحب بابا – ملا صاحب فضل الربی – ملاصاحب محمد ګل – ملا صاحب عبدالحمید – ملاصاحب سردار د ښادي بوچ نه ډیر ښه روابط ساتلي وو او له همدی خاطره تا ته دیوه نظامی – یوه سیاست پوه – یوه دکتور – یوه با تجربه – یوه افغان او یوه بیطرفه شخص په حیث ، (یعنې زه د ۱۹۹۲ نه تر ننه پورې دیوه راستي او چپي ګوند ) غړیتوب نه لرم ، مشوره درکوم او پیشنهاد  در ته کوم چې وخت له لاسه مه ورکوه راشه کابل ته او د دکتور صاحب اشرف غني احمد زي سره اړیکه ټینګه کړه او خپل حمایت له اشرف غني احمدزي صاحب نه اعلان کړه تر څو دیوې خوانه د صلحی پروسه عملا ګړندۍ شي او دبلی خوانه سبا ته تاسې محترمو معتدلو طالبانو ته د اشرف غنی په کابینه کې وړ او د تاسې د خوښې وزارتونه او ولایتونه در کړل شي او په ګډه دغه ماته کشتۍ په ملی وحدت متکی مقصود منزل ته ورسوۍ او زموږ دشمنان په خپلو رشتینیو او واقعی افغانی او اسلامی تعهداتو ولاړ عزم سره وشرموۍ او د ماتې سره ېې مواجه کړۍ ، امین یا رب العالمین .