افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

«
»

د چوکیو ټیکه داری

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د جون دوهمه ۲۰۱۴ کال

تیکه داري د کارونو او قراردادونو لاس ته راوړلو او د لویو او کوچنیو پروژو تر لاسه کولو ته ټیکه داری ویل کیژی ، تیکه داران له پاره ددې چې د پروژو د جوړولو نه ډیرې پیسې یعنی زیات مفاد تر لاسه کړي نو باید ډیر کم کیفیته او غیر ستندرد خام مواد استعمال کړې مثلا دیوه مکتب د جوړیدو له پاره وزارت معارف ۱۲۰۰۰۰ ډالر تخصیصی ورکړۍ او په قراردادکی د ټیکه دار سره شرایط داسې تعین شوی چې چې اصلا باید ۱۰م م سیخ ګول استعمال کړی او همدارنګه سمنت هم د نورم په اندازه استعمال کړي او کانکریټ هم په یوه معینه اندازه یعنی نیم متر یا ۳۰ سانتی متره واچول شي ، خو تیکه داران بیا د مکتب په جوړولو کې د ۵ م م سیخ ګول نه استفاده کوي او سمنت هم د ریګ سره نه ګډوي بلکه د خاورو سره ېې ګډوی او د کانکریټ اندازه هم ۲۰ سانتی ته را ټیټوی ، تر څو ډیره ګټه  تیکه دار تر لاسه کړي ، د معارف وزارت تفتیشان هم چې د مکتب د ساختمانی کارو څخه لیدنه کوی یوه اندازه رشوت د ټیکه دار نه تر لاسه کوی او د معارف سر انجینر چې د قرارداد په امضا کولو ېې د تیکه دار نه ۴۰ زره ډالره رشوت  تر لاسه کړی وو نو د تفتیش په وخت کی هیڅ نه وایی او تیکه دار قرارداد په ډیرو بیکیفیته موادو تر سره کوی او یو څو کاله بعد د مکتب دیوالونه او چټ را نړیژي او ډیر زیات هلکان او نجونی تر تعمیر لاندی کیژی او وژل کیژي دا د تیکه داریاصلی وظیفه ده

 اوس را ځم د چوکیو او مقام ټیکه دارانو ته ::

دغه ټیکه داران د تنظیمی – اسلامی احزابو په را منځ ته کولو سره په خلکو سرمایه ګذاری کوی ددوی خام مواد د افغانستان بیسیواده – بیکاره – ابن الوقته انسانان – اغا بلی دیوې غوړې مړي وږي کسان دی چې د اسلامی داړه مارانو – کفن کشانو – قران خورو – غلو – رشوت خورو – تالان ګرو – قاتلینو – د همسایه هیوادو مزدورو نوکرانو او اجنټانو تر لاس لاندی د بخور او نمیر ژوند ته ادامه ورکوي ، ټیکه داران چې زموږ بیسیواده – وږي – بربند – ژنده پوشان او فقیران د اجیرو – مزدورو په شان د ځان سره د څو دالرو په ورکولو سره ساتلی دی همیشه په دوی شاقه کارونه – دخلکووژل – د خلکو تهدیدول – د خلکو کډ نپول – د خلکو د ښځو او لورانو سره ناوړه سلوک کول – او دخپلو دشمنانو په مقابل کی استعمالوی او دوی زیاته فایده ور نه کوی یا اخلی ، لکه د ۱۵ ګونه جهادی تنظیمو قوماندانانو او رهبرانو چې د دغو خوارو او بیکارو افغانانو په تیکه اخیستلو سره ځانونه ملیاردران کړل او نن هم د افغانستان اکثریت خلک هماغه وږي – ژنده پوشان – بینوایان – د پړانګې پوانګو کالیو خاوندان تل ددوی نه د اسلام او قران نه په غلطه او ناوړه استفادی سره د خپلو پروژو د تکمیلولو په خاطر د حریفانو او خپلو دشمنانو په ضد دارزانه او اسانه وسلي یا افزار په حیث استفاده کوی ، چې متاسفانه زموږ عام خلکو تر ننه د تیکه دارانو لکه ( د عبدالله – قانونی –  بسم الله محمدی – ریګستانی – عطامحمد نور – زلمی رسول – ګل اقا شیرزی- اسماعیل خان تورن – الماس – وغیره وو ) په تیکه دارۍ نه دی پوهیدلی ؟؟؟ یوه افغان پوشتنه ونه کړه چې تاسې ځانونه په ټیکه داری کی ملیاردران کړل ، او موږ عمله او فعله او مزدوران تر ننه د تاسې د ټیکې د جوړولو او تر سره کولو خام مواد او مزدوران یو او دیوه خاورین کور خاوندان هم نه شولو ، وطندارانو ټیکه داران ډیره ښه وپیژنۍ دوی د ( پاکستان – ایران – سعدی عربستان – امریکا او انګریز او روسانو سره – چین سره هم ) قراردادونه لری او دوی ته رشوتونه ورکوی او د دوی نه رشوتونه اخلی تر څو په قدرت کی پاتی شي او ددغو هیوادو پروژي تکمیل کړي او تاسې تل تر تله د تیکه دارانو مزدوران او غلامان پاتي شۍ هیله ده د تیکه دارانو نه ځانو نه د اشرف غنی احمد زی ته په رایه ورکولو سره د ابد له پاره خلاص کړۍ . امین .