رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

«
»

سرخلاصی لیک

درنې خور انګلامیرکل اودآلمان دغیورملت درنو چارواکو!

دادب اودرنښت مراتب مې ومنی اوورسره جوخت غواړم دیوه دردیدلي اوبې وزلي کډوال اودآلمان ستر ولس ته دیوه ځانګړي بې شایبې ژورعقیدت له مخې دزوریدلواوجګړه ځپلوافغان کډوالو په اړه دبشرپالنې په احساس څواړین ټکې ستاسوسره شریک کړم.

زه هم هغه افغان کډوال یم چې کابوشپاړس کاله دمخه دخپل کلي،مېنې له ورانواوخړوکوڅوڅخه په ژړاندوسترګواوناپایه دردونوسره اروپاته راکډوال شوم اوهمدامهال دهالیندپه هیواد کې استوګن یم خودخپل خواږه خوغمجن اوکړیدلي وطن سترناورین اوجګړه ییزبې رحمه ناتاراوبې ساري تراژیک حالت ته دیوه افغان اوانسان په توګه سخت زوریږم اوله بده  مرغه دهیواد دجوړیدواودسولې دټینګښت هیلي مو،زمولل شوي اوزړه بوږنوونکې ناهیلۍ موسترګوته دریږي چې یوه څرګنده بیلګه یې په دې شپواوورځوکې دافغانانوډله ییزاوکتلوي دشرایطوداجبارله مخې مهاجرت دی چې ډیری کډوال دالمان په لوري راخوزیدلي دځنګلونودسختولارواوسمندري څپوسره په ډغرووهلواودمرګ کومي ته په ځان سپارلویې ستاسوحضورته دټپي،ټپي اوسووهیلوځولۍ اولمنې غوړولي دي څوستاسوپه لوی هیوادکې دخپل دردیدلي اوجګره ځپلي ژوند دټکوراوتسکین دمه وکړي.

خوله بده مرغه په دې شپواوورځوکې داسې اوازې دي چې ګني د دغودسترواوستړوهیلودرلودونکي افغانان بیرته خپل هیواد ته په اجبارستانه اود دوی ځولۍ،ځولۍ انساني هیلي لکه دسمندرپه څپوکې دغرق اولاهوشویوافغانانوپه څیردناهیلیوپه تورسمندرکې لاهواوتالاترغه شي زما دبې وسه اوبې وزلي افغان په ا ند به داهڅه اوپریکړه دافغان ،جرمني د دوستی اوتاریخي ژورې ورورګلوی په تاریخ کې یودردوونکی یادګار وي اوترهغه ځایه چې مادخپل ژوند په بهیراود تاریخ په مدرسه کې دافغان ولس عامه افکارارزولي اوچڼ کړي دي هغه داچې دځمکې په کره کې دنوروستروابرځواکونوپه پرتله افغانان تل دالمان په دوستۍ ویاړي اوداورورګلویزي پخې اورښتیني اړیکي دافغانستان په معاصر تاریخ کې ثبت دي.

د دویمي نړیوالې خونړۍ جګړې په بهیرکې افغان غیورملت دنیږدې اولروستروهیوادونوګواښونوته لکه غرولاړاودخپلوالماني میلمنووروڼومیلمه پالنه اوساتنه یې خپل افغاني دېن اوننګ باله افغان ولس ته ګران پاچا اعلیحضرت غازي آمان الله خان دزعامت په دوران کې ستاسودوروراودوست هیوادبیلابیلې مرستې اودمدرنیزه تخنیک انتقال اود دارالامان سلطنتي ستره تاریخي ماڼۍ لا اوس هم ژوندی تاریخ دی د دغودوستانه پخوورورګلویزواړیکوبیان په دې کوچنی دزړه خواله لیکنه کې ناشونی دی خودڅوکلونودمخه د دووتاریخي خاطرویاد دکومي غوړه مالی اوطمعې پرته ستاسو مخ ته ږدم هغه داچې.

موږیوڅوتنه دخپلودندوپه اجرابوخت وو چې درادیو په څپوکې مودبرلین داستعماري دیوال دنړیدوخبرواوریداود دیوال دنړیدوهیجان دومره اغیزناک ووچې له سترګومواوښکي توی شوي اوزموږپه زړونوکې هم داهیلي راوټوکیدي چې داسې مهال اوبختورې شیبې به په موږافغانانوکله راشي چې ورسته اوبویینه د ډیورنداستعماري کرښه ونړیږي اوموږدآلمانیانوپه څیردخوښی مارشونه اواتڼونه وکړو.

لادلوی اوواحد المان دجوړیدوکال پوره شوی نه ووچې دفوټبال په نړیوالولوبوکې دالمان دفوټبال ټیم نړیواله اتلولولي وګټله اودیوموټي اوځواکمن المان غښتلتیا اوپیاوړتیایې نړیوالوته په ډاګه کړه.افغانان دزړه له تله دبرلین داستعماري دیوال دنړیدواود دغه وروراودوست هیواد په هره بریا ویاړي اوموږاوسنی نسل دخپل تاریخ په دوواتلوڅیرواتل سیدکمال اواتل محمد عظیم ویاړو چې د دوی دژوند ملګري دواړه المانۍ اوهغوی زموږدتاریخ ځلانده ستوري دي چې دخپل خواږه هیواد سره مینه یې دجرمني په هیواد کې ژوندی وساتله اودوطن دلوړوارمانونوپه لاره کې یې خپلې ککرۍ قربان کړی پوره باورلرو چې اوسني مهاجر به هم هیڅکله خپل دزوکړي اوخاپوړوټاټوبی هیر نه کړي خودالمان دلوړودولتي اوسیاسي چارواکوته مودغمجنواوټپي،ټپي هیلوډکې ځولۍ غوړولي څوآلمان دوست هیواد ته په راغلوجګړه ځپلواوغمځپلوافغان کډوالوورحمیږي اوخدای مه کړه  د دوی په بیرته ستنیدوله سره غوروکړي اودالمان افغان تاریخ لاوړانګن اودوستی اوبشري خواخوږی په مینه مزین کړي

اوس مې مه ګوره چې نه لرم ډیوه په کورکې        ما،دې هم کړي دسپوږمۍ په ځنګانه خوبونه

په ګران هیواد افغانستان کې دسولې دټینګښت اودافغانانودنیکمرغۍ په هیله.

ټینګه اوتل دی وي دافغان جرمني ورورګلویزه تاریخي دوستي.

بسم الله اکبري

۳۰/۱۰/۲۰۱۵هالینډ