وقتی اختلال به قدرت تبدیل می‌شود: چه کسی پس از…

Wahidullah Noorzai Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) مقدمه: هرمز؛ میدان سنجش قدرت،…

آلزایمر

آلزایمرم که بیدار می‌شود نمی‌دانم امروز، دیروز است! یا که دیروزم، فردا!!! به…

دوران خونین حفیظ‌الله امین و سرکوب رهبران حزب دموکراتیک خلق…

https://www.youtube.com/watch?v=pxhsNfqSXRE افغانستان پس از قیام ثور؛ دوران خونین حفیظ‌الله امین و…

افغانستان و بحران سیاست‌زدگی؛ جامعه‌ای گرفتار منازعه و محرومیت

 نویسنده: مهرالدین مشید سیاست‌زدگی در افغانستان؛ ریشه‌های ساختاری و پیامدهای انسانی سیاست…

نصیب الله سیماب

*** له پښتو ژبې او پښتني فرهنګ تکړه شاعر، ادبپوه، څېړونکی،…

دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

«
»

ستاسوپه اند کوم غوره دی؟

څوک لیوني سپي دمسلمانانواوبې ګناه انسانانود داړلواووژلوپه موخه روزي اودخدای (ج) دبنده ګانواوبې وزلي مخلوق اوبشریت سپیڅلي ویني بهوي اودانسان په جامه کې ترابلیس اوشیطانه هم لاپه ظلم اووحشت واړه زاړه ،سپین سري اوسپین ږیري وژني په لویه لاره کې چې عام ولسونه پرې تګ راتګ کوي غټ،غټ بمونه خښوي اود دوښمن په نغوته اولمسون زړه بوږنوونکي سترې غمیزې اوخونړی پیښې رامنځته کوي دوحشت اوبربریت نه پورته ناتارلاداچې تنکي ځوانان په شیطاني چل ول اووحشیانه روزنه په چاودیدونکو واسکټونواومخربوتوکوسمبالوي په متبارکه جوماتونو،دخوښیوپه وادونو،ولسي غونډواوجرګواودعام ولس دګڼې ګوڼي په ځایونوکې دځان وژنې اوځان چاودنې په دوزخي عمل سره دوینوویالې بهوي دویراوغمجنوکوکارومحشراوماتم جوړوي اودغه شنیع اورذیل عمل ته دپاکستان په لعنتي اودوزخي سازمان ای،اس،ای کې روزل شوي بې وجدانه مفتیان اوبې ایمانه تش په نوم ملایان دجهادفتواګانې ورکوي داسلام ترچترلاندې د دغه توروعملونواوشیطاني کړنوپه وسیله داسلام سپیڅلی دین بدناموي اوپه شعوري توګه غواړي اسلامې امت په ستروبدمرغیواوسپکاویو اخته کړي اولکه چې دسرپه سترګوګوروافغان مسلمان ملت یې په ناپایه ویراوغم اخته کړی دی.

له بلې خوادانسان اوبشریت په چوپړکې داسې سپي روزل کیږي چې په لویواوعامه لاروکې خښ کړل شویو ماینونودکشف په مهال سوي کوکارې باسي اوپه ماهرانه اشارتونودانسان وژونکوتوکواوبمونوځای ځایګی په نښه کوي اوخبرداری ورکوي چې دلته دبشریت دوښمنانوپه کرغیړنوتورولاسونوچاودیدونکي بمونه خښ کړي اوماین پلټونکواوخنثی کوونکوبشرپال پرسونل سره دانسان دوستی دنده ترسره کوي.

داسې سپي روزل کیږي چې دچاودیدونکوتوکوډک واسکټ اغوستونکی انتحاري چې د ډله ییزي مرګ ژوبلې په دوزخي موخه دواده،جومات اودولس دتجمع اوغونډي په لور روان وي پیژني اودهغه منحوسې ، خبیثي اوکرغیړنې څیرې ته غاپي اوداډول لعنتي انسانان دچاودنې له مخه رسوا اوافشا کوي څو دخدای بې ګناه بنده ګان یې له شره وژغورل شي.

دهیښتیاخبره داچې دجرمني په هیوادکې دطب ډاکټرانوداسې سپي روزلي دي چې هغه کسان چې دسږو سرطان لري اوتشخیص یې په تخنیکي مدرنو وسایلوناشونی اوستونزمن دی دهماغه روزل شوو سپو په وسیله دسرطان ناروغی تشخیصوي اودبشریت په خدمت کې دي.

د دغې لیکنې مې موخه داده چې پاکستان اوزموږدهیوادبیلابیل دوښمنان له انسانانوداړونکي سپي اوځناورجوړوي اودا شرغوبل اوناورین په ټول هیواد کې روان دی.

درنولوستونکواوقدرمنوهیوادوالو!

تاسودخدای لپاره قضاوت وکړی دبشریت اوافغانیت وژونکي تش په نوم انسانان غوره دي اوکه هغه سپي چې په خپله سالمه روزنه دخدای بې وزله مخلوق اومسلمان افغانان دماینونواوانتحاري واکټونوپه کشف سره له مرګ ژوبلي ساتي؟

تاسوپه دې اړه څه اند اونظرلری که په لنډه توګه د دې پوښتنې ځواب څرګندکړی ؟

هیرمونه شي چې داصحاب کهف سپی هم جنتي دی.

دافغانانوپه منځ کې دانساني عاطفې اورښتیني اسلامې اخوت دټینګښت په هیله.

اکبري

۵/۴/۲۰۱۶