آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

شکست مارکسیسم و ناپاسخگویی لیبرالیسم و آینده ی ناپیدای بشر

نویسنده: مهرالدین مشید حرکت جهان به سوی ناکجا آباد فروپاشی اتحاد جماهیر…

سوفیسم،- از روشنگری باستان، تا سفسطه گری در ایران.

sophism. آرام بختیاری دو معنی و دو مرحله متضاد سوفیسم یونانی در…

آموزگار خود در عصر دیجیتال و هوش مصنوعی را دریابید!

محمد عالم افتخار اگر عزیزانی از این عنوان و پیام گرفتار…

مردم ما در دو راهۀ  استبداد طالبانی و بی اعتمادی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان سرزمینی در پرتگاۀ ناکجاآباد تاریخ مردم افغانستان مخالف…

«
»

زموږ عالمان چاته عالمان نه ښکاري!

زمریال 

زموږ درنو دیني عالمانو په دې وروستیو کې د سولې په اړه یوه جامع فتوا صادره کړه چې په کې راغلي، په هېواد کې روانه جګړه په هېڅ توګه مشروعیت نه لري او په جګړه کې له ټولو ښکېلو اړخونو په کې غوښتل شوي چې جګړه ودروي او د سولې خبرو ته کېني.

د یادې فتوا یو څه بشپړ خبر داسې و:

“په افغانستان کې روانه جګړه ناروا ده دلته جهاد جواز نه لري

نن په کابل کې څه باندې ۲۵۰۰ دیني علماوو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله. دیني علماوو نن په یوه لویه او بې ساري غونډه کې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه فتوا صادره کړه او دغه جګړه یې ناروا وبلله. دیني علماوو وویل، چې په افغانستان کې د جګړې دواړه ښکېلې خواووې دې جګړه پای ته ورسوی او روانو خونړیو پېښو ته دې د پای ټکی کېږدي. دیني علماوو په ګډه فتوا کې وویل، چې روانې جګړې په هېواد کې د بهرنیانو مداخلې ته زمینه برابره کړې ده او هره ورځ د لسګونه افغانانو ژوند اخلي. دیني علماوو وویل، چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی، اسلامي نظام لري او په هېواد کې روانه جګړه ناروا ده. ددوی په خبره ځانمرګي بریدونه، په جګړه کې ستر بمونه کارول او د عامو وګړو وژل هېڅ ډول توجیه نه لري. دوی افغانستان یو لرغونی اسلامي هېواد وباله او د اسلام په نامه روانه جګړه یې غیر اسلامي وبلله. دیني علماوو پر حکومت او وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلي او سولې ته د رسېدو لپاره خبرې پيل کړي. دیني علماوو همدا راز وویل، چې د افغانستان نظام اسلامي دی او اساسي قانون یې د اسلامي قوانینو په رڼا کې جوړ شوی دی. ددوی په خبره په افغانستان کې ټول نافذه قوانین د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې جوړ شوي دي او ټول اسلامي جنبه لري.”

همدې فتوا ته د درناوي په ترڅ کې ولسمشر د روژې له ۲۷ د اختر تر درېیمې یو اړخیزه اوربند اعلان کړ او له طالبانو یې هم وغوښتل چې د ولس غوښتنې ته غاړه کېږدي او اوربند وکړي. طالبانو هم د اختر دریو ورځو ته اوربند وکړ او په دې ورځو کې په زرګونو طالبان ښارونو ته راغلل او له حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو سره یې په ګډه مارشونه جوړ کړل.

د دې مارشونه په اړه هغو پاکستانیو ملایانو چې په افغانستان کې د جګړې د پرمخ بیولو دنده پرغاړه لري، توند غبرګون وښود او په افغانستان کې د سولې د شنډولو لپاره یې سخت تبلیغات پیل کړل.

په دې لړ کې یوشمېر طالب چارواکو هم د دغو پاکستانیو ملایانو په اشاره څرګندونې درلودې او خپل اوربند یې پای ته رسېدلی وباله او ويې ویل چې خپل عملیات به له سره پیل کړي. دغو کسانو په یوشمېر ولایتونو کې طالبان په زور سره راټول کړل او جګړې ته یې واستول؛ خو جګړې د پخوا په څېر توندوالی نه درلود او له ورایه ښکارېده چې تحمیلي ده.

په ننګرهار، کونړ، لغمان، میدان وردګ، لوګر او ځینو نورو ولایتونو کې طالبانو خپلو قوماندانانو ته؛ خو رډ-بډ ځواب ورکړی چې نور له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړه نه کوي او جګړه کول ورسره حرام دي.

دوی د افغان دیني عالمانو د سولې فتوا سند ګرځولې او د خپلو قوماندانانو د پوښتنو په ځواب کې یې ویلي چې تاسو د پاکستانیو ګمراه او مفسدو ملایانو فتوا او خبرو ته اهمیت ورکوئ او د خپلو دیني عالمانو فتوا او خبرو ته اهمیت نه ورکوئ، ولې زموږ دیني عالمان چاته عالمان نه ښکاري.

له اوربند وروسته د طالبانو او د هغوی د قوماندانانو ترمنځ لوی درز رامنځته شوی او پاکستاني جنرالان او ملایان د طالبانو له دې وضعیته سخت په وېره کې دي.

اوس پاکستاني جنرالان او ملایان کوښښ کوي چې د طالبانو سیمو ته د داعش جنګیالي واستوي او هغه طالبان چې جګړه نه کوي او له جګړې یې لاس اخیستی، هغوی بې وسلې کړي او ويې وژني.

پاکستانیو ملایانو له افغان دولت سره سوله کوونکي طالبان منافقان او دیوثان بللي او ګواښ یې کړی چې په سزا به یې ورسوي.

اوس افغان دولت او ولس ته په کار دي، چې د دغو طالبانو مرستې ته ودانګي او پرې نږدي چې د پاکستان او د داعش د چړو لاندې راشي.

افغان دولت باید ډېر ژر یو پلان جوړ کړي چې څنګه کولای شي د اړتیا په وخت کې له داسې طالبانو سره اړیکې ونیسي او مرستې ته يې ودانګي.

پر دې سربېره افغان ولس او حکومت باید داسې غونډې او مارشونه پر لاره واچوي چې په لړ کې یې په طالبانو او خلکو کې د سولې غوښتنې احساس پیاوړی شي او هم افغاني رسنۍ د پاکستان او نورو مغرضو هېوادونو، ډلو او اشخاصو په وړاندې د خپلو خلکو د دفاع سنګر ته ودانګي او په کلکه د خپلو هېوادوالو د سولې غوښتنې له دریځه دفاع وکړي.

نور موږ په زغرده ویلی شو او په افغان چارواکو، رسنیو او هېواوالو غږ کوو، چې وخت نور له موږ سره دی، زموږ د سولې مخه نور څوک نه شي نیولای او موږ ته په کار ده چې له دې فرصته پوره ګټه واخلو.