چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش دوم درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

پرتو عقل و خرد 

رسول پویان  جهان که در دل دانش می‏کند تابـش  به جهل تیره…

نامه‌ی سرگشاده‌ی محمدعثمان نجیب، بنیادگذار مکتب دینی-فلسفی من بیش از…

آقای ترامپ! تو نه در قامت یک سیاست‌مدار آمدی، نه به…

افغانستان، میان دو لبه تیغ؛ تحول نرم یا سقوط ساختاری

نویسنده: مهرالدین مشید نجات افغانستان در گرو راهی؛ میان تحول نرم…

دولت: کاملِ ناتمام...!

دولت یا خدمات عامه و زمانیکه توسط میثاق مردمی همانا…

فرق بین شادی و لذت

 محمدنعیم «کاکر خیلی ها فکر می‌کنند که شادی و لذت یکی…

شلینگ و هگل،- دعوای 2 فیلسوف دولتی

Schellig, F.W (1775- 1854 آرام بختیاری فلسفه شلینگ،- مفاهیم ناروشن، تعاریف ناتمام. شلینگ…

عید قربان

ای وطندار عید قربان شد قربانت شوم صدقه‌ی حال خراب و…

حامییان حق!

امین الله مفکر امینی !    2025-03-06   نترسم زدشمن تکیه برحـــق کــــــــــرده ام باتکیه…

چرا مردان از زنان قوی تر نیستند؟

پروفیسور دکتر شمس سینا بخش نخست درین جا می خوانید: -چطور میتواند یک…

افغانستان در تلاقی آشوب و رقابت؛ قرائتی تازه از فروپاشی…

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی طالبان؛ تلاطم‌های داخلی و بازتاب‌های جیوپولیتیکی منطقه‌ای…

در مورد تعاونی‌های کارگری

از آثار کلاسیک لنین برگردان: آمادور نویدی درباره تعاونی‌های کارگری تذکر سردبیر سایت مارکسیست– لنینیست امروز: این…

ریناس ژیان

استاد "ریناس ژیان" (به کُردی: ڕێناس ژیان) شاعر نامدار کُرد…

پنجشیر، زخم بر تن، آتش در دل؛ افسانه‌ای زنده در…

نویسنده: مهرالدین مشید پنجشیر، شیر زخمی اما سرفراز؛ خاری در چشم…

فلسفه امید بلوخ،- میان مارکس و مسیحا

Ernst Bloch (1885-1977 ) آرام بختیاری سوسیالیسم حتمی است !، مارکسیستی یا…

دلزار حسن

استاد "دلزار حسن" (به کُردی: دڵزار حەسەن) شاعر، نویسنده و…

مقام عشق 

رسول پویان  کلام عشـق و محبت چقدر شیرین است  نبید خسرو و…

تحول در متغیرهای ژئوپلیتیکی افغانستان: بازتعریف نقش طالبان در معادلات…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در معرض تلاطم؛ از صعود سریع تا…

برای نخستین‌بار، مصاحبه‌ی طولانی من با هوش‌مصنوعی

محمدعثمان نجيب  بخش دوم پندار من نسبت به هر پدیده‌یی منفی نی‌ست.…

 ما و گفته های شرل بنارد، همسر  آقای خلیلزاد پیرامون…

نوشته بصیر دهزاد  در یک تحلیل ، ارزیابی  و محورچه باید…

«
»

د کوچنیو او منځنیو سوداګریزو فعالیتوتو اهمیت

کاروان پوهنتون، د افغانستان سوداګریز بانک او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق په همکارۍ د ټول هېواد په کچه د خصوصي سکتور د ماهرو څیرو او مطرح اقتصادي کارپیژاندو په ګډون د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو دویم کنفرانس د کوچنیو او منځنیو سوداګریزو فعالیتونو په اړه د ۱۳۹۵ کال د غوئي میاشتي په ۱۵ مه  جوړ کړ.

د کنفرانس په پېل کې د کاروان پوهنتون او د افغانستان تجارتي بانک مشر ښاغلي سید جاوید “اندیش” د ښه راغلاست تر څنګ وویل: ( خصوصي سکتور د اقتصاد انجن یا ماشین دی، تر ډېره حده دغه  ماشین د کوچنیو او منځنیو متشبثینو په واسطه چلیږي. ده زیاته کړه چې په اقتصادي تحولاتو کې دوه موضوعات ډېر مهم دي. اول: خلک د نظام څخه کار غواړي، تر څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي. دوهم: نظام له خلکو څخه عواید او مالیه غواړي، دولت هغه وخت د خلکو څخه د عوایدو او مالیو غوښتنه کولای شي، چې په لومړي قدم کې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. خلکو ته د کار پیدا کولو لپاره مهمه ده، چې کوچني او منځني متشبشین حمایه شي.)

 د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مدیره پلاوی لومړی مرستیال الحاج خانجان الکوزي د کوچنیو او منځنیو متشبثینو د اهمیت په اړه داسې وویل: ( متشبث د اقتصاد اصلي سرچینه ده او باید لوي سرکولیش یا دوران ولري. ده زیاته کړه؛ ۵۰ کاله مخکې موږ په افغانستان کې د یاهو په نامه د بوټو فابریکه درلود، چې ډېر ښه او باکیفیته بوټان تولیدول، دا تولیدات نه یواځې د افغانستان په مارکیټونو کې بلکې د هند او ایران په مارکیټونو کې هم ښه بازار درلود، مګر له بده مرغه داخلي تاوتریخوالي او جنګونه هر څه له موږ څخه واخیست.)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلی ازرخش حافظی د کوچنیو او منځنیو متشبثینو په اړه وویل: ( د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د ټولو متشبثینو په تېره بیا د د کوچنیو او منځنیو متشبثینو کور دی، او تل د خصوصي سکتور څخه ملاتړ کړی. ښاغلی حافظی زیاته کړه چې زموږ تر ټولو لویه ستونزه داده، چې موږ بهرني عام ارزشونه کاپې کوو او افغانستان ته یې بې له دې چې خپل داخلي، واقعیتونه، تاریخي، فرهنګي، جغرافیایی، اجتماعی او اقتصادي موضوعات او منافع په نظر کې ونیسو راوړو. موږ ددې ستونزې د حل لپاره وړاندیزونه کړي، تر څو منظم ملی اقتصادي لارښود جوړ شي او په هغه کې ټول اقتصادي ارزښتونه تشریح شي، دا کار د پوهنتونونو استادان او تکړه محصلین هم کولای شي.)

په داسې حال کې چې دنړۍ نفوس ورځ تر بلې دزیاتېدو په حال کې دی او د نفوس د دغه زیات والی سره سره په مصرفی بازارونوکې تربل هروخت د متاع (شیانو) اوخدمتونو غوښتنه (تقاضا) زیاته شوې ده، او دغه رامنځ ته شوې غوښتنه (تقاضا) ایجابوی چې تولیدی او خدماتی شرکتونه دې رامنځ ته شی ترڅو دبازارونو اضافی غوښتنې رفع کړی . خو آسیا یو دهغه بازارونو څخه دی چې ځان ته یې داسې یوشکل غوره کړی دی چې ګواکي د پانګی اچونی لپاره چمتو ده. اوسنی حالت هم دکوچینیو او منځینیو شرکتونو درامنځ ته کېدو او پرمختګ لپاره فرصتونه رامنځ ته کړی دی او اوسنی ظرفیتونه ددغه تشبثونو د پرمختګ لپاره یو غوره بستر دی . خو له بل پلوه دلویو او څو ملیتی شرکتونو پانګه اچونه دنړۍ بازارونه تر خپل پوښښ لاندې راوستی دی، ځکه نو واړه او منځینی شرکتونه باید په ډېر احتیاط او دقیقه مطالعه بازار ته درقابت لپاره دننه شی، ځکه لوی شرکتونه دمالی منابعو، بشری قوې، ټکنالوژي او پراخ تحقیق څخه برخمن دی او دلویو مالی ټولنو ملاتړ هم له ځان سره لری او په ډېره آسانی کولای شي کوچنی او منځینی شرکتونه له ماتې سره مخ کړي ځکه دغه شرکتونو د بازارونو دانحصار له پاره زیاتې منابع مصرف کړې دي او دهغه په خاطر ځینې وخت له (دمپنګ) سیاست څخه هم استفاده کوي .

په کتلوی توګه د تولید قدرت او په ټیټ قیمت خرڅلاو، په اعلانونو کې لوړ مالی قدرت، د مخکینی اعتبار درلودل ، له لوړې ټکنالوژي څخه استفاده او نور هغه عوامل دی چې لویو شرکتونو ته یې په بازارونو کې لوړ لاس ورکړی دی نو ددې له مخې کوچنی اومتوسط شرکتونه هر وخت د قیمت ټاکنی او په بازارونو د خرڅلاو له مشکل سره مخ وی. دوی په سختی کولاي شی چې دلویو اوڅو ملیتی شرکتونو په وړاندې پیدا کړی، نو ځکه  په دې برخه کې حکومت کولاي شی چې د حمایوی قوانینو په وضع کولو سره د کوچینیو او متوسطو شرکتونو امتیازونه او ملاتړ ترلاسه او په اقتصادی نظام کې برابری یعنی تعادل رامنځ ته کړي. چې له مخې به ئی زموږاقتصاد په موازی توګه پرمختګ وکړی.

صیام الدین پسرلی