نو کانتی ها،- مخالف سوسیالیسم و ماتریالیسم دیالکتیکی

neukantism.نو افلاتونی آرام بختیاری نو کانتی ها؛ نیم قرن میان مارکسیسم و…

غم دوشینه و سرنوشت نافرجام و دردناک مردم افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کشتی شکستگانیم ای بادشرطه برخیز  باشد که باز بینیم …

برگردان شعرهایی از ژنرال پاییز

زنده‌یاد “محمدعمر عثمان” ملقب به “ژنرال پاییز” در سال ۱۹۵۷…

خلق در دانه لری - مرواریت های ناب

قۉشیق ( دو بیتی )   داکتر فیض الله ایماق باید گفت که،…

آشتی کردن طالبان با مردم افغانستان، راهی برای پایان جنگ…

نویسنده: مهرالدین مشید زهر پاشی های قومی و زبانی و توطیۀ…

 ترجمه‌ی شعرهایی از سردار قادر 

استاد "سردار قادر" (به کُردی: سه‌ردار قادر)، شاعر کُرد زبان،…

خموشی

 نوشته نذیر ظفر شــــــــد مــــدتی که ورد زبانم ترانه نیست آوای مــــن…

چشم براه وحدت

            چشمم براه  وحدت  پیوند وهمد لی جانم فدای وحدت وصد ق…

دوحه سر دوحه، پروسه های پیچیده و آرمانهای خشکیده 

نوشته از بصیر دهزاد  سومین کنفرانس در دوحه  درست سه هفته…

کور و نابینایان خرد

تقدیم به زن ستیز های بدوی و ملا های اجیر، آن…

فضیلت سیاسی و افغانستان

در نخست بدانیم٬ ماکیاولی در شهریار و گفتارها٬ در واقع…

بهای سنگین این خاموشی پیش از توفان را طالبان خواهند…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان بیش از این صبر مردم افغانستان را…

گلایه و سخن چندی با خالق یکتا

خداوندا ببخشایم که از دل با تومیخواهم سخن رانم هراسانم که…

(ملات گاندی در مورد امام حسین

باسم تعالى در نخست ورود ماه محرم و عاشوراء حسينى را…

جهان بی روح پدیداری دولت مستبد

دولت محصولی از روابط مشترك المنافع اعضاء جامعه می باشد٬ که…

ضانوردان ناسا یک سال شبیه‌سازی زندگی در مریخ را به…

چهار فضانورد داوطلب ناسا پس از یک سال تحقیق برای…

پاسخی به نیاز های جدید یا پاسخی به مخالفان

نویسنده: مهرالدین مشید آغاز بحث بر سر اینکه قرآن حادث است و…

طالبان، پناهگاه امن تروریسم اسلامی

سیامک بهاری شورای امنیت سازمان ملل: ”افغانستان به پناهگاه امن القاعده و…

  نور خرد

 ازآن آقای دنیا بر سر ما سنگ باریده عدوی جان ما…

عرفان با 3 حوزه شناخت/ ذهن، منطق، غیب

دکتر بیژن باران با سلطه علم در سده 21،…

«
»

د چین اوړمچي ښار کې طالبانو  ولي د سولې خبرو کې ګډون ونه کړ

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

د چین هیواد په اوړمچې ښار کې د طالبانو، افغان حکومت د سولې شورا، پاکستان او چینایانو په موجودیت کې د طالبانو او سولې شورا تر منځ د سولې خبرو راپورونه نن خپاره شوې دي.

زما د معلوماتو  له مخې تر همدې نن ورځې پوري د طالبانو استازي چین ته نه دي تللي، او نه هم کومه داسي غونډه په چین کې شوې چې څلور اړخیزه (افغان حکومت، طالبان، پاکستان او چین)  دي وي.

دوه اړخیزه ناستې له چین هیواد سره د طالبانو مخکې هم شوې او پلان و چې د روان کال د می میاشتې په نیمايې کې د چین او طالبانو ګډه ناسته د پاکستان هیواد په وساطت د پخوانیو ناستو په تداوم سره وشي، ولي د بېلابېلو دلایلو له مخې دغه غونډه ځنډیدلې ده، او فکر کيږي چې طالبانو دچین  په هغه ناسته کې چې د سولې عالي شورا کسان یا د افغان حکومت استازي ګډون ولري د خپل ګډون څخه به يې انکار ځکه کړی وی، چې بیا نو داخبره د پاکستان پرځای ده چې طالبان به د افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته کښينوي.

دا هم ممکن ده چې د طالبانو په نوم ( هغوئ چې د طا لبانو استازیتوب نه کوي ) ځینو کسانو په اوړمچي کې د پاکستان او افغان حکومت په خوښه غونډه کړي وي، او ځينې رسنۍ به  اوس هغه څه خپروي چې ورته ویل کیږي.

داسي معلومیږي چې له چین سره هم لوبه روانه شوې ده، د چین سره طالبانو څو ځله  ناستې درلودلي، او دغه ناستې دوه اړخیزه (طالبانو او چینايې چارواکي) وي، ولي د پاکستان وساطت پکې و، داځل به ممکن د افغانستان اړوند مسایلو باندي د چین د ډیرو معلوماتو نه لرلو له مخې هڅه شوې وي چې د چین په بې خبرې کې دغسي يوې غونډې ته لاره هواره شي چې له هغې نه د سولې د مذاکراتو په نوم استفاده وشي.

داسي خبرونه هم ترلاسه شوې چې افغان حکومت او پاکستان په ګډه ددغې ناستي چې اصل کې د طالبانو او چین ترمنځ کیدونکې وه،  د طالبانو او چین په ناخبري کې کوم پلان او اجنډا جوړه کړي وه چې ځای، نیټه او د ګډونوالو لسټونه معلوم شوې و،  همدا خبرې په ورستیو وختونو کې د چین سره پاکستان شریکې کړي وي، چین چې د افغانستان د سولې اړوند دلچسپې لري، دغه کار يې یو ښه پرمختګ ګڼلی و.

دا هم سوال دی چې د قطر د طالبانو استازي به له دغه پروګرام (څلور اړخیزه ناستې)  څخه خبر شوې وي که به کوم بل عامل وي چې د چین د اوړمچي ښار په ناسته کې يې له ګډون څخه یو ناڅاپه انکار وکړ، طالبانو به ممکن چینايې چارواکو ته امید ورکړی وي چې زموږ او ستاسي ترمنځ دوه اړخیزه ناسته کیدونکې ده، مګر په پګواش کانفرانس کې طالبانو روښانه کړي وه چې د څلور اړخیزې ناستې او د سولې اړوند مذاکراتو له پاره قطر هیواد اوسمهال د طالبانو له پاره مناسب ځای دي.

که د سولې اړوند دغه ډول مبهم حرکتونه جریان ولري، او بیا هم مجهول الهویت شخصیتونه د طالبانو په استازیتوب ناستو او غونډو ته بلل کیږي، فکر کوم چې نتیجه به یې د تیر په څیر منفي وي، او له دغه ډول مبهمو او مجهولو او پټو د سولې اړوند پروګرامونو څخه جوتیږي چې لا هم د رښتونې سولې له پاره هوډ نشته.

په تیرو وختونو کې هم هر ځل چې د رښتونې سولې له پاره هڅه شوې د بېلابېلو پټو لاسونو او کړیو له خوا يې مخه ډب شوې، د پګواش کانفرانس د سولې اړوند يوه ښه لاسته راوړنه ګڼلای شو، او د ګډونوالو غوښتنه هم وه چې دغسې ناستې دوام پيداکړي، مګر که چیرته بیا هم د شکېلو لورو له خوا صداقت نه وي، او په چین  کې د طالبانود مشرتابه او سياسې دفتر څخه په پټه د پخوا په شان د طالبانو په نوم له ځینو کسانو سره ناسته شوې وي، او یا خو ناسته نه وي شوې، مګر د سولې شورا له ادرس څخه يې خبرونه خپريږي، واضیح خبره ده چې د پګواش کانفرانس په لاسته راوړنو به منفي تاثیر ولري.

افغان حکومت باید نور د خپل ولس تمې ونه ځنډوې، او دغه ناهیلی افغان ولس نور  ونه کړوي، د سولې اړوند روښانه تګلاره خپل ولس ته وړاندي کړي، او د سولې له مجهولو تګلارو څخه ډډه ځکه وکړي، چې وخت به هم ضایع شي او د ولس اعتبار به هم د سولې اړوند په افغان حکومت  زیانمن شي.

دواړه لوري طالبان او ګډ حکومت باید هڅه وکړي چې د رښتونې سولې اړوند خپلې تګلاري له خپل ولس، ګاونډیو هیوادونو، ملګرو ملتونو او نړیوالو سره شریکې کړي، تر څو نور ولس له د سولې اړوند ګنګستیا څخه را ووځي.

د يوه سولئیز، بسیا او خپلواک افغانستان په هیله