زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

د کابل ـ اسلام آباد نوی توافق؛ افغان حکومت سل سلنه بايلونکی

وروسته له هغې چې د کابل او اسلام آباد اړيکو ترينګلتيا اوج ته ورسيده او افغان حکومت د پاکستان لوري څو پرله پسې پلاوي ناهيلي اسلام آباد ته ستانه کړل؛ چين د کابل او اسلام آباد د اړيکو رغولو ته ملا وتړله. څو ورځې وړاندې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په موخه د بهرنیو چارو وزارتونو په کچه درې واړو هېوادونو( افغانستان، پاکستان او چین) پر يو ډیالوګ هوکړه وکړه. اوس راپورونه وايې چې افغانستان او پاکستان په خپلو منځونو کې توافق ته ورسيدل.  له دغه توافق وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو جنجالي موضوع یو ځل بیا را پورته شوې ده.

کابل او اسلام اباد ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي له سفر وروسته هوکړه شوې چې افغانستان او پاکستان به یو پر بل د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه د کره استخباراتي معلوماتو پرمټ سپینوي او ګډه همکاري به کوي. د دغو معلوماتو د بهیر څارنه به د چین پر غاړه وي. دا په داسې حال کې ده چې د روانې جولای مياشتې په ۱۶ مه نېټه د امريکا نوې اداره د افغانستان او پاکستان لپاره خپله نوې ستراتيژي اعلانوي.

اوس اساسي پوښتنه دا ده چې چين داسې کومه معجزه کړې چې افغان حکومت يې له پاکستان سره توافق ته ورسولو؟

دا چې چين ولې هڅه کوي چې د کابل او اسلام آباد اړيکې ورغوي؛ دليلونه يې د کابل ډهلي اړيکو لا پياوړي کيدل او په نړيواله کچه د پاکستان حيثيت ته ضربه رسيدل دي. په دې مانا له کله نه چې د کابل او اسلام آباد اړيکې ترينګلې شوي دي نو په مقابل کې يې د کابل ـ ډهلي اړيکې د لا پراختيا پر لور روانې دي. له دغه حالته د پاکستان تر څنګ چين هم کړيدلو. ځکه اوسمهال هندوستان د چين اقتصادي او نظامي سيال دی. همدارنګه چين او هندوستان هم د ترينګلو اړيکو سابقه لري. اوس چې د کابل او اسلام آباد ترينګلو اړيکو په افغانستان کې د هندوستان د حضور د پراختيا لپاره ښه زمينه برابره کړې ده. نو چين نه غواړي چې سيال يې په افغانستان کې د ده په پرتله ډير نفوذ ولري. د همدې لپاره چې د کابل ـ ډهلي اړيکو د لا پراختيا مخنيوی وکړي نو چين اړی دی څو د کابل او اسلام اباد اړيکې ورغوي.

همداراز په وروستيو کې د پاکستان پر ضد د افغان حکومت د پراخو هڅو له امله په نړيواله کچه د پاکستان حيثيت ته سخته ضربه رسيدلې ده. پاکستان د دې په خاطر چې په افغانستان او سيمه کې ترهګري خپروي، په خپل کور کې يې ترهګرو ته خوندي پناه ځايونه او روزنځايونه ورکړي دي نو په نړيواله کچه يې اعتبار ته زيان رسيدلی دی. په دې لړ کې په پاکستان د غربي هيوادونو بې اعتمادي هم ډيريږي. دا چې د هندوستان په خلاف د چين لپاره پاکستان غوره انتخاب دی نو په همدې اساس په نړيواله کچه پر پاکستان د غربي هيوادونو بې اعتمادي د چين لپاره د منلو وړ نه ده.

کله چې د چين لخوا د کابل او اسلام آباد تر منځ د شړيدلو اړيکو د رغولو هڅې پيل شوې نو افغان ولس له چينه دا تمه درلوده چې پر پاکستان به فشار راوړي څو د افغانستان په مقابل کې خپله وجودي تګلاره بدله کړي او نور د افغانستان د بربادۍ پر ځای د افغانستان په آبادۍ کې خپلې ګټې ولټوي. افغان ولس هيله درلوده چې چين به پر پاکستان له خپل اقتصادي نفوذه په ګټې اخيستنې فشار راوړي څو دغه هيواد له ترهګرۍ روزلو لاس په سر او پر وړاندې يې رښتينې مبارزه وکړي. خو اوس چې د توافق پايلې رسنيو ته راووتلې؛ داسې معلوميږي چې افغان حکومت په دغه توافق کې سل سلنه بايلونکی دی.

افغان حکومت ځکه سل سلنه بايلونکی دی چې په دغه توافق کې د افغانستان وروستيو خونړيو پيښو ته چې د کابل او اسلام آباد د اړيکو د ترينګلتيا يو پياوړی فکتور دی؛ هيڅ يادونه نه ده شوې. په دغې توافق کې پر شهيد سردار محمد داود خان روغتون د خونړي بريد؛ په بلخ کې پر شاهين قول اردو مرګوني بريد، د اختر په شپه په لښکر ګاه کې پر کابل بانک د خونړي بريد، د کابل ښار د زنبق څلور لارې د بريد، له هغې وروسته د ايزديار د ځوی د جنازې پر مراسمو د بريد او نورو مرګونو بريدونو هيڅ يادونه نه ده شوې.

افغان ولس تمه درلوده چې چين به د افغانانو د زړه اواز د پاکستان تر حکومته رسوي او پرې به فشار راوړي څو په افغانستان کې د وروستيو بريدونو کې د لاس لرلو په اړه وضاحت ورکړي خو له بده مرغه چې داسې هيڅ نه دي شوي او چين د خپلې ګټې له مخې په دغو بريدونو کې له پاکستانه سپينه کوتره او  له افغان حکومته ړنده غوا جوړه کړې ده. په افغان حکومت يې په پټو سترګو دغه توافق امضا کړی دی. نه يواځې دا چې د افغانستان د خونړيو بريدونو يادونه نه ده شوې بلکې اضافه يې پاکستان ته امتياز هم ورکړی دی چې افغانستان به ورسره استخباراتي معلومات شريکوي. ويلای شو چې چين له افغانستان سره لوبه وکړه او افغان حکومت په دغه توافق کې سل سلنه بايلونکی دی.

لیکنه : خوشحال آصفي