جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

روانې هلې ځلې؛سوله که وخت ضايع کول؟!

افغان دولت هر وخت د وسله والو مخالفيونو پر مخ د سولې دروازې پرانيستې دي، تل يی د هر چا منځګړيتوب ته زړه ښه کړی دی او تل يي په دغه لار کې ښکېلو غاړو ته په ځانګړي توګه پاکستان ته امتياز ورکړی دی، خو د پاکستان لخوا تل دوه مخې پاليسي پر مخ وړل شوېده. له وسله والو مخالفانو سره د افغان دولت مخامخ خبرې لومړی پړاو يي د پاکستان په مري کې ترسره شو او له هغه وروسته افغان ولسمشر بیا بیا له وسله والو طالباننو غوښتي،چې خبرو ته ورسره کېني.
دا دی اوس يو ځل بیا ولسمشر غني وویل،چې له وسله والو طالبانو د تسلیمۍ لیک نه،بلکې مذاکرات غواړو؛ هغه هم باعزته او تلپاتې سوله؛ او وسله والو طالبانو ته هم په کار ده، ومني، چې دوی له هغو افغانانو سره مخامخ دي چې د سولې اراده لري.

خو له پاکستان سره د افغان دولت د تيرو اړيکو تاريخ او وسله والو طالبانو باندې د پاکستان نفوذ ته په کتو؛ شنونکي ډېر خوشبین ندي،چې وسله وال طالبان دې د افغان حکومت د سولې غږ ته مثبت ځواب ووايي،ځکه پاکستان تل افغان دولت دوکه کړی او له دې وروسته هم باور نشي پرې کیدای.
بله مهمه موضوع دا وسله وال مخالفين هم د ايډيالوژۍ له مخې په بېلابېلو ډلو ويشل شويدي.
يوه هغه ډله ده، چې د خپلې مذهبي ايډيالوژۍ له مخې له بهرنيانو سره جهاد کوي او په هيواد کې د دوی په خوښه د اسلامي نظام غوښتونکي دي. دويمه هغه ډله وسله وال دي چې د لويو استخباراتي کړيو او د ګاونډيو هيوادونو له لوري تمویلېږي څو د دوی ګټې خوندي کړي او دريمه بیا هغه ډله ده، چې د دولت او د دولت له ستراتيژيکو دوستانو څخه په یو نه يو ډول متضرر شوي دي او په مقابل کې يي وسله را اخيستې ده. د دولت د سولې غږ او غوښتنه د ستاینې وړ ده،خو پوښتنه دا ده، چې افغان دولت له کومې ډلې سره سوله کول غواړي؟

که له لومړۍ ډلې سره سوله کوي نو ناشونې ده؛ ځکه دغه ډله وسله وال؛ د خپلې مذهبې ايډیالوژۍ له مخې؛ په هیواد کې د ميشتو بهرني اتباعو په خلاف جګړه کوي. يوازينۍ غوښتنه يي هم همدا ده چې له هيواده بايد ټول بهرني پوځيان ووځي نو بيا به سولې ته غاړه کيږدي، خو د زلمي خلیلزاد او طالب مرکچي پلاوي له وروستیو مذاکراتو داسې ښکاري،چې که د یوې سخت دریځې ډلې ګټې په پام کې ونیول شي نو ممکنه ده،چې د بهرنیانو له اوږدمهاله حضور سره موافقه وکړي او دا هم باید له پامه و نه غورځول شي،چې بهرنيان له افغانستانه د بشپړ وتلو هوډ نلري، ځکه د افغانستان او سیمې له نوم سره یې اوږدمهالې ګټې تړلې دي.

که له دویمې ډلې سره سوله کوي نو دا هم ستونزمنه ده ځکه د افغانستان جګړه د افغانانو نه؛ بلکه استخباراتي جګړه ده او هغوی په جګړه کې خپلې اوږدمهالې ګټې او هدفونه لري. تر هغو چې يی هدف نه وي ترلاسه کړی نو په يو نه يوه پلمه به جګړه دوام کوي او د سولې روانې هڅې به نمایشي او د وخت ضايع کول وي.

يوازې له دريمې ډلې وسله والو سره سوله کيدلای شي. هغه هم په داسې صورت، چې په حکومت کې دننه هغه کړۍ چې د دې ډلې او دولت تر منځ د واټن د پیدا کيدو سبب شوي دي- يا د قانون منګولو ته وسپارل شي او يا هم د حکومت له چوکاټه بهر شي.

خو د پاکستان وروستیو هڅو،دوه مخيتوب ،پاليسۍ او نيت ته په کتو د سولې روانې خبرې به د ولس به ګټه څه پايله و نه لري؛ که پايله ور هم کړي، نو يو ځل بيا به د ډاکټر نجيب الله د حکومت د مهال سوله کیسه تکرار شي، او پاکستان په افغانستان کې تر هغې سوله او ارامي نه غواړي،چې دلته یې ګټې په پام کې نه وي نیول شوې،ځکه،چې که افغانستان ته سوله او آرامي راشي د پاکستان ټول اقتصادي پروګرامونه به له منځه لاړ شي؛ نو د سولې په اړه خبرې تيروتنه ده او ولس نور نه غواړي، چې وغوليږي .بل پلو وسله وال طالبان هم په يوه خوله نه دي.وسله وال له تېرو څو کلونو راهيسې وايي چې د سولې په اړه رښتيني دي، خو تاسې ګورئ ،چې له یوې خوا په قطر کې د ناز او نعمت دفتر لری او د سولې خبرې پر مخ بیایي ،خو له بل لوري یې بیا خپلو بریدونو ته زور ورکړی او په حقيقت کې په خپل کار او وينا کې رښتيني نه دي.
د افغان ولس حوصله هم نوره ختمه ده؛ افغان حکومت هم ظاهراً سولې ته له پخوا ډېر لېواله دی او وايي ترهغې،چې وسله وال طالبان اوربند ونه کړي او له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر نشي، د سولې په اړه هر ډول هڅې او خبرې له شعار پرته بل څه نه دي. 

که د سولې هڅې کيږي نو حکومت ته په کار ده،چې د سولې په خبرو کې له پياوړي دريځه خبرې وکړي، همدارنګه بايد وسله وال طالبان دومره تر فشار لاندې ونیسي،چې سولې ته اړه شي. له دې پرته له پاکستانه د سولې تمه لرل؛ هسې د هوا ګزول دي او د وخت له ضايع کيدو بله پايله نه لري.

لیکنه: خوشحال آصفي