آیا هوش مصنوعی مسلمان است؟

عثمان نجیب من یادداشتی از یک پیش‌بینی هراس انداز در مورد…

خالق  “ قرارداد اجتماعی ” را گرامی میداریم 

میرعبدالواحد سادات  1 تتبع و نگارش از :  میر عبدالواحد سادات  دوم جولای مصادف به دوصدو چهل و هفتمین سال وفات یکی از تاثیر گزار ترین نمایندگان  عصرروشنگری اروپا و برجسته ترین نقاد آن عصر ژان ژاک روسو  است .  اندیشمندی که…

نه یک پیروزی دیپلوماتیک؛ بلکه یک اشتباه استراتژیک در هندسه‌…

نویسنده: مهرالدین مشید                              به رسمیت شناسی طالبان از سوی روسیه و…

اخراج بی رویه ی مهاجران افغان از ایران

  نوشته ی :اسماعیل فروغی       این روزها خبراخراج دسته جمعی و گسترده…

شناخت روسیه از طالبان

با خانه نشینی و بیکاری که چشم و گوش با…

داد خواهی بخاطر حق و حقوق افغانان مظلوم و داعیه…

بنام خداوند حق و عدالت مهاجرت افغانان که درطی نیم قرن…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۳)

مبارزه علیه لاسالیسم و انواع اپورتونیسم آلمانی نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مبارزه علیه لاسالیسم…

سیاست فاشیستی اخراج افغانها باید فورا متوقف شود!

هیچ انسانی غیر قانونی نیست! جمهوری اسلامی در پی شکست مفتضحانه…

اخراج ۴۳ هزار مهاجر افغان از ایران در یک روز!!

اخراج ۴۳ هزار مهاجر افغان از ایران در یک روز،…

حکومت آخوندی ایران جنایت کربلای قرن را رقم زد، یزیدان…

محمدعثمان نجیب ایران در گرمای سوزان، زمین را زیر پای هم‌وطنان…

حیات بشری را آتش فشان خاموشی به شدت تهدید میکند

نویسنده:مهرالدین مشید جهان در معرض توفانی فراتر از جنگ سوم  این پرسش…

دومین بار طی طریق در تعامل گذری انسان با هوش…

*محمدعثمان نجیب، بنیاد‌گذار مکتب دینی فلسفی من بیش‌از این نه…

درک لنینی از دموکراسی: نگاهی از سده 21

ترجمه. رحیم کاکایی یرومنکو ولادیمیر ایوانوویچ دکترعلوم فلسفه، مشاور رئیس مجلس قانونگذاری…

افغانستان در سایۀ رقابت‌های ژئوپولیتیکی جهانی ناشی از جنگ اسرائیل…

مقدمه تنش‌های دراز ‌مدت میان ایالات متحده آمریکا، اسرائیل و جمهوری…

فیلسوف آس و پاس،- مدافع مالکیت خصوصی!

max stirner (1806-1856) آرام بختیاری ماکس اشتیرنر، آغاز آنارشیسم فردگرایانه. ماکس اشتیرنر(1856-1806.م) آلمانی،…

افغانستان- آموزشگاهی خونین برای ایران و همسایگان 

سلیمان کبیر نوری در این مقاله می‌خوانید: چکیده نئولیبرالیسم و استعمار؛ تجربه‌ای عینی افغانستان؛…

جنگ های جیوپولیتیک جدید و افغانستان تحت حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید از بازگشت تروریسم تا تقابل قدرت های بزرگ در…

سید جمال الدین افغان

 فیلسوف ،دانشمند بنیانگذار نهضت فکری وجنبش آزادی  خواهی افغانستان ،اساسگذار  اتحاد اسلامی ومبارز…

  به آرمان وطن

بیا برویم کشور تا بان را بسا زیم  خا نه ی…

نوستالوژی و جاذبه های فکری و اعتقادی 

نویسنده: مهرالدین مشید نوستالوژی و گذشته گرایی های فکری و اعتقادی زمانیکه…

«
»

د کارګري انټرناسیونالیسم پیدايښت او وده

نور محمد غفوري

د تولیدي ځواکونو د قانونمندې ودې په معین پوړ کې په ټولنه کې د فیودالیسم په ګېډه کې نویې تولیدي اړیکی رامنځته او سرمایداري (کپیټالیستي) اقتصادي – ټولنیز فرماسیون وزیږيد چې په تدریج   سره یې د فیوډالی اقتصادي- ټولنیز فرماسیون ځای ونیو. په کارګرانو باندې د پانګوالې طبقې استثمار شدت وموند. په کپيټاليستي نظام کې د ګلوبالیزاسیون (نړیوال کیدو) پروسه په ټوله کې او په خاص ډول په اقتصادي چارو کې ګړندۍ شوه. د مختلفو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي کالیو راکړه ورکړه چټکه او ساحه یې پراخه شوه. د بیلو هیوادونو ملي مارکيټونه یو له بله سره ګډ او نړیوال بازارونه رامنځته شول. په اقتصادي چارو کې له ملي پولو وتلو (فراملی) او د نړیوالو (څو ملتي) شرکتونو پانګه او اغیزه ورځ تربلې زیاتیده. د سرمایې له نړیوال کیدو سره سم په ملي پولو کې د پانګوالې طبقې د شدید استثمار پر ضد د کارګرانو د سندیکايي او کارګري سیاسي ګوندونو د مبارزې ثمر کمېده او مطلوبه پایله یې نشوای ورکولای. د کارګرې طبقې رهبران په دې وپوهیدل چې باید د نړیوال کپيټالیسم پر ضد د کارګرې طبقې مبارزه هم نړیوال شکل غوره کړي. له همدې کبله یې هڅه وکړه چې د پانګوالي نظام پر ضد د کارګرې طبقې مبارزه په نړیواله کچه تنظیم او فعالیتونه یې همغږي کړي. 

کارل مارکس Karl Marx او فرید ریش انګلس Friedrich Engels د کارګرې طبقې دوو نومیالیو رهبرانو )د کمونستانو لیګ  Bundes der Kommunisten) په غوښتنه او فرمایش د لومړي ځل له پاره د کارګري مبارزې د نړیوال کیدو اړتیا علمي تحلیل کړه او په 1848م کال کې یې د (کمونست ګوند په مانیفست) کې (د نړۍ کارګرانو سره یوشئ!) شعار جګ کړ. د مختلفو هیوادونو کارګري ګوندونو، اتحادیو او سازمانونو مختلفو ډلو چې د کمونیستي، سوسیال دموکراسۍ، سوسیالیستي، انارشیستي او د نورو کارګري ایدیولوژیو پلویانو ورپکې ګډون لاره، په ۱۸۶۴م کال په لندن کې (د کارګرانو نړیواله ټولنه International Workers’ Association) چې د (لومړي کارګري انترناسیونال) په نامه هم نومول شوې ده، رامنځته کړه. ددې ټولنې د جوړولو هدف په نړیواله کچه د پانګوالۍ پر وړاندې د کارګرې طبقې د مبارزې همغږي کول او په واحد نړیوال جوړښت کې د ځانګړو هیوادونو د کارګري ګوندونو، سندیکایي اتحادیو او نورو کارګري سازمانونو یوځای کول و. 

د لومړي کارګري انترناسیونال د جوړولو په کمیټه کې پخپله کارل مارکس ګډون او په طرحه او تنظیم کې یې ډیره اغیزه لرله. د کارګرانو د نړیوالې ټولنې د جوړيدو په کار کې د جرمني نومیالی تیوریسن کارل مارکس چې د کارګري کمونیستی ایدیولوژۍ پلوی و، د انارشیستي کارګري ایدیولوژۍ د نومیالیو تیوریسنانو لکه فرانسوي پرودون Pierre-Joseph Proudhon او روسي باکونین Michail Aleksandrovič Bakunin- د مخالفو طرحو سره مخامخ شو. د پرودون تر مړينې وروسته هم د مارکس او باکونین Михаил Александрович Бакунин ترمنځ سخت مخالفتونه په لومړي انترناسیونال کې د نفاق او شقاق سبب وګرخیدل. په ۱۸۷۱ع کال کې د (پاریس کمون) د انقلاب ماتې چې غوښتل یې په پاریس کې د کارګرې طبقې په لمسون شورايي سوسیالیستی نظام جوړ او د پرولتاریا دیکتاتوري رامنځته کړي، د کارګرانو په لومړي انترناسیونال هم اثر وکړ او په ۱۸۷۶م کال کې (د کارګرانو نړیوالې ټولنې) یا (لومړی کارګري انترناسیونال) سقوط وکړ. د یادولو وړ ده چې د لومړي انترناسیونال په ماتې او انحلال کې د کارل مارکس او باکونین ترمنځ فکری مخالفتونو، فلهذا د کمونیستي او انارشیستي- کارګري او سوسیالیستي ایدیولوژیو ترمنځ ټکرونو، او د دوی ترمنځ د ستونزو د حل لارې نه موندلو غوره رول ولوباوه چې دواړه د هغه وخت غښتلې او مسلطې کارګری او سوسیالیستي ایدیولوژۍ وې او د کارګرانو د ګټو د ساتلو او د سوسیالیسم د جوړولو له پاره یې مبارزه کوله.

د لومړي انترناسیونال تر انحلال وروسته هم د کارګرانو د نړیوال عملی پیوستون او د فعالیتونو د همغږۍ له پاره مبارزه روانه وساتل شوه تر څو چې په 1889م کال کې په پاریس کې (دوهم سوسیالیستي انترناسیونال) جوړ شو. دوهم سوسیالیستی انټرناسیونال هم د لومړۍ نړیوالې جګړې د راتلو سره له منځه ولاړ او په مختلفو هیوادو کې د دوهم انترناسیونال غړي کارګري ګوندونه د انترناسیونال د ۱۹۱۳م کال د پریکړو پر خلاف د خپل هیواد له پانګوالي دولت سره چې جګړه یې رهبري کوله، یو ځای شول. دوهم سوسیالیستی انټر ناسیونال په ۱۹۱۳م کال کې پریکړه کړې وه چې که چيری د پانګوالو هیوادونو د دولتونو لخوا د مختلفو ملتونو ترمنځ جګړه پیل کیږي، دوی به دا جګړه د پانګوالي نظام په ضد په طبقاتی جګړه بدلوي او د هیواد په داخل کې به خلک د خپلو بورژوازي ملی واکمنانو په ضد راپورته کوي او نړیوال سوسیالسیستي تقلاب به پیلوی. ددې هدف د پلي کیدو له پاره په ډیرو هیوادو کې کارګري ګوندونو خپل نظامي او  مستقل پولیسي تشکیلات هم جوړ کړي و. په همدې وخت کې د اولیانوف لنین لخوا د نوې ټيپ کارګري او کمونیستی ګوندونو له پاره (د دموکراتیک مرکزیت) تشکیلاتي پرنسیپ د منلو وړ وګرځید چې په ګوندي لیکو کې یې نیمه نظامي دسپلین ټینګاوه او د مرکزي رهبرۍ پریکړې او په تیره بیا د عمومی منشی دستور د ګوند غړو ته د نظامي قوماندې په شان د حتمي منلو وړ و. خو کله چې د پانګوالی سیالیو په پایله کې د مارکیټونو د تقسیم له پاره  لومړۍ نړیواله جګړه رامنځته شوه، د سوسیالیستی انټرناسیونال ډیرو ګوندو له خپلو دولتونو سره د نورو ملتونو په وړاندې جګړه کې مرسته وکړه او په دې توګه په دوهم انټرناسیونال کې د کارګرانو د نړیوال پیوستون طبقاتی منل شوی پرنسیپ تر پښو لاندې شو. 

وروسته له هغې هم د دوهم کارګري انترناسیونال د راژوندي کولو په خاطر یا د نوی نړیوال انټرناسیونال د جوړولو له پاره پر له پسې هڅې روانې وې. په دې اړوند د اطریش د کارګري سوسیال دموکرات ګوند د (اوټو باور Otto Bauer) تر مشرۍ لاندې د (انټګرال سوسالیسم) یعنې د نړیوال سوسیالیستي انقلاب د کولو په خاطر د سوسیالیستو ګوندونو نړیواله کاري ډله ( Internationale Arbeitsgemeinschaft Sozialistischer Parteien) جوړه شوه. خو مخکې له دې چې (اوټو باور) د دوهم انترناسیونال په بیا را ژوندي کولو بریالی شي، ولادیمیر ایلئیچ لنین Vladimir Ilyich Lenin  یا په روسي ژبه Владимир Ильич Ульянов چې د اولې نړیوالې جګړې په بهیر کې یې د خپل هیواد د بورژوازي دولت په ضد چې په جنګ کې اخته و، قیام او په ۱۹۱۷م کال کې یې په روسیه کې د اکتوبر سوسیالیستي انقلاب بریا ته رسولی او سیاسي واک یې نیولی و، په ۱۹۱۹م  کال کې په مسکو کې د کمو نیستي ګوندونو غونډه جوړه کړه او د (کمونیستي انټرناسیونال) (Kommunistische Internationale) بنسټ یې کېښود چې په لنډو ورته (کومنټرن) Komintern هم ویل کیږي. په دې توګه په نړیوالو سوسیالیستي- کارګري ځواکونو کې له هغو څخه د کمونیستې جریان په وتلو او بیلیدو انشعاب رامنځته شو. کومنټرن په سیاسي ادبیاتو کې د دریم کارګري کمونیستي انټرناسیونال یا په لنډه (دریم انټرناسیونال) په نوم هم نومول شوی دی. د وخت په تېرېدو سره د شوروی اتحاد د کمونست ګوند د تیوریکو طرحو او د مسکو د عملی اقداماتو په اړه په نړیوال کارګري کمونیستی جنبش کې اختلافونه رامنځته شول، د کومنټرن اغیزه او فعالیتونه ضعیف شول او په ۱۹۴۷م کال کې په کومینفارم (د کمونیستی معلوماتو دفتر) واوښت چې تر ۱۹۵۷م کال یې خپل موجودیت ته دوام ورکړ او تر هغې وروسته نړیوال کارګري کمونیستي جنبش د بین المللی کنفرانسونو د جوړولو له لارې خپلې چارې تنظیمولې. 

له نړیوال سوسیالیستي جنبش څخه د لینین په رهبرۍ د کمونستانو له انشعاب سره سره د (آوټو باور) تر مشرۍ لاندې جوړې شوې (د سوسیالیستو ګوندونو نړیوالې کاري ډلې) د ټولو سوسیالیستي ګوندونو د راټولولو د پاره خپلو هڅو ته دوام ورکړ او کوښښ یې کاوه چې بیرته ټول په یوه نړیوال فاروم کې راټول کړي. د اطریش سوسیال دموکرات کارګري ګوند د رهبر په مشرۍ (د سوسیالیستو ګوندونو نړیوالې کاري ډلې) خپلو هڅو او د انټګرال سوسیالیسم په اړه خپلو تبلیغاتو ته دوام ورکړ. خو کله چې د ټولو سوسیالستو ځواکونو د راټولولو له پاره په ۱۹۲۲م  کال په برلین کې مقدماتی غونډه له ماتې سره مخامخ شوه او کمونستان پخپل ځانګړي دريځ کلک ودریدل، (د سوسیالیستو ګوندونو نړیوالې کاري ډلې) هم ځان منحل کړ. 

په پای کې هغو سوسیالیستي ګوندونو چې د کمنټرن (دریم انټرناسیونال) غړيتوب یې نه و تر لاسه کړی د ۱۹۲۳ع کال د می په میاشت کې د جرمني د هامبورګ په ښار کې غونډه وکړه او (سوسیالیستي کارګري انټرناسیونال) ئې جوړ کړ. دا سوسیالیستي کارګري انټرناسیونال د دوهمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې له دې کبله ضعیف شو چې ورپکې غړي سوسیالیستي ګوندونه په اروپا کې تر سختو ضربو لاندې راغلل او وټکول شول. 

همدا شان لیو تروتسکی Leo Trotzki په ۱۹۳۸ع کال د سټالین او سټالینیسم بر ضد (د څلورم کارګري انټرناسیونال) ابتکار ته لاس واچاوه خو په ۱۹۴۰ م کال کې د هغه د مړينې له کبله دا هڅې نیمګړې پاته شوې. د تروتسکي مړينه په هغه وخت کې په نړیوال کارګري کمونیستي جنبش کې د غټ انشقاق او د دریم انټرناسیونال د اعتبار د کمیدو سبب وګرځید. 

لیو تروتسکی چې اصل نوم یې لیو داویدوویچ برونشتاین Lew Dawidowitsch Bronstein و،  په ۱۸۷۹م کال کې زیږیدلی، روسي انقلابي کمونست او مارکسیست تیوریسن او د سرې اردو بنسټګر و. په ۱۹۰۲ کال کې د لینین په بلنه لندن ته ولاړ او له هغه سره یو ځای یې ژوند کاوه. د هجرت په وخت کې د (ایسکرا، «سپرغی»)  د سوسیال دموکرات نشریې د تحریر د هیئت لارښود غړی و. هغه وخت چې کمونستانو له سوسیال دموکراتانو انشعاب وکړ، ده هم دا دنده پریښوده. د روسیې په انقلاب کې یې ستر رول لوبولی، تر انقلاب وروسته د خارجی چارو دندې ورته سپارل شوې او همدا شان یې د جکړې، ترانسپورت، غذایی موادو او نورو چارو په سمون کې مسئولیتونه لرلي دي. په ۱۹۲۴م کال کې د ولادیمیر ایلئیچ لنین تر مړينې وروسته د ستالین د دیکتاتوري سیاست سره د مخالفت له کبله تر فشار لاندې ونیول شو، له دندو ګوښه او واک یې کم شو، تر څو چې په ۱۹۲۹م کال کې هجرت ته اړ شو او په ۱۹۴۰م کال کې د شوروي د یوه اجنټ لخوا په مکسیکو کې په قتل ورسید. تروتسکي نه یوازې د شوروی په کمونست ګوند کې ډیر پیروان لرل، بلکې د نورو هیوادو په کارګري سوسیالیستي او کمونیستي ګوندونو کې یې هم د تیوري پلویان ډیر و. دده پیروان چې ځانونه یې مارکسیستان بلل او د شوروی اتحاد د کمونست ګوند د مارکسیستي- لنینیستی سیاست سره جوړ نه و، د تروتسکانو او دده تیوریکي ښوونځی د تروتسکیسم په نوم نومول شوی دي. 

د ۱۹۵۱ کال د جون په میاشت کې د جرمني د فرانکفورت په ښار کې نوی (سوسیالیستي انټر ناسیونال Sozialistische Internationale (SI)) جوړ شو چې هدف یې د دوهم انټرناسیونال د رواجونو او طرحو بیرته ژوندي کول و. ددې له پاره چې د کمنټرن د دریم او د تروتسکي له څلورم انټرناسیونال څخه یې فرق وشي، کله کله (د پنځم  انټرناسیونال) په نامه هم یاد شوی چې اوس ورپکې  د ګارګري ګوندونو د مختلفو برنډو او تیوریکي جهتونو (لکه سوسیال دموکرات ګوندونه، سوسیالیستي ګوندونه، ریفورمیستي او کمونیستي ګوندونه)  ۱۶۸ ګوندونه ورپکې عضویت لري.  

باید یادونه وکړو چې دا هغه غوره نړیوال کارګری الیانسونه و چې موږ باس یاد کړل. ددې تر څنګ نور په کوچني کچه او فرعی نړیوالې ټولنې (لکه د کمونیستی اپوزیسیون بین المللی یووالي  Die Internationale Vereinigung der Kommunistischen Opposition، د لندن بیورو،  د انارشیستی سندیکاګانو نړیواله ټولنه anarchosyndikalistische IAA  او نور…) هم وخت په وخت رامنځته شوې چې یادول او تفصیل یې دلته اړین نه دی. 

نور محمد غفوري