نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

ریس صاحب جمهور خبر دار چې بازی ونه خورې

 

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک د نوامبر څلورمه ۲۰۱۴ کال

نن سبا نوی کسان ، نوی موعظان ، نوی دلالان ، نوی د غرب او شرق مزدوران ،
نوی چاپلوسان په نوېې څیره او نوېې بڼه کې ځانونه درته د امام – د وطن
دوست سپین ګیري – د قوم دمشر – د لویو ملانو – حضرتانو – پیرانو – خانانو
په لباس کې در ته را ځي او ډول ډول صفتونه او کارنامی د یاودوی او هر ډول
رنګونه ځانو ته ور کوی لکه سوسمار هر ساعت خپل رنګ بدلوی هوشیار ووسه ،
بیا در ته وایم د هر سړې خبرو ته تر اخره غوږ نیسه خو هغه چې ستا په زړه
کی دی او ته ور باندی باور لری او پوهیژې چې څه ډول انسانان د تا د ادارې
له پاره ضروری او په کار دی( مخصوصا د وزارت دفاع – داخلی – امنیت ملی )
له باره داسې کسان باید تعین کړې چې باید  تا ته وفادار او وطن ته متعهد
وی ،ددوی تر څنګ د سفیرانو خصوصا امریکا – جرمنی – فرانسې او انګریزانو
دیکټات ته هم تر اخره ( هوکی ووایه ) خو بیا هم خپل نظر ته تغیر ور نه
کړې ، ځکه وطن (( پارچه ، پارچه – سلاټه ،سلاټه – زره ، زره ـ شوۍ او
داسې ېې زموږ خلک بې ستره کړي چې ددوی نه ېې ( آبرو – عزت – پشتو – قول –
وعده – ناموس – ژبه – قوم ـ دوستی – وحدت – ملی ارزشونه – ملی غرور – ملي
نوامیس – ملي هویت – او ډیر نور افتخارات )، اخیستی او هیر کړي دی خلک نن
سبا پوهیژي چې خدای پاک دوی ته یو پاک ، وطن پرسته ریس جمهور ورکړۍ دی او
د افغانستان اکثریت خلک ستا طرفداران دی ، اوس باید د وزیرانو په تعینولو
کې دیوه سړي بازی و نه خورې یو پخوانۍ وزیر بیرته مقرر نه کړې ، ځکه دوی
دومره خوړلې دی چې د نبیرې او کړوسیو ېې بس دی نور ېې پریږده تجارت وکړي
او درشوتو پیسې په کار واچوی ) نوی وزیران فقط د لیاقت – تحصیل – تخصص او
پاکۍ او وطن پرستۍ په معیارو و ټاکې ، هغوی چې تا ته ، داکتر عبدالله
عبدالله ته پیسې مصرف کړې وې ، هغوی چې ستا سره منډې کړی دی او نن تا
مجبوروی چې مقام او څوکۍ را کړه ورنه دغه اسناد وغواړه (( تحصیلات
ابتدایه – متوسطه – باکلوریا – لسانس – ماستری- دکتورا – ارکانحربی ))
لري که نه او په قتل – او رشوت ېې لاسونه ککړ دی او که نه ؟؟ .

نن سبا هر ولایت باز سازی غواړی – صنعتی شرکونه جوړول غواړی – د سرحداتو
ساتل غواړی – د مافیا مخه نیول غواړی – درشوت او اداری فساد سره مبارزه
کول غواړی – ددشمنانو ماتول او څپل غواړی – د زراعت او مالداری ښه کول
غواړي – د تعلیم او تحصیلاتو تنظیمول غواړي – خلکو ته کار پیدا کول غواړي
– د مریضانو تداوی او د خلکو د امنیت ساتل غواړی – د مور او ماشوم له
پاره د خوندي او ښه صحت فضا را منځ ته کول غواړی – د نظامیانو د کورنیو د
هر اړخیزه ژوند ته پاملرنه کول غواړی – لاسي صنایعو او د زراعت صنعتی
کولو ته وده ورکول غواړي – د هر کلی او هر ی ولسوالی له پاره د برق تیرول
او لارو پخول غواړی – د قومونو تر منځ د وروري د فضا را منځ ته کول او د
ملی وحدت تامینول غواړي – د ښځو ازادیو او روا حقوقو نه دفاع  او د خشونت
مخه نیول غواړي -او ډیر نور داسې کارونه د نویو وزیرانو – معینانو –
ریسانو او والیانو زده دی او که نه ؟  او په اقتصادی موضوعاتو بلد دی که
نه ؟؟  په سیاست پوهیژی که نه ؟؟ پشتو او دري ېې روانه زده ده که نه ؟؟
دشمنان ښه پیژني که نه ؟؟؟؟

ټول په یوه تالار کی را غونډ کړه او د یوه یوه میز شا ته ېې کینوه او دوی
ورقی هر یوه ته ور کړه او ورته دوه سوالونه ورکړه چې ټول په یوه ورقه کې
د اوله تر اخره ډیر نژدی نژدی خطونه ولیکی یوه ورقه په پشتو او بله په
دری او اقلا په هره ورقه کې تر ۴۰ لیکو مضمون کم نه وی ، فقط د افغان
انګلیس ددریو جنګو په باره کې ولیکی او د هر سوال وخت۲۰  دقیقی وی ، یعنی
هره ورقه په ۱۵ دقیقو کې تکمیل کړي، که څوک کامیاب شول هغه د مقرر شي که
نه شول مخې ته ېې ښه ، دغه سوالونه حتمی نه دی ، یوه بله موضوع د ولس
داداری یا دزراعت یا دامنیت یاد اقتصاد یاد بیکاری په له منځه وړلو کې
ورنه امتحان واخلۍ .

په نوی حکومت کې په هیڅ وجه د تنظیمو – د اسلامی احزابو – د قومی مشرانو
– د سرمایه دارانو – دزورواکانو – د غاصبینو – د جهادی قوماندانانو – د
خارجیانو ( په غوشتنو او فرمایش یا حق ) باید یو نفر تعین نه شي ، که
جناب ریس جمهور دغه کار وکړو معلومداره خبره ده چې دیوه مبارز، یوه جدی ،
یوه قاطع ، یوه وطن پرست ، یوه مومن مسلمان او د خلکو منتخب ریس جمهور
کار د وکړو او هیڅکله نه خواریژی او عام خلک ستا دغه تعینات تاییدوی او د
هر یوه کاندید سوانح باید د تلویزیونو او میدیا له لاری دخلکو د معلوماتو
له پاره نشر ته وسپارل شي  ،آمین ..