جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

«
»

د کوچنی اختر د مبارکۍ پیغام

د روژې مبارکه میاشت چې د طاعتونو اوعبادتونو ځانګړې میاشت ده، پای ته ورسیده او د کوچني اختر مبارکه میاشت راغله. د وطن د ترقۍ ملی ګوند د نړۍ ټولو مسلمانانو، د افغانستان نجیبو خلکو او همدا راز د ګوند ټولو غړو ته د کوچنی اختر مبارکی وړاندې کوی، لوی خدای (ج) دې د ټولو مسلمانانو روژې، طاعتونه او عبادتونه قبول او د اختر  په نیکمرغو ورځو کې امن، روغتیا او خوشحالی ور په برخه کړی.

سږ کال د نړۍ مسلمانان کوچنۍ اختر په داسې شرایطوکې نمانځی چې د ځمکې د کرې په ګوټ ګوټ او په تیره بیا په فلسطین، افغانستان، عراق، سوریه ، مصر او نورو اسلامی هیوادونو کې د جګړو او ناآرامۍ څپې خپرې دی. زموږ په ګران هیواد افغانستان کې لا تر اوسه د جوزا د میاشتې د انتخاباتو آخري پایلې نه دی څرګندې او ولسونه له تشویش او د هیواد پر راتلونکو له بې باورۍ سره مخامخ دی. د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د جګړې، ترور، مرګ او ژوبلو لمنه ورځ تر بلې پراخیږی.

زموږ پر ګران هیواد افغانستان کې چې د سیاسی نامعلوم وضعیت له کبله خلک اندیښمن دی او د روژې په مبارکه میاشت کې هم د پخوا په شان د جګړې، مرګ او ژوبلې څپه روانه پاتې شوه، له ورایه څرګنده ده چې د افغانستان میړنی ولس ته دا حالت د زغم وړ نه دی او د حالاتو د مثبت بدلون غوښتونکی دی؛ هغه بدلون چې د هیواد د تیرو کلونو دموکراتیکی لاسته راوړنې وساتی، د هیواد پر هر کونج کې سوله او امنیت تأمین او قانون له استثنا پرته پر ټولو اوسیدونکو یوشان تطبیق شی. د وطن د ترقۍ ملی ګوند چې په هیواد کې د سولې، ملی یووالی او ټولنیز عدالت په خاطر نه ستړې کیدونکې مبارزه کوی، پر ټولو وطنوالو او سیاسی او ټولنیزو ګوندونو، سازمانونو او فعالینو یو ځل بیاغږ کوی چې د ګډو هدفونو د ترلاسه کولو له پاره د عمل د یووالی لارې چارې په دقت وسنجوی او زر تر زره د وخت له ضیاع پرته په دې لار کې اغیزمن او ګټور ګامونه پورته کړی، تر څو چې وطنوال مو  په راتلونکي کې خوشحاله او نیکمرغه اخترونه ولرلای شی.

اختر د ټولو بختور!

د وطن د ترقۍ ملی ګوند
د زده کړو او فرهنګی چاروکمیسیون

د ۲۰۱۴ زیږیدیز کال د جولای د میاشتې ۲۷ مه نېټه